Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2020

Новости за 23.03.2020

Mashaalradio.com 

د پېښور تړلي بازارونه

د کورونا وايرس خورېدو مخنيوي لپاره حکومت د پېښور بازارونه بند کړي دي. دلته ډېر خلک نه ښکاري خو کوم چې راوتلي وو هغوی مشال راډيو سره خبرې کړې دي او له کورونا وايرس د ځان ژغورنې لپاره یې له خلکو څخه په فاصلې ساتلو ټينګار کړی دی. غلام غوث یې حال درته لري.

Mashaalradio.com 

کورونا وايرس او د کوټې تړلي بازارونه

د کورونا وايرس د خورېدو مخنیوي لپاره د بلوچستان حکومت کوټه ښار بند کړی دی. خو حلک بيا هم لارو کوڅو ته راووځي. دلته د تجارانو اتحادیې وياند وايي دوی د حکومت سره په دې کار کې مرسته وکړه او خپل تاوان یې وکړ خو اوس چې ګوري نو خلک د حکومت لارښوونې نه عملي کوي. ايوب ترين په دې اړه ويډيو راپور لري..

Mashaalradio.com 

رازق فهیم، افسر افغان او نورا احساس د شاعرۍ نړيوالې ورځې مېلمانه

د مارچ ۲۱مه نېټه د شاعرۍ نړيواله ورځ وه. ددې ورځ لمانځلو هدف د شاعرۍ له لارې د ژبني تنوع او ځانګړتياوو او له نابودۍ سره د مخامخ ژبو په ژغورلو کې مرسته کول دي. ددې ورځ په مناسبت مشال راډيو پښتو شاعرانو رازق فهیم، افسر افغان او نورا احساس سره يو بحث جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې نن د کرونا ویروس ۷۱ نوې پېښې ثبت شوې

روسیې نن د مارچ ۲۳مه په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۷۱ نوې پېښې ثبت کړې. په دې سره په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۸ تنو ته ورسېد. دا خبر داسې مهال خپور شو چې روسیې پر نړیوالو الوتنو بندیز لاپراخ کړ. د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین نن وویل چې حکومت‌یې له وزارتونو، ادارو او سیمو څخه شمېرې څاري او د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي. د روسیې دولتي اژانس روساویا وویل، د دغو نویو اقداماتو له مخې به د روسیې هوایي شرکتونه یوازې د مسکو له هوایي ډګر څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مونته‌نګرو کې د کرونا ویروس له امله لومړنۍ مړینه

مونته‌نګرو ​په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د لومړنۍ مړینې خبر ورکړ. د دې هېواد یو ۶۵ کلن سړي په یوه روغتون کې د کرونا ویروس له کبله ساه ورکړه. د مونته‌نګرو د روغتیایي مرکز مشر "Jevto Erakovic" پرون ویلي وو چې دغه کس د سږو له سختې ناروغۍ کړېده چې دغه روغتون ته یوه ورځ وړاندي وروستل شو. په دې اروپایي هېواد کې که څه هم حکومت پولې تړلې دي، عامه ټرانسپورټ‌یې بند کړی او ښوونځي او رستورانتونه‌یې تړلي، خو د کرونا ویروس د ۲۲ پېښو راپور ورکړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې ۱۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په شمال ختیځ کې د پامیر قول اردو چارواکي وایي په بدخشان ولایت کې ۱۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه قول اردو په یوې خبرپاڼه کې نن راغلي چې وسله‌والو طالبانو پرون پر نُسي ولسوالۍ حمله وکړه چې له متقابل ځواب سره مخامخ شول. په خبرپاڼه کې راغلي چې په متقابلو نښتو کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا چاودنه له دوی سره تړاو نه‌لري.

Pa.azadiradio.com 

ایران بیا د امریکا د بشري مرستو وړاندیز رد کړ

ایران یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو هغه وړاندیز رد کړ چې دغه هېواد ته‌یې د بشري مرستو په اړه کړی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي که واشنګټن غواړي له ایران سره د کرونا ویروس په مبارزه کې مرسته وکړي، نو پر تهران دې لګېدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.  ښاغلي روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل: "امریکایي مشران درواغ وایي، که دوی غواړي له ایران سره مرسته وکړي، ټول هغه څه چې کولای یې شي د بندیزونو لیرې کول دي، هغه مهال موږ کولای شو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مبارزه وکړو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

دوکۍ؛ د کور نړېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې د باران له وجې د یو کور نړېدوپه پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او یو ژوبل دی. د دوکۍ ډپټي کمشنر قربان علي مګسي د مارچ پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل، په هوسړي سیمه کې د یو کور د کوټې نړېدو په دې پېښه کې په وژل شویو کې دوې ښځېې او درې ماشومان دي. قربان مګسي زياتوي، د پیښې ځای ته په سمدستي توګه لیويز ځواک او ځايي خلک ورسېدلي او یو تن یې په ژوبل حالت کې له ملبې را وایستلی چې هسپتال ته رسول شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د بم چاودنې یو کس وژلی

په پکتیا کې موټرسایکل بم چاودنې یو کس وژلی او دوه نور ټپیان کړي. نن د دوشنبې په ورځ د غرمې په ۱۱:۳۰ دقیقو د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا پوهنتون په دروازه کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه چې له امله‌یې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف‌الله کامران د پېښې په ځای کې ازادي را‌ډیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و چې له‌امله‌یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی. د ده په وینا په پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی. د پېښې له امله د شااوخوا لوړ پوړیزو ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'د افغانستان مسایلو په اړه د ایران وروستی نظر سطحي دی'

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې تمه نه‌کېده چې ایران دې د افغانستان د مسایلو او قضایاو په اړه سطحي نظر ولري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي: "د ایران او افغانستان اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دواړه هېوادونه زیات تاریخي، دیني او فرهنګي مشترکات لري." د ایران د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ټاکنو له امله له رامنځته شویو اختلافاتو نه د خطر احساس کوي. په اعلامیه کې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښايي په توکیو کې د دوبي المپیک لوبې وځنډول شي

د جاپان صدراعظم شینزو ابې په توکیو کې د دوبي المپیک لوبو د ځنډېدو د احتمال په اړه خبرې کړې دي. نوموړي له دې لوبو د کاناډا وتلو ته په اشارې لیکلي دي چې که دغه لوبې په بشپړ ډول‌یې ترسره نه‌شي، نو ښایي وبه‌ځنډول شي. کاناډا لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله‌یې په دې لوبو کې د نه‌ګډون خبره کړې ده. استرالیا هم خپلو لوبغاړو ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کېدونکو المپیک لوبو ته چمتووالی ونیسي. د جاپان صدراعظم د دې هېواد پارلمان ته نن وویل چې لا هم د دغو لوبو په بشپړ ډول ترسره کېدو ته ژمن دی، خو وایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عامې روغتیا وزارت: ځیني کسان نه‌غواړي هرات قرنطین شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په راتلونکو اوونیو کې د کرونا ویروس د زیاتېدو خبرداری ورکوي او وايي، که چېرې دا مسئله جدې ونه‌نیول شي لوی بشري ناورین به رامنځته کړي. دغه وزارت په خلکو انتقاد کوي چې د دوی روغتیايي لارښوونې په پام کې نه‌نیسي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یو شمېر کسان نه‌غواړي په هرات کې قرنطین عملي شي. هغه زیاته کړه: "کله چې د افغانستان د روغتیا وزیر وړاندیز کوي چې په هرات کې دې د هند په څېر چې هره ورځ ۱۴ ساعته ګرځ‌بندیز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن کابل ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن دوشنبه کابل ته ورسېد. د نوموړي دا بېړنی سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون د چارو د پر مخ وړلو هڅه بلل شوې ده. له هغه راهیسې چې دا تړون تېره میاشت لاسلیک شوی په افغانستان کې د ولسمشرۍ پر سر راپورته شوې سیاسي لانجې د دې لامل شوي چې د سولې چارې ټکنۍ شي. تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې وضعیت د ختمولو په برخه کې هڅه وکړي. په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې د تل‌پاتي ثبات د راوستلو په برخه کې ډېرې مهمې بولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله ۶ تنه مړه شوي

په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله ۶ تنه مړه شوي دي. په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۹۹ ته رسېدلی، خو له ډلې بیا ۶ تنه مړه شوي دي. پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکي، وروستۍ مړینه په بلوچستان کې ثبت شوې ده. په پاکستان کې سند ایالت کرونا ډېر ځپلی او تر اوسه په‌کې ۳۵۲ کسان په دې ویروس ککړ شوي دي. پنجاب کې ۲۲۵، بلوچستان کې ۱۰۸، ګلګت بلتستان کې ۷۱، خېبر پښتونخوا کې ۳۱، اسلام‌اباد او کشمیر کې بیا ۱-۱ تن په دې ویروس اخته دي. خو خېبر پښتونخوا کې بیا... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *