Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 20.05.2020

Mashaalradio.com 

امریکا کې د کوچنیو فلمونو مېله کې د مردان محمد وسیم ډاکومېنټري هم جایزه وړې

محمد وسیم د مختصر دورانیې په خپل فلم کې په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته په جاییداد کې د برخې (وراثت) نه ورکولو موضوع راخېستې ده او د دغې لپاره یې یوه داسې کورنۍ لټولې، چې په ريښتیا د دغه ستونزې سره مخامخ ده. په دغه مقابله کې دوه سوه فلمونه راغلي وو.

Mashaalradio.com 

په سند کې د ګورنر راج وړانديز

په کراچۍ کې د سياسي چارو پوه اختر بلوڅ وايي د پاکستان تحريک انصاف لخوا په سند حکومت نيوکې او هلته د ګورنر راج لګولو د خبرو هدف د پيپلز پارټۍ هغه شهرت ته تاوان رسول دي چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ پرضد د موثره اقداماتو له وجې ورته ترلاسه شوی.

Pa.azadiradio.com 

فېروز: افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې

د افغانستان دعامې روغتیا وزیر وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۹۲ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د وزیر فېروزالدین فېروز له قوله لیکلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې. په دې کې ۹۳۰ تنه بېرته روغ شوي او ۱۸۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي. ښاغلي فېروز په دې اړه په نننیو خبرو کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې له روغتیایې مرکزونو څخه سیاسي استفاده ونه کړي او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه دې ودروي.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي: جوزجان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن وویل چې دغه طالبان د افغان ځواکونو د تیرې شپې په هوایې برید کې وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "د هوایې بریدونو په نتیجه کې ۵ طالبان وژل شوي او قرارګاه یې له ټولو محتویاتو سره له خاورو سره سم شول." ښاغلي رضایې وویل، په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر: د افغانستان د تل پاتې سولې ملاتړ کوو

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې د افغانستان د تل پاتې سولې ملاتړ کوي. علوي نن چهارشنبه وویل چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "زه درک کوم چې په افغانستان کې د امنیت لپاره هڅي کېږي، پاکستان د دغو هڅو ملاتړ کوي." پاکستان تر دې وړاندې په افغانستان کې د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی او افغان چارواکو په وار وار له هغه هېواده د صادقانه همکارۍ غوښتنه کړې خو پاکستان له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ تورونه ردوي. د افغانستان حکومت په تازه څرګندونو کې د بین الافغاني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'د غويي د ۱۳ مې پېښې د څېړنې په هدف ایرانی پلاوی افغانستان ته راځي'

تمه ده د ایران یو ډیپلوماتیک پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې د ثور د ۱۳ نیټې د پېښي په اړه د ګډو څېړنو لپاره افغانستان ته ولاړ شي. افغان چارواکي وايي، ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه یعنې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکي په وهلو او د ټوپک په زور د سیند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړي و. له دې ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ لا درکه دي او ۱۷ نور ژغورل شوي. افغان حکومت د ثور پر ۲۹ خبر ورکړ چې ایران د افغانستان لخوا هغه شواهد او اسناد نه‌دي منلي چې د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صالح: طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته سخت غبرګون ښودلی دی. امرالله صالح نن چهارشنبه په خپل فیسبوک کې ولیکل چې طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري. د طالبان مشر ملا هیبت الله نن چهارشنبه د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کې چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو، له خپلو وسله والو غوښتي چې خپل اهداف په لا جدیت تعقیب کړي، لیکي پیاوړي او اداري جوړښتونه لا منظم کړي. د ملا هبت الله په اوږده اختریز پيغام کې د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کورونا وبا ضد واکسین جوړړل به څومره وخت واخلي؟

کورونا وبا د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی. د نړۍ زياتره هېوادونو د وايرس خپرېدو د مخنيوۍ لپاره احتیاطي تدبيرونه خپل کړي دي. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه هلې ځلې کوي چې د وايرس د مخنيوي واکسين جوړ کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د واکسين د جوړېدو په مختلفو اړخونو رڼا اچول شوې ده. کوربه عبدالحی کاکړ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د اورګاډي خدمات بېرته پیل شوي

پاکستان نن د اورګاډي خدمات په هغه هېواد کې له سره پیل کړل. د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان د اورګاډي ټولې کرښې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي غیرفعاله وې. د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي د پټلۍ ادارې سرپرست ارشاد خټک نن اسوشیتدپرس خبري آژانس ته ویلي چې یوازي په کراچۍ ښار کې شاوخوا دېرش اورګاډي خدمات بېرته پیلوي.  نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مقرراتو رعایت جبري دي. هغه زیاته کړه: "د ټولو مسافرینو او کارکوونکو لپاره به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په وینه کې د کورونا وایرس ضد موادو څېړنې څه ښکاره کولای شي؟

داسې به څومره خلک وي چې د کوويډ-۱۹ښکار شوي خو د ناروغۍ نښې یې نه لرلې. ایا رغېدلي کسان بيا ناجوړېدای شي او که نه؟ که مدافعت لري نو تر کومې؟ دا هغه پوښتنې دي چې څېړونکي یې په چېک جمهوریت، جرمني او ځينو نورو ځایونو کې د ځوابولو هڅه کوي. څېړونکي دا کار د یو سیمې د اوسېدونکو د لويې برخې د وينې د مدافعتي موادو د معاينو له لارې معلومول غواړي. ګل اياز د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې ويډيويي رپورټ پښتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

په مصنوعي لاسونو کې قلم

څلور میاشتې وړاندې ازادۍ راډیو په فاریاب ولایت کې د یوه ۱۴ کلن هلک پر ژوند راپور جوړ کړ چې دواړه لاسه یې د ماین چاودنې په یوه پېښه کې پرې شوي وو. د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د مرستو رسونې دوو بنسټونو له ده سره مرسته وکړه او مصنوعي لاسونه یې ورته جوړ کړل. نور جزئیات په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د خلیل‌زاد سفر او د بین‌الافغاني خبرو ژر پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم درې ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ويلي و چې زلمی خليل‌زاد به کابل ته د سفر پر مهال افغان چارواکو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو د ژر پیل په اړه خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې د کرونا ویروس په خپرېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم شوی

یوې نوې څیړني ښودلې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس اوج ته رسېدو سره په تېره میاشت کې د نړۍ په کچه د کاربن ډای اکسایډ مصرف ۱۷ سلنه راټیټ شوی. ساینسپوهانو په دې څیړنه کې چې پرون سه شنبه خپره شوه ، ویلي چې قرنطین، د کسب او کار بندوالي او په کورنو کې اوسېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم کړی دی. دا څیړنه د طبیعت اقلیمي بدلون ژورنال کې خپره شوې ده. د دغه راپور لیکوال کورین لي کوویر ویلي چې دا موقت او په عین حال کې د پام وړ بدلون له دې کبله رامنځته شوی چې د ترانسپورټ کارول، د انرژۍ سکتور او صنعت او سوداګري... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

"په اختر کې هوايي ډزې مه کوئ"

په اختر او نورو خوشالیو کې ځینې خلک هوايي ډزې کوي چې پکې هرکال د لسګونه خلکو د مرګ، ژوبلې خبرونه خپرېږي. په ژوبلو کې یې ځینې تل تر تله معذوره شي. همداسې یو کس د صوابۍ ۲۲ کلن اکمل خان دی چې اوس په پېښور کې اوسي او په هوايي ډزو کې معذوره شوی دی. دا ویډیو چې لومړی مشال راډیو په ۲۰۱۸ز کال کې خپره کړې وه پکې اکمل خان خپله کیسه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د ځوانانو خیریه فعالیتونه د خلکو په ژوند کې څه تغییر راوستلی شي؟

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي.

Pa.azadiradio.com 

د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د برید په اعتراض راوتلي

د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د تېرې شپې د برید په اړه په اعتراض راوتلي او د قربانیانو مړي د ولایت ودانۍ مخته راوړي دي. تېره شپه د پروان ولایت په خلازایي سیمه کې وسله‌والو پر لمونځ کوونکو برید کړی چې د چارواکو په خبره ۱۰ تنه ملکیان‌یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. د سیمې خلک په پروان ولایت کې د امنیت غوښتنه کوي او له سیمه‌ییزو چارواکو څخه غواړي چې د تېرې شپې د برید عاملین ونیسي. د پروان سیمه‌ییز چارواکي وایي ښایي داعش وسله‌وال په دې پېښه کې لاس ولري، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

زلمی خلیلزاد کابل ته ولاړ

په افغان سوله کې د امريکا ځانګړی استازی نن کابل ته رسېدلی چې پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې درېدلې خبرې پيل کړي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *