په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم جنجالي شوى
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو هنري فلم جنجالي شوى دى.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو هنري فلم جنجالي شوى دى.
متحده عرب اماراتو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه وستايه چې د کانګرس يو پرېکړهليک يې ويتو کړى دى. د متحده عرب اماراتو د ...
د بې پولې خبريالانو سازمان پر يوه پاکستاني خبريال شاهزېب جېلاني د انټرنيټي ترهګرۍ او د پاکستانيو ادارو د بدنامولو په څېر د لګول شويو تورونو غندنه کړې ده.
ټاکل شوې چې په دوحه کې د جمعې په ورځ بینالافغاني خبرې پیل شي. د افغانستان د حکومت له لوري ۲۵۰ کسیز پلاوی دې کنفرانس ته ور روان دی. طالبانو ویلي چې په دوحه کې د کنفرانس تنظیموونکو حکومت ته کتبي او شفاهي خبر ورکړی چې دې پلاوي ته واضح کړي چې د حکومت استازیتوب به نهکوي. طالبانو ویلي چې دا کسان به شخصي نظر څرګندوي او د مستقلو افرادو په حیث به خبرو ته ورځي. د طالبانو یوه ویاند دا خبره نن د اپرېل په ۱۷مه په یوه بیان کې چې رسنیو ته استول شوې کړې ده. په بیان کې ویل شوي، هېڅڅوک اجازه نهلري چې... Читать дальше...
په غزني کې ځوانان او مدني فعالان وايي، پهدغه ولایت کې د جګړو او ناامنیو له امله د نیالګیو د کېنولو بهیر په ټپه ولاړ دی. دوی وايي، په تېرو پسرلیو کې به ځوانانو، دولتي چارواکو او کرنې ریاست د نیالګیو په کېنولو کې پوره ونډه اخیسته، خو سږ یې ورته شا کړې ده. یو تن ځوان امین ابراهیمزوی پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غزني له ۱۸ په نیمايي ولسوالیو کې یې هېڅ ډول نیالګي نهدي وېشل شوي چې لاملیې د کرنې ریاست له لوري د غزني زرغونېدو او د خلکو اقتصاد ته نهپاملرنه ده." بلخوا د کرنې ریاست د بڼوالۍ... Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس یو پرېکړهلیک چې د یمن په جګړه کې يې د امریکا د رول د پای ته رسېدو غوښتنه کوله، ویتو کړ. د "جګړې قدرتونه" په نوم پرېکړهلیک به د امریکا له جمهور رئیس څخه د دې صلاحیت اخیست چې یمن ته ځواکونه واستوي. ټرمپ پرون، د اپرېل په 16مه وویل، دا پرېکړهلیک زما د قانوني صلاحیت د محدودولو لپاره یوه خطرناکه او غیر ضروري هڅه ده. ډونالد ټرمپ وویل چې په یمن کې د امریکا دخالت د دې لپاره ضروري دی چې په شااوخوا سیمه کې د امریکا ۸۰ زره مېشت عسکر مصون وي. د ټرمپ... Читать дальше...
د افغانستان طبعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.
د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو شمېر مسؤلین او یو شمېر مدني فعالان چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸»...
افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو مخه ونیسي او زیانمنو شویو کورنیو ته ...
په افغانستان کې له تېرو دريو ورځو راهيسې روانو بارانونو او سېلاوونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د بارانونو او سېلاوونو له کبله تر اوسه پورې ۱۳۴ کسان وژل شوي دي چې پکې زياتره مرګ ژوبله په اوسنيو کې سېلاوونو کې اوښتې ده.
د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت وايي چې د ۴۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښتيې د اوبو رسولو له ۳۱ بېلابېلو شبکو سره تړونونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې د تړون له مخې به دغه شبکې له ۵۰ زره جریبه زیاتې ځمکې خړوبې کړي. ښاغلی رستمي وایي، له دې سره به د اوبو مدیریت ښه او د اوبو د ضایعاتو ۲۰ سلنه مخه ونیول شي.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وایي، د تېرو نورو کلونو په پرتله له دغې لارې اوس د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې. د دغې ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د حیرتان له لارې د ترکمنستان او ازبکستان تر څنګ د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونه ته په ورځني ډول شااوخوا ۳۰۰ ټنه سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي. د ښاغلي صدیقي په خبره له دې لارو د افغانستان له لوري کرنیز محصولات وچې او تازه مېوې او معدني توکي صادرېږي او نفتي او ساختماني توکي راواردېږي. Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې څلور کسان د یوه کور په نړېدو کې وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه بېګاه شپه د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې شوې. خوګیاڼی وایي، سخت ورښت د دې لامل شوی و چې دا کور ونړېږي او د څلورو کسانو په وژلو سربېره دوه نور کسان ژوبل هم کړي. اخوا د جلالاباد ښار په اوومه ناحیه کې هم پرون سېلابونو یو تن وړی دی.
د بېپولې خبریالانو سازمان پر پاکستاني خبریال شاه زېب جیلاني لګېدلي تورونه غندلي. جیلاني چې د دنیا په نوم یوې اردو ژبې ټلوېزیوني شبکې ته تحقیقي راپورونه لیکل په سایبري ترورېزم او دولتي ادارو ته په سپکاوي تورن شوی دی. جیلاني به نن چهارشنبه د کراچۍ ښار محکمې ته وروستل شي. د بېپولې خبریالانو سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون په یوه بیان کې ویلي چې د جیلاني پر ضد د دوسیې د جوړولو هدف د پاکستان د نورو خبریالانو خاموشه کول او وېرول دي. د سازمان په بیان کې د پاکستان له محکمې غوښتل شوي چې په خبریال شاه زیب جیلاني لګېدلي تورونه لیرې کړي.
ارګ ماڼۍ نن د قطر له بینالافغاني ناستې مخکې یوه غونډه نیولې چې د سولې د پروسې اړوند مسایل پهکې وڅېړي. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم ازادي راډیو ته وویل چې پهدې غونډه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د را روانې ناستې د اجنډا او ټولو اړوندو مسایلو په اړه بحث او پرېکړې کېږي. تمه ده د جمعې په ورځ د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه مشورتي غونډه پیل کړي. افغان حکومت پرون پهدې غونډه کې د افغانستان له لوري د دوه نیم سوه ګډونوالو لېسټ خپور کړ. Читать дальше...
په افغانستان کې د روان کال د حمل میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۴ تنو ته رسیدلی دی. دا خبره نن طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت د وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري ازادي راډیو ته وکړه. پهدغو سیلابونو کې په ۱۳۴ وژل شویو سربېره، ۶۱ کسان ټپيان او ۳۸ نور لادرکه دي. د پلازمینې کابل په شمول په ۲۰ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې په وروستیو درېیو ورځو کې یې زور اخیستی. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مرستیال وزیر قاسم حیدري وايي چې په مرګژوبلو... Читать дальше...
د کندز ولایت اوسیدونکي د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو له استوګن ځایونه څخه ګټه نه اخلي...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره د قطر غونډې لپاره د حکومت د لېست د اعلانېدو په اړه لیکنې او تبصري خپرې کړي دي.
په فراه کې چارواکي وايي، دغلته د نجونو د دوو ښوونځیو د ویجاړولو عاملان تر اوسه نهدي پیژندل شوي او پهدې اړه څېړنې روانې دي. د فراه د والي د دفتر رئیس حکمتالله نظري تېره شپه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ادارې هڅه کوي څو پیدا کړي چې دا ښوونځي د چا لهخوا سوځول شوي دي. دی وايي: "تر اوسه په دقیق ډول معلومات نهشته چې ایا دا کار مخالفینو کړی که نه؟ ځکه هغوی هم رسماً دا خبره نهده تأیید کړې." په فراه ولایت کې د دوشنبې په شپه د مرکز په شل کیلومترۍ کې د نجونو یو ښوونځی په چاودیدونکو توکیو ویجاړ شو. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه دریځ ستایلی چې د وسلهوالو طالبانو پسرلني عملیات یې غندلي. خلیلزاد بېګاه شپه په یوه ټویټ کې لیکلي چې پهدې اړه د نړیوالې ټولنې د نظر له یووالي هرکلی کوي. هغه په دوام کې لیکلي چې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سولې او اوربند د ټينګښت وخت دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون یو بیان ورکړی او په افغانستان کې یې د طالبانو لهخوا د پسرلنیو عملیاتو پیل غندلی او ویلي یې دي چې پهدې سره به د افغانانو ځورول لاپسې زیات شي. Читать дальше...
د قطر خبرو اترو ته یوې نږدې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو سره خبرو کې هڅه کړې چې پهدې هېواد کې سولې ته د نږدې کېدو لپاره جګړه او نښتې کمې شي. پژواک خبري اژانس وايي، مېلر طالب استازو ته ویلي چې دا به تل د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو دفاع وکړي. د پژواک خبري اژانس زیاته کړې چې په قطر کې د طالبانو استازي د جګړې پر کمولو غور کوي. د افغان حکومت لهخوا د خالد او د طالبانو لهخوا د الفتح په نوم... Читать дальше...
سږ کال د هوا په تودېدو په افغانستان کې یوازې جګړو زور نهدی اخېستی، بلکې شدیدو ورښتونو او له کبلهیې راوتلو سیلابونو ...
د پاریس د نوتردام د تاریخي کلیسا د بیا رغوونې لپاره د سلګونو میلیونو ایرو مرستو ژمنې شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې د سوریې د سولې د خبرو د یو نوي پړاو له پیلېدو مخکې پرون د سې شنبې په ورځ دمشق ته تللی و. د سوریې د جمهوري ریاست یوې خبرپاڼې ویلي، د محمد جواد ظریف او ولسمشر بشار الاسد ترمنځ د سولې د خبرو اترو د هغه نوي پړاو په اړه چې راتلونکې اوونۍ استانه کې جوړېږي او د تهران او دمشق ترمنځ د پرلهپسې همکارۍ د دوام او ارزښت په اړه، خبرې وشوې. د سوریې د سولې په اړه د استانې خبرې اترې د ایران او روسیې چې د بشار الاسد ملاتړ کوي او ترکیې چې د یاغیانو ملاتړ کوي لهخوا پر مخ بیول کېږي. Читать дальше...
کرملین وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دوه ورځني رسمي سفر د سې شنبې په ورځ مسکو ته رسېدلی دی. د کرملین د رسنیو ادارې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د امام علي رحمان خبرې په دوه اړخېزو اړیکو او په سیاسي، تجارتي، اقتصادي، کلتوري او بشري برخو کې د دوه اړخېزو ګټورو همکاریو د پراختیا سره په تړلو مهمو مسئلو متمرکزې وي. روسي چارواکي وايي، دواړه خواوې به پر مهمو سیمهییزو مسئلو هم نظرونه تبادله کړي. تمه کېږي چې رحمان او پوتین به په مسکو کې د دې خبرو پر مهال یو شمېر اسناد هم لاسلیک کړي. Читать дальше...