Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 02.05.2020

Mashaalradio.com 

افغان حکومت له ایران سره پر پوله د ځېنو افغانانو د وژنې راپورونه څېړي

د افغانستان په هرات ولايت کې عیني شاهدانو ویلي، تر ۵۰ زیاتو هغو افغانانو چې هڅه یې کوله له هراته په غیرې قانوني لارو ایران ته داخل شي، د ایراني پوله ساتو له خوا درول شوي، نیول شوي او یو شمېر یې اوبو ته غورځول شوي دي.

Mashaalradio.com 

په سوات کې شپږ ښځې د ناموسې وژنو ښکار شوي

په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (اوېکنیګ/پوهاوی) یو مشر شمشېر علي خان وایي یوازې په سوات کې د تېر مارچ او اپرېل په میاشتو د پت په نوم شپږ ښځې وژل شوي دي.

Mashaalradio.com 

د عارف وزیر مړی له پيمز روغتونه وزيرستان ته وړل کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير مړی نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد له پيمز روغتونه د وزيرستان پر لور رهي کړل شو. نوموړی پرون په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و چې نن يې په پيمز روغتون کې ساه ورکړه. پر دې مهال د غورځنګ پلويان او نور قبايلي مشران هم موجود ول.

Pa.azadiradio.com 

د کابل طبي پوهنتون ۴ استادانو د ساه اخیستنې مصنوعي اله جوړه کړې

د نړیوالو ویب پاڼو د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس په خپرېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د دې الې بیه تقریباً ۳۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې پر دغې الې یوازې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راغلی. نور جزییات د شفیع کریمی په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د تلویزیون بې اساسه ادعا: له کووید۱۹ سره د امریکایي ملیاردرارتباط

د روسیې تلویزیون یوه برنامه خپره کړه چې د تیورۍ پر اساس یې دا ادعا وکړه چې ګواکي امریکايي ملیاردر بیل ګېټس د کوروناوایرس په خپرولو کې لاس لري. دا خپرونه د اروپايي اتحادیې له یوه راپور سره هممهاله خپره شوه چې وايي، د روسیې دولتي رسنۍ د عامه افکارو د مغشوشولو په هدف «منظم کمپاین» پیل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

سیګار: افغان هوايي ځواک په تېر جنورۍ، فبرورۍ او مارچ کې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې ویلي چې افغان هوايي ځواک د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې خپلې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړي، د الوت ځواک یې په سلو کې اته کم شوی او الوتنې یې هم راکمې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

سيلابونو سمنګان کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

د سمنګان چارواکي وایي، سیلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوه نیم سوه کورونه ویجاړ کړي او یو تن یې وژلی دی. په سمنګانو کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر صبغت الله سیاس ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښې په روی و دو آب او خرم و سارباغ ولسوالیو کې رامځنته شوي. نوموړي وویل، دا لومړني راپورونه دي او ممکن د زیانونو کچه لوړه وي. په تخار او یو شمېر نورور ولایتونو کې هم د زورورو سیلابونو د راوتو راپورونه ورکول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو ازادول مثبت ګام وبلل شو

د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندز کې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو ازادول، د سولې لپاره د طالبانو یو مثبت ګام یاد کړ. د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له خوا په ۴۶ ازادو شویو کسانو کې ۳۹ یې امنیتي ځواکونه او هغه کسان دي چې حکومت یې طالبانو ته لېست ورکړی و. ښاغلي فیصل هیله څرګنده کړه چې طالبان د سولې لپاره نور ورته ګتور ګامونه هم واخلي. نوموړی وایي، د سولې لپاره اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی هم را کم کړي. د ملي امنیت شورا وایي، طالبان نه باید د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۹ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره په ټول هېواد کې په کویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته ورسېد. د دغو پيښو نژدې نیمایي هغه په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. د ښاغلي مایار په وینا، تراوسه ۳۳۱ کسان له کرونا بېرته روغ شوي دي او څه باندې ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د امرالله صالح دفتر: د ملي یووالي حکومت تجربه نه تکرارېږي

په داسې حال کې چې ارګ او د عبدالله عبدالله ټیم دواړه د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د هڅو خبره کوي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیو دفتر ټینګار کوي، چې واک به پنځوس پنځوس ونه ویشل شي.

Mashaalradio.com 

د بندیانو سپارلو بهیر دې نور هم ګړندی شي: خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د تبادلې بهیر دې ګړندی کړي چې بین‌ الافغاني خبرو او دایمي اوربند ته په چټکۍ لاره هواره شي.

Pa.azadiradio.com 

عارف وزیر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یومخکښ فعال عارف وزیر له اخیستو ټپونو ساه ورکړه. د ده د مرګ خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی. عارف وزیر پرون تر روژه ماتې لږ ساعت مخکې د تره له زوی سره په موټر کې د خپل کلي لور ته روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې. حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او هېڅ ډلې د دې برید مسئولت نه دی منلی. عارف وزیر د اپرېل په ۲۷ مه نېټه له زندانه خوشې شوی و. پولیسو دی د اپرېل په ۱۷مه نېټه په واڼه کې نیولی و... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *