د غزني په مقر کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه پوستي موټربم برید شوى
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه پوستي موټربم برید شوى دى. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېره شپه وسله والو طالبانو د ټونس ډوله موټر په واسطه د پاڅون والو پوستې د یوې برخې ترڅنګ چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې څلور تنه پاڅونوال ټپیان شوي دي. بل خوا د کاپيسا ولايت چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو په نجراب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه پوسته حمله کړې ده. د نجراب امنيه قوماندان حبيب الله اندرابي نن ازادي راډيو ته... Читать дальше...