له دوو میاشتو پس د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار وکښل شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر غړي محمد ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لورالايي پوليس تاڼه کې درج شوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر غړي محمد ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لورالايي پوليس تاڼه کې درج شوه.
د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د دولت ضد وسلهوالو خلاف عملیات پیل کړي دي. د کونړ امنيه قوماندان میرویس صافي نن ازادي راډیو ته وویل، پهدې عملیاتو کې طالبانو او داعشیانو ته درنه مرګژوبله رسېدلې ده. ښاغلي صافي وویل: "د دښمن ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي. د توپچي او هوايي ځواکونو په ضرباتو سره مو په چپه دره کې ۶ کلي تصفیه کړي. دوه داعشیان مو له یوه میل کلاشنیکوف سره ژوندي نیولي دي." افغان ځواکونو وروسته تر هغې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې پهدغې... Читать дальше...
د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یو شمېر ښځو د دغه ولایت د ښځو چارو له ریاست سره د نوي لمریز کال په مناسبت د سمنک...
د کندز ولایت قومي مشرانو او مدني فعالانو په یوه خبري ناسته کې د پوهنې له ودې او پرمختګه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویېویل چې په روان کال کې دوی د پوهنې د ریاست تر څنګ هڅې کوي چې هغه شمېر ماشومانو ته د ښوونځي د تګ زمينه برابره کړي چې د بېلابېلو ننګونو له کبله له زدهکړو پاتې دي. دوی زیاتوي چې د ولسي ناستو له لارې خلک هڅوي چې په خپلو سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپار ځمکې ورکړي، ترڅو په ټولو سیمو کې ښوونځي جوړ شي. له دې سره سم د کندز د پوهنې ریاست چارواکي د خلکو له دې بېساري ملاتړ څخه هرکلی کوي او زیاتوي... Читать дальше...
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې په پښتون اباد کې د لوټل شویو لسګونو دکانونو دکانداران پر احتجاج دي او له حکومته د تاوان غوښتنې ترڅنګ د هغو پولیس افسرانو سزا کېدل غواړي چې د دندې پر وخت یې غفلت کړی دی. د ایوب ترین ویډيو راپور
پاکستاني چارواکو نن وویل چې په لانجمنه سیمه کشمیر کې د هندي ځواکونو په یوه برید کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په بیان کې ویلي دي چې د تېرې شپې پهدې برید کې ګڼشمېر نور سرتیري ژوبل شوي دي. پاکستاني پوځ ویلي دي چې سرتېرو يې دې برید ته کلک ځواب ویلی دی. هندي چارواکو تر اوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي. په کشمیر کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا تازه نښته وروسته تر هغې کېږي چې د تېرې فبرورۍ میاشت په ۱۴مه نېټه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه ځانوژونکي برید ۴۰ پولیس... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو ته د کروندوګرو د پام اړولو په هدف به بادغیس ولایت کې ۱۷۰ ګلخانې جوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په هرې ګلخانې ۷۲ زره افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د کلیو او کرنیز پرمختګ د پروژې له خوا طبیقېږي. د نوموړي په خبره، دغه ګلخانې د نوموړي ولایت په قادس، بالامرغاب، جوند او غورماچ ولسوالیو کې جوړېږي چې په دې توګه به خلکو ته د کار زمینې هم برابرې شي.
یو جګپوړی امریکایي چارواکی پر ایران د امریکا د نورو بندیزونو د لګولو خبر ورکوي.
د افغانستان د سوداګرو او صنعتکارو ښځو له خوا نن په کابل کې د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیستل شو. د دغه ننداتون یوه تنظمیوونکي سید قسیم ازادي راډیو ته وویل چې دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د مینوالو پر مخ پرانیستی وي. د نوموړي په خبره، په دغه نندارتون کې په شلو غرفو کې د افغان ښځو له خوا بېلابېل لاسي صنایع چې د افغان ښځو خپل تولیدات دي، نندارې ته ايښودل شوي دي. د یادونې ده چې افغان سوداګرو ښځو مخکې تر دی د دوی تولیداتو ته د لازمو بازارونو د نشتوالي له امله شکایت درلود او د بېلابېلو ننداتونونو جوړول یې په دې برخه کې موثر ګڼلي وو.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا نهغواړي چې د افغان سولې ...
د «سولې» په نوم د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوي دي. د اس ځغلونې په دغه سيالیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ګډون کړی وو. صادق رښتیني په دې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
د «سولې» په نوم د کندهار په سپينبولدک ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوي دي. د اس ځغلونې پهدغه سيالیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ګډون کړی وو. صادق رښتیني پهدې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د وسلهوالو طالبانو او ملي پولیسو په نښته کې اته سرتېري وژل شوي دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادلشاه وايي، دا نښته تېره نیمه شپه په شولګرې ولسوالۍ کې وشوه او په نتیجه کې یې اته کسان چې ملي پولیس او ولسي پاڅون کوونکي پهکې دي، ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. د بلخ د پولیسو ویاند وویل چې نښته ډېره درنه او طالبانو ته هم تلفات پهکې اوښتي دي، خو د شمېر په اړهیې څه ونهویل. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده. دفاع وزارت نن سهار په یوه خبرپانه کې وویل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي او مرکز او کلي یې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د قاري حلیم په نوم په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي مشر په ګډون ټول ۱۴ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ یو جګپوړی چارواکی وايي، واشنګټن پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي. دې چارواکي چې نهغواړي نومیې ښکاره شي، پرون دوشنبه وویل، متحده ایالات د ایران له اټمي موافقې د وتلو د کلیزې په درشل کې په پام کې لري چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې څخه د امریکا وتل اعلان کړل او پر دې هېواد یې د انرژۍ او مالي سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ. دا تړون متحده ایالاتو، بریتانیا،... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت وايي، د ترکیې د هغه اقدام په ځواب کې چې غواړي له روسیې څخه د (S-400) توغنديو د پېرودلو پلان عملي کړي، دې هېواد ته د (F-35) جنګي جټ الوتکو ورکول ځنډوي. د پنټاګون یوه ویاند پرون د اپرېل په لومړۍ نېټه وویل، که څه هم د دې مهمې مسئلې په اړه له انقرې سره خبرې روانې دي، خو اوسمهال ترکیې ته د (F-35) الوتکو ورکول ځنډول شوي دي. واشنګټن له څو میاشتو را په دې خوا په پرلهپسې ډول ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له روسیې څخه د (S-400) دافع هوا توغندیو پېرودل د دې الوتکو معامله زیانمنوي، خو انقرې ویلي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي. Читать дальше...
د ننګرهار یو شمېر مدني فعالان وايي، د جلال اباد په ښار کې وروستیو پرله پسې هدفي وژنو او د انسان تښتونو...
سياټل ټايمز انلاين ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د پخواني سفير او پخواني قوماندان جنرال کارل ايکن بيري...
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سولې...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له اختطاف کوونکو څخه د کرکټ د یوه لوبغاړي د خوشې کولو خبر ورکړ. د دغه وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې احمد قریشي له اختطاف کوونکو خلاص شوی او خپل کور ته ورسېد. ښاغلي سادات لیکلي چې انسان تښتونه به بې ځوابه پاتې نشي. د راپورونو له مخې، د اختطاف پېښې په ځانګړي ډول په کابل کې په دې وروستیو کې ډېرې شوي دي.
تمه ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د روانې اوونۍ په وروستیو کې په واشنګټن کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر هلو ځلو هم خبرې وکړي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اپرېل په لومړۍ نېټه په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته د دې دوه ورځنۍ ناستې په اړه معلومات ورکړل. له روسیې سره د ناټو اړیکي، د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د ناټو رول او د دغه تړون بودجوي مسایل د دې دوه ورځنۍ غونډۍ مهمې اجنډاوې دي. سټولټنبرګ وویل چې په دې ترڅ کې به د افغانستان د سولې پر روانو هلو ځلو هم خبرې وشي. Читать дальше...
د افغانستان لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کونړ او نورستان ولایتونو کې د داعش وسله والو د ځپلو ژمنه وکړه. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات د دوشنبې په ورځ د کونړ او نورستان د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف هغو ولایتونو ته سفر کړی و. ښاغلي سادات په کونړ کې د داعش وسله والو د تحرکاتو په اړه د خلکو اندېښنې داسي ځواب کړې: "موږ په دې وروستیو کې وینو چې دښمن مخصوصاً داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې او په تېښته دي، دوی ډېر کوښښ کړی او غواړي... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان په ارغنج خواه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده. دغه وزارت د اپرېل پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د طالبانو پر څو مرکزونو هوایي بریدونه کړي، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې د بدخشان والي احمد فیصل بیګ پر افغان ځواکونو غږ وکړ چې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي. د بدخشان ارغنج خواه ولسوالۍ درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ونیوله. راپورونه وایي، د دې... Читать дальше...
د الجزایر ولسمشر عبدالعزیر بوتیفلیقه به مخکې تر دې چې د اپرېل په ۲۸مه یې د ولسمشرۍ د څلورمې دورې موده پوره شي، له دندې ګوښه شي. دا خبره د اپرېل په لومړۍ نېټه دولتي رسنیو د ښاغلي بوتیفلیقه د دفتر په حواله کړې ده. بوتیفلیقه له شااوخوا یوې میاشتي راهیسې د پراخو اعتراضونو او پوځي فشارونو لاندې و چې خپله شل کلنه واکمني ختمه کړي. تېره میاشت د الجزایر ۸۲ کلن ولسمشر د پنځمې دورې لپاره د بیا انتخابېدو پلان لغوه کړ او د اپرېل انتخابات یې وځنډول. نوموړي له ۲۰۱۳ کال راهیسي د مغزي ناروغۍ له کبله ډېر لږ د خلکو ترمنځ لیدل شوی دی. Читать дальше...
د چک جمهوریت په برنو ښار کې د یوه بس او تراموا د ټکر له کبله لږ تر لږه څلوېښت کسان ټپیان شوي دي. دا پېښه د اپرېل په لومړۍ نېټه وشوه. د ژغورونکي ډلې ویاندې میخایل بوتووا وویل چې د پېښې پر مهال په ترموې کې مسافرین نه وو. بوتوا وویل، د ځینو ټپیانو وضعیت جدي دی.