البغدادي په یوه تازه وېډيو کې: د لوېدیځ په وړاندې اوږده جګړه ده، غچ اخلم
د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش مشر په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په یوه وېډيو کې راڅرګند شوی دی. یاده وېډیو چې ...
د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش مشر په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په یوه وېډيو کې راڅرګند شوی دی. یاده وېډیو چې ...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان بندر کې په درملو بار موټرې درول شوې دي. نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل، دغه موټرې د قاچاقي او بېکیفیته درملو د وارداتو په تور درول شوې دي. دی زیاتوي: "دا درمل د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دي، زموږ سوداګر یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، یوه جدي ستونزه دا ده چې دلته لابراتوار نهلرو، مالونه نهارزول کېږي او زموږ روغتیايي سکټور اغېزمن شوی دی." نوموړي وویل چې په دې کې شک نهشته چې بېکیفیته... Читать дальше...
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشورتي لوېې جرګې د لومړۍ ورځې په ناسته کې د ملي ټلوېزیون د خپرونو په بګراونډ کې...
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګیوتریش د چین له ولسمشر شي ژین پینګ سره په تازه ملاقات کې د ایغور اقلیتونو د صورتحال په اړه خبري کړي دي او د بشري حقونو د احترام غوښتنه یې ترې کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه په داسې حال کې چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو هرکلی کوي، وايي چې حکومت باید د دا شان غونډو له جوړولو او ورته د تدابیرو تر نیولو دمخه د خلکو ورځنیو ستونزو او وړتیاوو په اړه هم فکر وکړي. د دغې خونې ویاند توفیق داوري نن ازادي راډیو ته وویل چې یوه اوونۍ رخصتي او د کابل د بازارونو تړل کېدو خصوصي سکټور او د دغه ښار اوسېدونکو ته لوی تاون اړولی دی. ده وویل: "د دې تر څنګ چې سوله یوه مهمه او حیاتي موضوع ده، خو د اړتیا وړ توکو ته د خلکو د لاسرسي موضوع هم مهمه... Читать дальше...
د راپور له مخې، دا کب نیوونکي ځکه نيول شوي چې پاکستان وايي، په غير قانوني توګه یې د دې هېواد په...
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې په کابل کې د غونډو نتايج به له اسلام اباد او دوحې سره شریک کړي. ښاغلي خليلزاد پرون ماښام لیکلي چې د دې موضوع په ګډون چې څه ډول ژرترژره د بین الافغاني خبرو زمینه رامنځته کېدای شي، د افغانستان د سولې له پروسې سره اړوندو بېلابېلو مسايلو په اړه یې په کابل کې بحثونه کړي. ده د همدې اوونۍ پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ځوانو مشرانو په ګډون له یو شمېر نورو څېرو سره وکتل. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام باغ بالا ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې باغ بالا ...
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۲ تنه وسله وال چې قوماندانان یې هم پکې دي، وژل شوي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي، ځانګړو ځواکونو دا عملیات تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې وکړل چې په ترڅ کې یې د داعش څلور مرکزونه ویجاړ کړل او له دې ډلې سره د اړیکو په تور یې دوه مشکوک کسان هم ونیول. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اویغور اقلیت مسلمانانو د وضعیت په اړه د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره په خپله یوه وروستۍ کتنه کې بحث کړی دی. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریچ پرون وویل، ښاغلي ګوترش له ولسمشر شي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې بشري حقونه حتی د ترورېزم او افراطیت پرضد د مبارزې پرمهال هم په بشپړ ډول باید مراعات شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې په ورځ د اپرېل په ۲۶مه په پېکنګ کې له ولسمشر شي سره وکتل. دویاریچ وویل چې د دوی خبرې ډېرې سپینې، خو دوستانه وې. دا څرګندونې لنډه... Читать дальше...
د جاپان امپراتور اکي هيټو هغه مراسم پیل کړي دي چې له کاره د ده د ګوښه کېدو پیل بلل کېږي. اکي هیټو نن د اپرېل په ۳۰مه د کاشيکو دوکورو په نوم لوی معبد ته ولاړ، څو له کاره د خپلې استعفا په اړه د مذهبي مراسمو لومړی پړاو پرځای کړي. دا مراسم نن نیمه شپه وروسته له هغه بشپړېږي چې د اکي هیټو زوی ولیعهد نارو هیټو د جاپان د نوي امپراتور په توګه معرفي شي. ۵۹ کلن ناروهیټو ۱۲۶م واکمن دی چې د جاپان د امپراتورۍ پر ځانګړي تخت کېني. جاپان د نړۍ تر ټولو لرغونی سلطنتي نظام لري. تمه ده چې د استعفا د مراسمو بل پړاو نن مازیګر مهال په امپېریل ماڼۍ کې جوړ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مې په څلورمه نېټه اروپا ته سفر پیلوي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په دې اړه د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته داسي وويل: "افغان کرکټ ملي لوبغاړي به د مې په څلورمه نېټه له کابله د اروپا پر لور سفر وکړي، هلته به له سکاټلنډ او ایرلنډ سره لوبې ولري چې د مې په اتمه او لسمه نېټه به له سکاټلنډ سره لوبې او په نولسمه او یوويشتمه نېټه به له ایرلنډ سره لوبې وکړي." دا سفر وروسته له هغه دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر څلرويشت ورځني سفر وروسته د شنبې په ورځ بېرته هېواد ته ستنه شوه. Читать дальше...
په مقاله کې وړاندې راغلي چې د ملي وحدت حکومت شریک اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې لویه مشورتي...
د امريکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) په نوي راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د چين او روسیې تر څنګ په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ د تر ټولو لویو سرغړوونکو هېوادونو په فهرست کې د پاکستان، ايران، ازبکستان او تاجکستان نومونه هم شامل کړي. په راپور کې د هغو هېوادونو په لېست کې چې مذهبي ازادي پکې محدوده ده، د افغانستان نوم هم یاد شوی دی. راپور وايي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ترورېستي ډلو د مذهبي اقلیتونو امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی. افغانستان له ۲۰۰۶ میلادي کال راهيسې... Читать дальше...
د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش مشر په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په یوه ويډيو کې څرګند شوی دی. یاده ويډیو چې د دوشنبې په ورځ د داعش پر ویبپاڼه خپره شوه، ابو بکر البغدادي ښکاروي. په ويډیو کې درې مول وهلي نارینه هم ښکاري چې د ده خبرو ته يې غوږ نیولی دی. بغدادي ورو خبرې کوي او وايي چې داعش ډله به د دې ډلې د جګړه مارانو د وژل کېدو غچ واخلي. دی وايي چې د ده د ډلې عمليات د لوېديځ پر وړاندې یوه اوږده جګړه ده. دا څرګنده نه ده چې دا د اتلسو دقیقو اوږده ويډيو چېرته جوړه شوې ده. د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه د بغدادي په لټه کې دي. Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ايراني چارواکو دوه ځوانان په دُرو وهلي او په پټه یې د دې هېواد په جنوب کې اعدام کړي دي. ويل شوي چې دا کسان ۱۷کلن وو. د بخښنې نړیوال سازمان ويلي، مهدي سهرابي فر او امین صداقت د اپرېل په پنځه ويشتمه د فارس ولایت د مرکز شیراز ښار په عادل اباد کې اعدام شوي دي. ویل شوي چې دا دوه کسان په پنځلس کلنۍ کې د جنسي تېري په تور مجرم پېژندل شوي وو، خو د بشري حقونو نړیوالو ادارو ویلي چې دوی په غیر منصفانه توګه محاکمه شوي وو. د بخښنې نړيوال سازمان د منځني ختيځ او شمالي افریقا مسؤل فليپ لوتر پرون په يوه اعلاميه کې وويل... Читать дальше...
د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د پاکستان پوځ باید د هغو تورونو په اړه شواهد وړاندي کړي...
د ارزګان او میدان وردګ ولایتونو سیمه ییز امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې په دغو ولایتونو کې په تېره یوه...