ارزګان کې د شري ناروغۍ له امله د بشري ناورین وېره؛ خلک: واکسینونه دې پیل شي
په ارزګان کې روغتیا پالان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو د شري ناروغي زیاته شوې ده چې لامل یې ماشومانو ته د شري د واکسینونو د کمپاینونو نه موجودیت، په خلکو کې د عامه پوهاوي نه شتون او ماشومانو ته د مېندو نه پاملرنه په ګوته شوي دي. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل، د نور کلونو پرتله سږکال دغه ولایت کې د شري ناروغي څو برابره زیاته شوې ده. دی وايي: "یوازې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته د ورځې له ۲۰ څخه نیولی تر ۳۰ پورې په شري ناروغي اخته ماشومان راوړل کېږي. Читать дальше...