Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2020

Новости за 27.03.2020

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم په کرونا ویروس اخته شوی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون نن د مارچ په ۲۷مه، وویل چې په کرونا ویروس اخته شوی دی. بورېس جانسون دا خبر پر ټویټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ویروس نښې کمزورې دي، حکومتي چارو ته به دوام ورکوي، خو ځان‌یې له خلکو جلا کړی دی. بورېس جانسون ویلي: "د کرونا ویروس کمزورې نښې مې په ځان کې احساس کړې او د روغتیايي مسؤل په مشوره مې ځان معاینه کړ او د معاینې نتیجه مثبته وه، له دې کبله به له کوره کار کوم او له نورو ځان لیرې ساتم." د بریتانیا د رسمي شمېرو پر اساس چې پرون خپرې شوې، ۳۲۷۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۴ تنه نور کسان هم مړه شول

په ایران کې چارواکو نن د مارچ په ۲۷مه، د کرونا ویروس له امله د نورو ۱۴۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۴۰۰ ته لوړ شو. د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن دا شمېرې اعلان کړې دي. هغه ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ زره او ۳۳۲ ته لوړ شوی دی. ایران، چین، ایټالیا، اسپانیا او امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې کرونا ویروس سخت ځپلي دي.

Pa.azadiradio.com 

هند کام ایر هوايي شرکت ته د افغان مسافرو د لېږدولو اجازه ورکړه

د هند حکومت کام ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړه چې په پنځو پروازونو کې افغان مسافر له هنده کابل ته ولېږدوي. د افغانستان د ملکي هوایي چلند د هوايي ټرافیک د ادارې مشر غلام معصوم معصومي نن د مارچ په ۲۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې کام ایر به په پنځو ورځو کې نږدې ۲۰۰۰ کسان له نوې ډېلي کابل ته ورسوي. د کام ایر شرکت پر فېس‌بوک پاڼه خلکو ته لیکل شوي چې که‌یې د پرواز ټکټونه اخیستي وي، سبا، د مارچ په ۳۰مه (دوشنبه)، د اپرېل په درېیمه او او د اپرېل په پنځمه د نوې ډېلي په مالوي نګر، لاجپت نګر او بهوګل په سیمو کې راغونډ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې رسټورانتونه او چای‌خانې وتړل شوې

د روسیې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن د مارچ په ۲۷مه، ټول رسټورانتونه او چای‌خانې بندې کړې. په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۶ ته رسېدلی دی. په روسیه کې له دې امله د درېیم وګړي د مرګ خبر هم تأیید شوی دی. د روسیې صدراعظم، همداراز په ټول هېواد کې د هغو ادارو فعالیت بند کړی چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کاروبار کوي. دا فرمان به له سبا عملي کېږي. په روسیه کې همداراز د تفرېح او سیاحت لپاره ځانګړي ځایونه بند شوي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې له سبا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب پلاوی له کوم ځای نه کابل ته راځي؟

د وسله‌والو طالبانو ۱۵ کسیز پلاوی به سبا شنبه د مارچ ۲۸مه، له کندهار او ځیني نورو ولایتونو کابل ته ورسېږي. دا خبر د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د ازادي راډیو خبریال ته ورکړی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا تأیید کړې چې د وسله‌والو طالبانو ۱۰۰ بندیان به د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول د سې شنبې تر ورځې له زندانه خوشې شي. په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې پلاوی یې د جمعې په ورځ کابل ته ځي او د بګرام له زندانه به د خپلو بندیانو د خوشې کېدو تصدیق کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د افغان طالبانو پلاوی کابل ته سفر کوي

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين وايي چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یواځې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت شورا: د طالبانو پلاوی نن کابل ته نه‌راځي

د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر رد کړ. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د مارچ په ۲۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې نن د طالبانو پلاوی کابل ته نه‌راځي. فیصل دا لنډ خبر پر "وټس‌اپ" ازادي راډیو ته استولی او په دې اړه‌يې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام ازادي راډیو ته ویلي و چې یو پلاوی به‌یې نن کابل ته ولاړ شي. شاهین ویلي و چې دا پلاوی به د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو خبر د تأیید لپاره بګرام ته ځي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اسد قیصر: د کورونا مخنیوي لپاره شریک کار پکار دی

اسد قيصر د مارچ په ۲۷مه،‌ مشال راډيو ته وويل چې څو ورځي مخکې یې غونډه بللي وه چې ورته وزيراعظم عمران خان وينا وکړه خو اپوزشن مشر شهباز شريف له هغې غونډې واک اوټ وکړ.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار کې د ګرځ‌بندیز طرحه تأیید شوه

د افغانستان حکومت کابینې نن د مارچ په ۲۷مه، په کابل کې د ګرځ‌بندیز طرحه تأیید کړه. په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار وحید عمر نن پر ټویټر ولیکل چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د دې طرحې پر جزئیاتو کار کېږي. وحید عمر لیکلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش به د طرحې په اړه له ولسمشر سره سلا کوي او بیا به عملي کېږي. د طرحې د عملي کولو مسؤلیت یوې ځانګړې کمېټې ته سپارل شوی چې وروسته به جزئیات هم اعلانوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ او پېنګ کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د امریکا او چین ولسمشرانو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې له چینايي لوري شي جین پېنګ سره له نږدې کار کوي او سخت درناوی ورته لري. دواړو نن د مارچ په ۲۷مه، ټیلیفوني خبرې کړې دي، خو تر دې خبرو مخکې، ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې چین لا هم د کرونا ویروس په تړاو شمېرې له نړیوالو پټوي. دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر اوس د چین په پرتله زیات شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او یو شمېر لوړ رتبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د موټرو ټکر ۱ تن وژلی او ۴ ټپیان دي

په بغلان کې د موټرو په ټکر کې یو تن مړ شوی او څلور نور زخیمان شوي دي. پېښه نن د مارچ په ۲۷مه، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې شوې ده. د دوشي ولسوال، صاحبداد غفوري د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله یوه ۴۰۴ بس له یوې سراچې سره ټکر کړی دی. د بغلان او سمنګان پر سړک دوه ورځې مخکې هم د موټرو په ټکر کې درې تنه مړه شول.

Pa.azadiradio.com 

پلوسي له استازو جرګې د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجې تصویب وغوښت

د امریکا کانګرس د استازو مجلس به نن په متحده ایالاتو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د اقتصاد د ښه کولو لپاره ۲،۲ ټریلیون ډالر بودجه تصویب کړي. په کانګرس کې به نن د مارچ په ۲۷مه، په دې اړه رأی‌ګیري وشي او بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي. د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له خپلو همکارانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره‌یې تصویب کړي. له دې ځانګړې بودجې څخه به ۳۶۷ میلیارده ډالر د کوچنیو تجارتونو مالکانو ته ورکړل شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کارخانې تړل شوې دي. همداراز هغو مأمورینو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په نړۍ کې د وبایي ناروغیو تاريخ

د صحت نړيوالې ادارې کورونا وايرس وبا ګرځولی چې په ټوله نړۍ کې یې له وجې تراوسه له ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي دي.‌ دتر دې مخکې هم په نړۍ کې داسي ناروغۍ په وبايي صورت کې مخې ته راغلې وې چې په لویه کچه ترې خلک اغېزمن شوي ول.‌ د هغو ناروغيو د تاريخ په اړه زموږ همکار ګل اياز ځانګړې خپرونه جوړه کړې ده.‌

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې ۳ تنه برمته شوي فرانسویان خوشې شول

د یوې نړیوالې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي په عراق له یرغملو څخه خوشې شول. د فرانسې حکومت تأیید کړې ده چې د دې هېواد درې تنه له خپل عراقي همکار سره وروسته له دوو میاشتو خوشې شوي دي. دغو کسانو په عراق کې له «اېس او اېس» مؤسسې سره کار کاوه. د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون له یرغملو څخه د دې کسانو د خوشې کېدو له امله د عراق له چارواکو مننه وکړه. تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې څه معامله شوې ده چې دا کسان خوشې شوي دي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *