افغان حکومت په فاریاب کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا کوي. د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال په ګرزیوان ولسوالي کې د دېرشو طالبانو د زخمي کېدو خبر هم ورکړی دی. د دې عملیاتو پرمهال د افغان ځواکونو یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه د دې ادعاو په اړه څه نه دې ویلي.