د کندهار پولیسو څه د پاسه ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول
د کندهار ولایت پولیسو څه د پاسه (۱۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښار په درېیمه او دیارلسمه ناحیه کې (۱۴) کیلو ګرامه چرس، نږدې یو کیلو ګرام تاریاک او درې سوه ګرامه هیروئین ونیول شول. د دې موادو د خرڅلاو په تور یو کس هم نیول شوی او بيا له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ته سپارل شوی دی.