ټول افغان ولس سوله غواړي: ولسمشر غني
د جرګې امنیت لپاره په کابل کې یوه اوونۍ عمومي چوټي اعلان شوې او ځای پر ځای امنیتي پوستي جوړې شوې دي چې د ځېنو خلکو
د جرګې امنیت لپاره په کابل کې یوه اوونۍ عمومي چوټي اعلان شوې او ځای پر ځای امنیتي پوستي جوړې شوې دي چې د ځېنو خلکو
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی. د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی. د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي. ټاکل شوې په راتلونکو څلورو ورځو کې د جرګې ګډون کوونکي په لسګونه کاري کمېټو کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان حکومت ته مشوره ورکړي. د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل به نن د يوې سيمهييزې سرمشريزې کوربانه وي. په برلين کې د دې سرمشريزې يو هدف د صربيا او کاسوو ترمنځ د ډيالوګ بيا پيلول دي. د فرانسې جمهوري رياست پرون په يوه اعلاميه کې وويل: دغه غونډه د سيمې پر ثبات، په ځانګړي ډول د صربيا او کاسوو ترمنځ د ديالوګ پر بياپيلېدو تمرکز کوي. د صربيا او کاسوو ترمنځ د اروپايي ټولنې په منځګړيتوب خبرې وروسته له هغې په ټپه ودرېدې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد د احتمالي بدلون راپورونه له پراخو انتقادونو سره مخامخ شول. Читать дальше...
بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې او د ...
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، پاکستاني پوځ يې د ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن تار غځولی دی.
د افغانستان له ټولو ولایتونو نږدې درې زره مشران، دیني عالمان او مخور خلک پهدې جرګه کې د ګډون لپاره ټاکل شوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، ډاډه نهدی چې له انتخاباتو مخکې سوله وشي. هغه پرون د یکشنبې په ورځ دا خبره د طلوع نیوز په یوه ټلوېزیوني بحث کې وکړه: "ارزښت ورکوو چې اول د سولې مسئله له انتخاباتو مخکې حل شي. د دې لپاره چې ډاډه نه یو دا کار حتمي کیدای شي، د انتخاباتو لپاره دې هم چمتووالی ونیول شي." د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي پخوا هیله ښودلې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې به له طالبانو سره سوله وشي. ښاغلي خلیلزاد وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې... Читать дальше...
په سریلانکا کې مسلمانې ښځې د مخ د پټولو له حجاب منع شوې. دا بیړنی قانون چې پرون د یکشنبې په ورځ د سریلانکا د ولسمشر مایتریپالا سیریسنا لهخوا لاسلیک او نافذ شو په سریلانکا کې د مخ هر ډول پټول منع ګرځوي. دا قانون په سریلانکا کې د تېرې اوونې د خونړيو بریدونو څخه وروسته پلي کېږي. اسلامي دولت ډلې یا داعش د سریلانکا د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخېستی. د تېرې اوونۍ په یکشنبې باندې د سریلانکا په پلازمینه کلمبو او ځینو نورو سیمو په هوټلونو او کلیساو لږ تر لږه اته درنې چاودنې وشوې چې پهکې څه باندې ۲۵۰ کسان ووژل شول او له ۵۰۰ زیات نور ټپیان شول. Читать дальше...
په ایران کې د بشري حقونو مدافع زنداني مېرمن نرګس محمدي بیړنیو عملیاتو ته اړتیا لري. دا خبره پرون د یکشنبې په ورځ د نرګس محمدي وکیل محمود بهزادي ایرنا خبري اژانس ته کړې. نرګس محمدي د شنبې په ورځ روغتون ته وړل شوې وه او اوس ویل کېږي چې د سختې نسايي ستونزې په خاطر عاجلو عملیاتو ته اړتیا لري. نرګس له روغتونه ایوین زندان ته انتقال شوې او معلومه نهده چې د عملیاتو اجازه به ورکړل شي که نه؟ نرګس محمدي په ایران کې د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز پخوانۍ مشره وه. دا مرکز په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سولې... Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي، شمالي کوریا ته هغه دوه میلیونه ډالره هېڅکله نه وو ورکړل شوي چې د یوه زنداني امریکايي محصل د روغتیايي مصارفو د پوښښ لپاره یې ژمنه شوې وه. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون داسې وخت د وارمبیر د روغتیايي خدمتونو د پوښښ لپاره د پیسو د نه رسېدو خبره وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په یوه ټویټ کې انکار وکړ چې دا پیسې شمالي کوریا ته ورکړل شوي وي. ۲۲ کلن اوتو وارمبیر چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په شمالي کوریا کې د یوه تبلیغاتي پوسټر د غلا په تور بندي... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي چې ښايي د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه ووځي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې لا هم د افغان سولې لپاره سیمهییزه...