روحاني: د فارس خلیج د امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نهلرو
د ایران ولسمشر وایي، د فارس خلیج د امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نهشته. حسن روحاني پرون د خپل هېواد د کابینې غونډې ته په تهران کې وویل: "د فارس خلیج د سیمې د امنیت لپاره، همداراز د هرمز تنګي او د عمان خلیج د اوبو د امنیت لپاره بهرنیو پوځیانو او ځواکونو ته ضرورت نهلرو." روحاني په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د امریکا په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د فارس خلیج د اوبو د امنیت لپاره جوړ شوی دی. د فارس خلیج او هرمز تنګي امنیت ته چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل پرې تېرېږي، وروسته تر دې اندېښنې... Читать дальше...