چارواکي: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط کړی
د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. د کندوز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته له څو لورو پر دې ولسوالۍ حملې پیل کړې چې په نتیجه کې یې دې ولسوالۍ سقوط وکړ. د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د دې لپاره چې ملکیانو او دولتي پرسول ته مرګ ژوبله وانه وړي، له دې ولسوالۍ وتلي او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې وسله والو یې تېره... Читать дальше...