که مولانا ونیول شو د ازادۍ مارچ رهبري به کوم: اسفندیار
مولانا فضل رحمان وویل، د عمران خان د حکومت د ناکامو پالیسیو له وجې له نورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.
مولانا فضل رحمان وویل، د عمران خان د حکومت د ناکامو پالیسیو له وجې له نورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.
د انګلستان د فوټبال لوبډله پرون د اکټوبر په ۱۴مه په بلغاریا کې له توکمیز تبعیض سره مخامخ شوه، یو شمېر خلکو ښکنځل ورته وکړل او د بیزوګانو نارې یې ورووهلې، خو له دې سرهیې هم لوبه وګټله. مسابقه دوه واره وځنډول شوه او ریفري خبرداری ورکړ چې که خلک کرار نهشول، لغو بهیې کړي. د انګلستان لوبډله د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره د غوراوي په مسابقو کې برخه لري. دا مسابقې په بلغاریا کې روانې دي. د انګلستان لوبډلې پرونۍ سیالي په شپږو ګولونو د صفر په مقابل کې وګټله. د اروپا د فوټبال د اتلولۍ مسابقې کال ته کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د کوچنیانو خوارځواکي او د خوراکي موادو قحطي د شدیدې اندېښنې وړ بللې دي. له کوچنیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې، یونېسف نن د اکټوبر په ۱۵مه په یوه راپور کې ویلي چې هر کال په افغانستان کې دوه میلیونه تر پنځه کلن کمر عمره نجونې او هلکان د سم خوراک د نشتوالي له امله مناسبه وده نهشي کولائ. شپږ لکه کوچنیان له شدید خوارځواکۍ څخه کړېږي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د څېړنو پر اساس موندلې چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو د کم عمره کوچنیانو... Читать дальше...
روسي فلم جوړوونکي او د تیاتر ډایرکټر، کرېل سریبرینیکوف د فرانسې تر ټولو معتبره جایزه وګټله. پر کرېل د روسیې حکومت د اختلاس او مالي فساد تور لګولی دی. هغه ته په روسیه کې د فرانسې د سفیر، سلفي بيرمن په کور کې [Legion of Honor] جایزه ورکړل شوه. کرېل سریبرینیکوف د روسیې په فرهنګي کړیو کې یو مهم سړی دی. هغه له روسیې بهر، په ځانګړي ډول د فرانسې له فلم جوړوونکو او د تیاتر له نندارتونونو سره د کار کولو لپاره شهرت لري.
د سرمقالي د لیکوال په خبره، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د میزان د شپږمې په ټاکنو کې هم مخکښه دي چې دغه چاره د ټاکنو دوهم پړاو ته د تللو امکان زیاتوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې سوریه کې خپل پوځي عملیات بیړني ډول ودروي. د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي چې د امریکا ولسمشر د ټېلفون له لارې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دی. ښاغلي پنس ویلي، ښاغلي ټرمپ په شدید لحن له اردوغان سره خبرې وکړې. د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز وايي چې د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو منځګړیتوب لپاره به ډېر ژر سیمې ته سفر وکړي. وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري به چې د سوریې له شمال څخه وځي، په منځني ختیځ کې پاتې شي ترڅو د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي. Читать дальше...
د اتریش پولیسو د افغانستان یو تبعه په دې تور نیولی چې یو کس یې وژلی او د لینز ښار د پناه غوښتونکو کمپ یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی. پولیسو ویلي، تورن کس د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) د چک پولې ته څېرمه د وولوویتز سیمه کې چاقو په لاس د پناه غوښتونکو پر یوه کمپ حمله وکړه او یو کس یې ټپي کړ. وروسته پر سایکل له سیمې وتښتېد او د یوه بل کس تر وژلو وروسته یې د هغه موټر له ځان سره یووړ. پولیسو د دغې پېښې د علت په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې اروپایې پارلمان ته ویلي چې کیف د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د ختمیدو په لټه کې دی، خو نه په هره بیه. وادیم پریستایکو د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) د یاد پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې خپل قانون د روسیې په خوښه نه بدلوي. د همدې ورځي په لومړیو کې نوموړي په یوې مرکې کې ویلي وو، که کیف او د اوکرایین په ختیځ کې مسکو پلوه بیتون پال وکولی شي اوربند وساتي، د نومبر په نیمایي کې به د سولي خبرې وشي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم... Читать дальше...
په پولنډ کې د یکشنبې د ورځې د عمومي انتخاباتو رسمي نتایج ښيي چې په داغه هېواد کې د قانون او انصاف په نوم واکمن نشنلست ګوند په ۴۴ سلنه رایو دا انتخابات ګټلي دي. د مدني ایتلاف په نوم د پولنډ د اپوزیسون لویه منځپالې ډله د شمېرل شویو رایو پر بنسټ په دویم مقام کې ده او ۲۷ سلنه رایې یې ګټلې دي. ددې ایتلاف لوی ګوند د مدني پلاټفورم په نوم سوداګري پلوه اپوزیسون ګوند دی چې له ۲۰۰۷ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۵ پورېیې پر پولنډ حکومت وکړ. په دریېم ځای کین اړخې ټلواله ده چې په سلو کې تر ۱۲ زیاتې رایې یې خپلې کړي دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هغه ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري چې د سوریې له شمالي سیمې وځي، په منځني ختیځ کې پاتې کېږي، ترڅو د داعش اورپکو د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.
د سوریې د کرد ملېشو مشران وایي، له دمشق سره یې معامله د دې لپاره کړې چې د دغه هېواد په شمال کې د ترکیې د پوځي یرغل مخه ونیسي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش اورپکو د یوه مهم سرګروپ د نیول کېدو خبر ورکوي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه سرګروپ ابراهیم نومیږي او تېره ورځ د ځانګړو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی. اعلامیه زیاتوي ابراهیم په ګڼو تروریستي بریدونو او تخریبي اعمالو کې لاس درلود. د دولتي چارواکو په خبره له نوموړي وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. په تېرو څو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی. د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې داعش او طالبان دواړه فعالیت لري.
روسیه وایې په روانه اونۍ کې به د درې ورځنيو پوځي تمریناتو په ترڅ کې خپل ستراتیژیک توغندویي ځواک وازمایې. په دې کې به بالستیک او کروز توغندي شامل وي چې له ځمکې، اوبو او هوا څخه به وتوغول شي. د روسیې دفاع وزارت د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۱۹ تندر په نوم تمرینات به د اکټوبر له ۱۵مې تر ۱۷مې ترسره شي او شااوخوا ۱۲زره پوځي پرسونل، جنګي کښتۍ، اوبتلې او د ستراتیژیکو اټومي بم غورځونکو په ګډون الوتکي به پکي شاملې وي. مسکو ویلي دغه پوځي تطبیقات د روسیې د قوماندې د جوړښت... Читать дальше...
د هالنډ محکمې یو ۲۰ کلن افغان په ۲۶ کاله او ۸ میاشتو زندان محکوم کړ. نوموړي د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۳۱مه د هالنډ په امستردام ښار کې پر دوو امریکایې سیلانیانو د چړې ګوزارونه وکړل چې وروسته د پولیسو له لوري ټپي او ونیول شو. برید کوونکی چې جاوید اِس نومول شوی، پرون دوشنبه (اکټوبر ۱۴مه) د امستردام د محکمې له لوري د برید پر مهال د زیانونو د اړولو له کبله د ۳ میلیونه یورو په ورکولو هم محکوم شو. د قاضیانو په خبره جاوید اِس په محکمه کې هیڅ ډول پښیماني ونه ښوده او په تکرار یې وویل، که یې مذهب ته سپکاوی وشي، بل وار به بیا هم ورته کار وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د فاع وزارت وایې، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې نه، بلکې د طالبانو د راکټي برید له امله اوښتې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د یکشنبه په ماښام طالبان په هوایې برید کې په نښه کړل. "د دغه برید په نتیجه کې ۳ طالبان ووژل شول، خو تر برید وروسته طالبانو راکټي حمله وکړه او په سیمه کې له دولتي سرتېرو سره په جګړه شول چې د طالبانو د راکټي برید په نتیجه کې ملکي وګړو ته زیان ورسید." د ښاغلي امان... Читать дальше...
غري ورځپاڼو د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پيلېدو پر احتمال تبصرې کړې دي.
روسیې او سعودي عربستان په خپلو کې د اړیکو پراخولو په هدف د څو میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، مرکزي سیستم ته د رأی اچونې څه باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بیومټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ شي. دغه کمیسیون تردې مهاله د ۲۲ زره ۵۸۸ محلونو معلومات انتقال کړي دي.