د رابرټ مولر د راپور تر خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ ځان ته بشپړ برائت ورکړ
د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور تر ...
د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور تر ...
چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا مهال پهدې ولایت کې په سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي.
چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا ...
اسرائیلي چارواکي وايي چې نن سهار د دوی په تجارتي پایتخت تلابیب کې یوه راکټي برید اووه کسان ټپيان کړي. د اسرائیل پوځ ویلي چې راکټ له غزې توغول شوی و او په شارون سیمه کې په یوه هستوګن کور لګېدلی. رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي چې په پېښه کې د یوه ۵۹ کلن سړي او یوې ۳۰ کلنې ښځې وضعیت نازک دی. چا تر اوسه د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی. معلومه نهده چې دا برید په تېروتنې شوی که په غزه تړانګه کې ملېشه ډلو کړی دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه. ولسمشر غني وویل چې پروسږکالیې د شپږو زرو ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې وه چې د ډېرو ښوونځیو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه: "سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو رغولو ته پیسې تهیه او اختصاص شوي. له ډاکتر چوهدري او په نړیوال بانک کې د هغوی له همکارانو، جاپان سفارت او خپلو نورو همکارانو مننه کوم." افغان ولسمشر وویل چې سږ کال د کتابونو د کمښت ستونزه هم هوارېږي او ۱۲ میلیونه او دوه لکه کتابونه چاپ شوي دي.
د پروان ولایت د برښنا حوزوي ریاست مسؤلین وایي، د پوروړو زورواکو لهخوا د پورونو نهورکړې د دوی په انکشافي پروګرامونو منفي اغېز کړی دی. د حوزوي ریاست رئیس انجنیر ناصر احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر زورواکي یې ۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي. نوموړی وايي، هڅې روانې دي چې سږ کال دغه پیسې له زورواکو ترلاسه او په انکشافي پروګرامونو ولګول شي. ښاغلی احمدي زیاتوي، د دغو پورونو په ترلاسه کېدو سره به یو شمېر ولسوالیو ته د بریښنا رسولو پروسه پیل شي چې دا د خلکو په ژوند، کاروبار او اقتصاد د پام وړ اغېز درلودی شي.
د هلمند د ملي امنيت مرستيال اصف خان د ژورو ټپونو له امله ومړ. د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې اصف خان د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې د ژورو ټپونو له املهيې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه. ځواک وويل، د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، خو د لښکرګاه د اېمرجنسي روغتون يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له ۴۵ ټپيانو د ځینو روغتيايي حالت خراب دی چې په دې کې د هلمند د ځوانانو امر غلام غوث داوري هم شامل دی. سرچينې وويل، که هغه... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال به د بزګرانو د ستونزو هواري لپاره نوي ماشینونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه ماشینونه د اوبو مصرف کموي او د کرنې له عصری کولو سره مرسته کوي. د نوموړي په خبره، د دې تر څنګ د محصولاتو د کچې د لوړولو په هدف سږ کال د اصلاح شویو تخمونو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه زیاتېږي. دغه وزارت وايي، سږ کال د اوبو د کنټرول او د سرچینو د بیا چارجولو پهپار یو میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوي چې دا د بزګرانو د محصولاتو د ودې او اقتصادي پراختیا په برخه کې رغنده رول لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پوځ ته امر کړی دی چې له موزمبیق سره چې پهدې وروستیو کې ورته توپانونو او سېلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي مرسته وکړي. په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ وروسته تر هغې دا خبره وکړه چې موزمبیق له توپان او سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه. د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې تر راتلونکو ورځو پورې به د ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزمبیق ته برابرې کړي. توپانونو او سېلابونو په موزمبیق کې ۴۴۶ کسان مړه کړي دي. دغهراز د زېمبابوې او مالاوی وګړو ته هم دې طبیعي پېښو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو او د سولې د روان بهیر په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په جنګ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي. دغه ماموریت داسې وخت پرون دا څرګندونې کړي چې په کندز کې یو شمېر خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړو امریکايي ځواکونه په یوه هوايي برید کې د ۱۳ ملکیانو په وژنې تورن کړي. په همدې تړاو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت پرون شپه د خپلې ویاندې دیبرا ریچارډسن بیان ازادي راډیو ته راولېږه. په بیان کې راغلي چې د کندز په عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ته راپورونه ور رسېدلي او دوی به ټول معتبر تورونه وڅېړي. Читать дальше...
په بغلان کې پرون له غرمې وروسته د غیر مسؤلو وسله والو په نښته کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د بغلان د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي ازادي راډيو ته وویل چې دغه نښته د نهرین د بازار په لوېدیځه څنډه کې شوې. د هغه په خبره، غیر مسؤلو وسله والو د یکشنبې په ماسپیښین د ښار له یوه دوکانداره په زور پیسې غوښتې چې تر منځ یې نښته وشوه.
د اسیا د فوټبال جام د ۲۳ کلنو په غوراوي سیالیو کې افغانستان سبا له نيپال سره مخ کېږي. د اسیا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په مالیزیا کې پیل شوي. افغان ټيم تر اوسه له عمان او قطر سره مخ شوی چې دواړه یې بایللي دي. د عمان په وړاندې افغان لوبغاړو یوازې یو ګول ترسره کړ او عمان دوه ګولونه ورکړل. تر دې مخکې افغان لوبغاړي دوه پر صفر د قطر له خوا مات شول. له قطر سره تر لوبې وروسته د افغان ټیم روزونکي مجتبی فیض ریفري تورن کړ چې له افغان لوبغاړو سره یې درغلي کړې ده. ده ویلي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو لوی څارنوال ویلیم بار کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د خاص سرمحقق رابرټ مولر رپوټ نه ټرمپ مجرم بللی او نه یې هغه بښلی دی. د عدلیې وزارت دا لیک پرون لېږل شوی او پکې ویل شوي چې د رابرټ مولر له خوا راټول شوي شواهد کافي نه دي چې وویل شي چې ټرمپ د عدالت د تامین مانع ګرځېدلی. رابرټ مولر پوره ۲۲ میاشتې د ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د روسیې د دخالت او د ټرمپ له نږدې کسانو سره د روسیې د اړیکو په اړه څېړنې کولې. د مولر... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن امریکا ته ځي، څو د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. نتانیاهو داسې وخت دا سفر کوي چې دوه اوونۍ د اسرائیل تر ټاکنو وخت شته. د نتانیاهو دا سفر وروسته له هغه هم پلان شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولان په لوړو د اسرائیل د حاکمیت د رسمي پېژندنې خبره وکړه. ویل کېږي چې د ټرمپ او نتانیاهو د نن ناوخته لیدنه به د هغه پټ رپوټ تر سیوري لاندې راشي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه خپرېږي. خو نتانیاهو چې... Читать дальше...
پرون د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې لسګونه نشنلېستانو د پخوانۍ یوګوسلاویا په جګړه کې د ناټو د ښکېلتیا له شلمې کلیزې یادونه وکړه. د ناټو دا ښکېلتیا پر بلګراد یو ۷۸ ورځنی هوايي کمپاین و چې په نتیجه کې یې د صربانو په واسطه د کوسوو د البانيانو ځپل پای ته ورسېدل. پرونی لاریون د صربیا د تندلاري اپوزیسیوني ګوند له خوا ترسره شو چې ګډونوالو یې د صربیا د پخواني رهبر رادوان کرادیچ په اړه د هاګ د محکمې وروستۍ پرېکړه وغندله. د پخوانۍ یوګوسلاویا د جنګي جرمونو خاصې څېړونکې محکمې په هاګ کې پنځه ورځې مخکې رادوان... Читать дальше...
بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو دوو امريکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړى چې...
د سېلانیانو یوه بېړۍ چې د طوفاني هوا په خاطر د ناروې په سواحلو کې له حرکته لوېدلې وه، پرون ناوخته وچې ته ورسېده. د وایکنګ سکای دې سېلاني بېړۍ ټولې سپرلۍ د هلیکوپټرو په واسطه وژغورل شوې. وایکنګ سره له څو نورو کومکي بېړیو پرون ناوخته ساحل ته ورسېده. د بېړۍ درېیمه برخه سپرلۍ چې ۱۳۷۰ کسان وو، پرون شپه ژغورل شوې وه. د ناروې د پولیسو په خبره، ۱۷ ژغورل شوي کسان د ټپونو په سبب روغتون ته ورسول شول. د وایکنګ توريستي بېړۍ اکثره سپرلۍ امریکایان او بریتانویان وو.
د ونزوئلا چارواکو اسوشیټېډ پریس اژانس ته ویلي دي چې د روانې اوونۍ په سر کې دوه روسي پوځي الوتکې د دې هېواد پایتخت کاراکاس ته رسېدلي دي. ونزوئلا ته د روسيې پوځي الوتکو او نظامي چارواکو سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ برخه بلل شوې ده. ونزوئلايې مقاماتو تأیید کړې چې پهدې دوه الوتکو کې شاوخوا سل روسي پوځي سرتیري هم موجود وو. روسيې په تیره دسمبر میاشت کې ونزوئلا ته خپلې دوه اټمي وسلې لېږدونکي جنګي الوتکې واستولې چې دې اقدام د امریکا او د سیمې د یو شمېر هېوادونو سخته غُصه وپاروله. روسیه... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم د میزان په ۶مه د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کېدو شکمن دی. فېروزې عزیزي په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء له مشر حبیب الرحمان ننګ سره خبرې کړي دي. ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
ایران وايي، له لبنانه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له غوښتنې سره سره به دوی له لبنان سره اړیکې پراخې کړي.
په غزني کې یو شمېر مېرمنې وايي، په شخصي او دولتي دفترونو او نورو کاري ځایونو کې د کار ورکولو په بدل کې ورڅخه د ناجایزو اړیکو د ساتلو غوښتنې کېږي.