د امریکا په تکزاس کې لږترلږه ۵ تنه په ډزو وژل شوي
د امریکا په تکزاس کې لږترلږه ۵ تنه په ډزو وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي. د تکزاس ایالتي چارواکي وايي، پر خلکو ډزې د اودیسا ښار په یوه سینما کې وشوې. د میډلنډ ښاروال وايي، حمله کوونکی د سینما په انتظارخونه کې وویشتل شول. پولیس وايي، حمله کوونکی شااوخوا ۳۰ کلن او سپین پوستی دی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې پېښه چټک غبرګون وښود او پر خپله ټوېټرپاڼه یې ولیکل چې لوی څارنوال د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي.