کونړ کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه کړي
د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش په نامه ډلې ترمنځ جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه او ځایي خلک له سختو ستونزه سره مخ کړي دي. د چپې درې یوه بېځایه شوې مېرمن د خپلې سیمې وضعیت د اندېښنې وړ وښود. بلخوا د کونړ چارواکي وايي، تر اوسهيې د چپې درې له سلو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده. د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې داعش او طالبانو د تېرې جمعې ورځې نه تر یکشنبې پورې په خپلو کې جګړه وکړه چې د سیمهییزو مقاماتو په خبره دواړو غاړو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې د کونړ سرپرست... Читать дальше...