Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 21.05.2020

Pa.azadiradio.com 

کرونا ویروس ډېری موبایل کاروونکي له ستونزو سره مخ کړي

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هغه کسان چې موبایلونه‌یې فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکی نرمکالی لري او له دې لارې یې مبایل خلاصېږي له ستونزو سره مخامخ شوي. دوی وایي ماسک د دې سبب کېږي چې موبایل د خپل خاوند څېره ونه‌پېژني. اپل یوه له هغو لومړنیو کمپنیو ده چې د فیشیال ایډي یا مخ پېژندونکي نرمکالی سیستم‌یې په ایفون موبایلونو کې کارولې ده. دې کمپنۍ ویلي چې د ایفون لرونکو کسانو په تازه ستونزې پوهېږي او حل لار یې ورته لټولې ده. اپل وړاندیز کړی چې د ایفون کاروونکي دې په خپلو مبایلونو کې 'ای او اس ۱۳'... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو په پکتیا کې یو قومي مشر وژلی

نامعلومو وسله‌والو نن ماسپښین په پکتیا کې د فضل په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی. دا خبره د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند حیات‌الله نظامي ازادي راډيو ته وکړه. ښاغلی نظامي زیاتوي: "ماسپښين یوه نیمه بجه. د ګردېز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د فضل په نوم قومي مشر نامعلومو وسله‌والو بریدګرو په ډزو ویشتلی او شهید کړی یې دی. پولیس لګیا دي چې د دې برید عاملین ونیسي." بریدګر له سیمې تښتېتدلي و. تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی. په پکتیا کې په تېره بیا ګردېز ښار کې مخکې له دې هم د هدفي وژنو پېښې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: سیاسي توافق له عبدالله سره د حکومت د نیمايي وېش په معنی نه‌دی

ارګ ماڼۍ یو وار بیا ټینګار وکړ چې سیاسي توافق له ډاکتر عبدالله سره د حکومت د نیمايي وېش په معنی نه‌دی. د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال نن په دې اړه د ازادي راډیو په پروګرام کې غږېده او وضاحت‌یې ورکړ. مینه‌پال وویل: "د فیصدي خبره ناسمه ده. دا ۵۰-۵۰ نه‌دی. ولې موږ له اوله هم د مشارکت خبره وکړله چې حکومت به پراخ‌بنسټه وي او قاعده به‌یې وسیع وي او کله چې ډاکتر صاحب عبدالله د سولې شورا زعامت او مدیریت ومني د ده ملاتړ ته به د شایسته‌ګي او تعهد په اساس باندې په کابینه او حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یوه ورځ کې د کورونا وایروس له سلو زرو زیاتې نوې پیښې​

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وایروس د نویو پیښو بیسارې شمیره خپره کړه او ویې ویل چې په تیرو۲۴ ساعتونو کې له سل زرو زیاتې نوې پیښې ثبت شوې دي.​ دا په داسې حال کې ده چې په اروپایي هیوادونو کې د کورونا وایروس خپریدل په کمیدو دي.​ نور په دې ویډیویي راپورکې ​

Pa.azadiradio.com 

اکسفام نړیواله خیریه مؤسسه په افغانستان کې خپل دفتر تړي

افغانستان، تایلنډ، سریلانکا، پاکستان، تاجکستان، هایتي، دومینکن، کیوبا، پارګوای، مصر، تانیزانیا، سوډان، بورندوی، رواندا، سرالیون بنین، لیبریا او موریتاني هغه هېوادونه دي چې اکسفام په‌کې خپل چارې دروي.

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: پاکستان لاهم په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي

پنټاګون په دې راپور کې وايي د پاکستان ستراتېژیک او اصلي هدف له هند سره سیالي ده. راپور په عین حال کې د پاکستان د هغو هڅو یادونه هم کوي چې غواړي د افغانستان د سولې پر بهیر او بین‌الافغاني خبرو نفوذ ولري.

Pa.azadiradio.com 

د کوچني اختر رارسېدل، د قرنطین ماتېدل او د کرونا ګواښ

افغانستان کې د اختر په راتګ سره د خلکو له لوري قرنطین مات او کرونا ته پاملرنه کمه شوې ده. که څه هم ورځ تر بلې د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي، خو په ښارونو په ځانګړي ډول په کابل کې د اختر لپاره د خلکو چمتووالي د دغه وژونکي ویروس په اړه د خلکو توجه کمه کړې ده. لېمې هادي دغه راپور برابر کړی.

Mashaalradio.com 

ایا ټانګه د ورکېدو په حال کې ده؟

ټانګه او بګۍ یو وخت د پاچاهانو او شتنمو سپرلي بلل کېده خو چلوونکي یې وايي، د اوسني مشیني دور په ځغل کې وروسته پاتې شوې. خو پر دې سربېره یې ځینې خلک اوس هم خوښوي. د ټانګې چلوونکي وايي، د ټرانسپورټ نویو وسیلو لکه ګاډو او رکشو یې کاروبار اغېزمن کړی. له ټانګې سره پخوا د پښ یا اهنګر کاروبار هم تړلی وو چې هغه هم ځپل شوی. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د دولت عالي شورا ترکیب به له اختر وروسته بشپړ شي

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې، ټاکل شوې د دولت عالي شورا په نوم نوی نهاد جوړ شي چې مهمترینه دنده به‌یې د هېواد د مهمو مسایلو اړوند مشورې ورکول وي.

Mashaalradio.com 

له بده مرغه لاهم خلک کورونا وبا جدي نه اخلي: ډاکټر تاج

کورونا وايرس په پاکستان کې څه باندې ۴۷ زره کسان وهلي او څه باندې یو زر يې مړه کړي دي. خو په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو اتحادیې مشر داکټر عامر تاج وايي چې له بده مرغه اوس هم نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي.

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د هوکړې مبارکي ورکړه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو او تر هغه مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي. خلیل‌زاد نن په خپل ټویټر تازه له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د خپلې پرونۍ لیدنې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې دوی دواړو ته‌یې تر اوږدو مذاکراتو وروسته سیاسي هوکړې ته د رسېدو مبارکي ورکړه. هغه ویلي چې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې یې د بندیانو د خلاصون او د بین‌الافغاني خبرو د پیل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۵ میلیونو واوښت

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له پنځه میلیونو واوښت. دا شمېر د نن دی او لا مخ پورته روان دی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نننیو شمېرو له مخې له څه باندې پنځه میلیونو کسانو چې په کرونا ویروس اخته دي څه باندې دوه میلیونه بېرته ښه شوي هم دي. د هغو چې بیا د دې ویروس له امله مړه شوي شمېر نږدې درې لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي. امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو ډېر لوړ شمېر لري. هلته څه باندې یو نیم میلیون کسان کرونا نیولي او له ډلې یې ۹۳ زره تنه مړه شوي. د روغتیا نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرنطین په ورځو کې غره ته تګ

د نجونو او هلکانو یوه ډله د قرنطین له زړه تنګۍ غره ته خیژي. د افغانستان پلازمېنه کابل د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په قرنطین کې ده خو دې ډلې د ورزش په خاطر او د ژور خپګان د مخنیوي لپاره غره ته مخه کړې. نور په دې ويډيويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

بامیانو کې بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو

د بامیانو ولایت بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د کرنې د پراختیا صندوق له‌خوا د دې برنامې له لارې په ټولنیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوی چې د دې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کېږي چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي. ښاغلي رستمي وویل بزګران کولای شي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه صادرات کم شوي

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هرات کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه صادرات کم شوي دي. د دې خونې مرستیال توریالی غوثي نن ازادي راډیو ته وویل د سړو خونو، د پروسس او ډلبندۍ مرکزونو، د هرات هوایي دهلېز له لارې مستقیم پروازونه، د اسلام قلعه ګمرک کې د امکاناتو او تجهیزاتو نشتوالی، ګمرکونو کې د فساد موجودیت، د ترکمنستان هېواد کې سوداګرو لپاره روډپاس غیر اقتصادي تمامېدل او ملاتړو تعرفو نشتوالي د صادراتو په وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. ښاغلي غوثي وویل چې د افغانستان سوداګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا د پاکستان پارلمان یو غړی او د بلوچستان پخوانی ګورنر مړه کړل

د پاکستان د پنجاب ولایتي پارلمان یو غړی او د بلوچستان یو پخوانی ګورنر د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شول. د پارلمان غړي شاهین رضا ۶۰ کاله عمر درلود او دا د قانون جوړونکو له ډلې لومړنی پاکستانی دی چې د کرونا له کبله مړ کېږي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د نوموړي کورنۍ ته د تسلیت پیغامونه لېږلي دي. د بلوچستان پخواني ګورنر سید فاضل اغا بیا د کراچۍ په یوه روغتون کې د کرونا له کبله ساه ورکړه. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي، پاکستان کې نږدې ۴۶ زره کسان کرونا نیولي او له دې ډلې ۹۸۵ تنه مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند او بنګله‌دېش د شویو او هند کې طوفان زیات زیانونه اړولي

بنګله‌دېش او هند نن پنجشنبه د هغه طوفان تلفات او زیانونه ارزوي چې بنګله‌دېش کې یې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبلې اړولې. دغلته تېره شپه د ۱۶۵ کیلو مترو په سرعت ګړندي باد د برښنا پایې او ځیني دېوالونه نړولي او د برښنا یو سټېشن چاودېدلی دی. له ساحلي سیمو د درې میلیونه کسانو د ژغورنې پراخ عملیات پېل شوي دي. له دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو وېره هم خپره شوې، ځکه داسې بېړنیو حالاتو کې ټولنیز واټنونه نه‌مراعاتېږي. د ونو د ماتېدو او دېوالونو نړېدو له کبله هند کې هم مرګ‌ژوبله اوښتې. د بنګال په مرکز کلکتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو: جوزجان کې هوایي بریدونو ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وایي، هوایي بریدونو کې یې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي، دغه دوه جلا جلا هوایي بریدونه تېره شپه جوزجان ولایت کې ترسره شوي. هغه وویل: "تېره شپه د جوزجان د منګجیک ولسوالۍ په دوو ساحو کې پر طالبانو هوایي ګزارونه وشول، یو برید ۱۱ بجې او بل ۱۱:۴۰ دقیقې، دواړو بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي." طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


Многомиллионное наследство: что оставила после себя Заворотнюк

Рыбак Вороков победил в фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Экономист Петрова: все налоговые изменения вступят в силу в 2025 году

Мастер-классы и конкурсы прошли в парке Толстого в Химках



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Экономист Петрова: все налоговые изменения вступят в силу в 2025 году

Московские прогулки, ч.23

Экстренное предупреждение из-за надвигающейся грозы объявили в Москве

Глава КамАЗа: проект «Москвича» показал, что китайские машины вообще не приспособлены к России

Музыкальные новости

Политолог Мезюхо: в США Байдена должны были судить наравне с Трампом

Конец близок в релизном трейлере Destiny 2: The Final Shape

Впервые Бурятский театр оперы и балета выступит с концертом в храме Кяхты

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Новости России

Иркутские конькобежцы – в сборной России

Заворотнюк похоронили в Москве рядом с народной артисткой Руслановой

Гимнастка Дина Аверина знала, что Игры дружбы перенесут

Чтобы видеть: оплаченные пациентами мыши с болезнью Штаргардта прибыли в Москву

Экология в России и мире

Спецназ ворвался в прибрежный люксовый отель, а вертолет завис над бассейном: перепуганные туристы на вечеринке стали свидетелями реального боевика

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Спорт в России и мире

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Мирра Андреева вышла во второй круг Открытого чемпионата Франции

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"

Moscow.media

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Муруджинские озера

ТСД промышленного класса Saotron RT-T60







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *