Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2022

Новости за 28.12.2022

Pa.azadiradio.com 

مثلث؛ له طالبانو سره د چین او پاکستان پیچلې اړیکې

کابل کې د ډسمبر په دولسمه پر هغه هوتل وسله وال برید وشو چې د چین وګړي په کې مېشت ول. د چین بهرنیو چارو وزارت وویل، په دې برید کې پنځه تنه ټپیان شوي دي. له برید وروسته، د چین حکومت له خپلو وګړو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي. اخوا په دې ورځو کې څو ځلې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو او پاکستان ترمنځ نښته هم شوې. چین او پاکستان چې د طالبانو اصلي متحدین شمېرل کېږي، له طالبانو سره څرنګه تعامل کوي او آیا د دوی اړیکې د افغانستان له نویو حاکمانو سره ساړه شوي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدې

د خیبر پښتونخوا په حیات اباد کې د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدلې. دې لوبغاړو خوښې ښودلې چې کولی شي په داسې لوبو کې ګډون وکړي. په دې سیاليوو کې ۸۰۰۰ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه. ځينو نجونو مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې غواړي سپورټس جاري وساتي تر څو ځپلې سیمې ته نوم او عزت راوړي. په اړه یې د فرهاد شينواري دا ويډيو راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

بلاول بوټو زرداري: د پاکستان ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته باید بیا کتنه وشي

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د تلين په موقع ويلي چې ترهګرۍ ضد پالیسي ته بیا کتنه پکار ده. نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، د سيند په لاړکانه ګړي خدا بخش کې د بېنظیر بوټو د ۱۵م تلین غونډې ته د وينا په وخت ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ تېر حکومت ترهګرۍ ضد پالیسي نه درلوده.  نوموړي زیاته کړه چې پخوانی وزیراعظم، عمران خان باید ځينې پوښتنې ځواب کړي: "چا اجازت ورکړی وو چې ترهګر دې بيرته راشي، وسلې دې هم نه ږدي او د هېواد قانون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان: اقتصادي ستونزو د 'کاغذ باد' الوځولو لوبه کمرنګه کړې

یو شمېر افغانان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د کاغذباد یا ګوډي پران الوځولو لوبه کمرنګه شوې ده. د کاغذ باد الوځولو لوبه د افغانستان یوه دودیزو لوبو ده چې ډېر مینه وال لري. دا لوبه له کلونو راهیسې د خلکو په منځ کې عامه ده او د ځوانانو ترمنځ خورا محبوبیت لري. د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالسمیع د هغه وخت کیسه کوي چې کله به یې د خپلو ملګرو سره دا لوبه کوله. هغه وايي: "کله به چې منی شو، نو باد به تېز وه بس موږ به هم د بام یا د کومې تپې په سر ولاړ و او کاغد بادونه به مو الوځول او تر ټولو جالب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي دریځ هرکلی وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغان نجونو د زده کړو او کار په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورای د وروستي دریځ هرکلی وکړ. دغې شورا پر هغه څه چې دوی پر افغانو ښځو او نجونو زیاتېدونکي محدودیتونه بللي نیوکه کړی وه او له واکمنو يې غوښتي وو چې دغه محدودیتونه دې سملاسي لرې کړي. د امینت شورای د تېرې شپې د اعلامیې په یوه برخه کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته اندېښنه ښودل شوې او افغانستان کې د ښځو پر مساوي او رښتیني ګډون ټینګار شوی دی. کرزي نن په یو لړ ټویټونو کې د طالبانو له حکومته وغوښته چې د هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کور کېنول شوې ځینې ښځینه کارکوونکې: طالبان زمونږ معاشونه نه راکوي

د دفترونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کورونو ناستې دي وايي چې د طالبانو حکومت خپلو ژمنو سره سم دوی ته معاشونه نه دي ورکړي. ای نور وايي، مخکې له دې چې طالبان بيا واک ته ورسېږي، د کابل ښاروالۍ د يوې ناحيې مرستياله وه. د نوموړې په خبره، د طالبانو حکومت دا او د دې يو شمېر نورې همکارانې په کور کېنولې او ژمنه يې کړې وه چې معاشونه به یې ورکړي. خو هغه وايي، د طالبانو حکومت یوازې د دوو میاشتو معاش دوی ته ورکړی او هغه هم کم، خو نور د معاشونو خبر نه شته. ای نور ازادي راډيو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ابراهیم ځدراڼ د غوره ځوان لوبغاړي جایزې ته نوماند دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ځوان لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی. کرکټ نړیواله شورا د هر زېږدیز کال په پای کې هغه ځوان لوبغاړي نوموي چې په تېر کال کې یې د خپل هېواد په استازولۍ ښې لوبې کړې وي. یو ورځنۍ لوبې ۲۱ کلن ابراهیم ځدراڼ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان د ځوانو توپ وهونکو په ډله کې مخکښ و. نوموړي په ۷۲ اوسط سره په وروستیو ۷ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۳۱ منډې کړي دي چې ۳ سلیزې هم په کې شاملې دي. شل اوریزې لوبې ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل کړی دی. د دې ریاست په نننۍ بیانیه کې ویل شوي، په پکتیکا، فراه، غور، هلمند، هرات، بادغیس، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې د پنجشنبې په ورځ د باران او واورې د ورېدو احتمال شته. په بیانیه د واروې اندازه له لسو څخه تر دېرشو سانتي مترو او د باران اندازه له لسو څخه تر شلو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. د افغانستان په یادو ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل داسې وخت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه اعتراض کړی

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د دې پرېکړې په اړه، چې پوهنتونونه یې د ښځينه محصلانو پر مخ تړلي دي، خپله نارضایتي ښودلې او د اعتراض غږ یې پورته کړی. د دې پوهنتون د فارمسي پوهنځي یوه استاده ناجیه شېرزۍ وايي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ یا قوس د میاشتې د ۲۹مې نېټې له پرېکړې ناخوښه وه او په اړه یې اعتراض درلود. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو پرېکړه غیرعادلانه ده. هغې وویل: "اوس... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان د نا امنه حالاتو ښه کولو لپاره سیاست وال څه رول لوبولی شي؟

دا اوونۍ د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې د سياسي اړي ګړي او د نا امنۍ په حالاتو کې د سياسي ګوندونو د کردار موضوع څېړلي ده. په پنجاب صوبه کې له اييني بحران وروسته مرکزي او صوبايي حکومت ترمنځ تاوده بحثونه روان دي. خو په دې هر څه کې په خيبر پښتونخوا کې روانه نا امنۍ، د امن لپاره د خلکو لاريويونه او د نورو مسلو حل په اړه مرکزي او صوبايي حکومتونه څه نه وايي. شنونکي وايي، د سياستوالانو او واکمنانو په ترجيحاتو کې د ولس ستونزي او نا امنۍ ختمول نه دي بلکې په څه نه څه طريقه په واک کې پاتې کېدل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د راکټ یوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۳ ژوبل دي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د یوې ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د ارغنداب د ولسوالۍ د اړیکو مسوول سید زبیر خالد وایي دغه چاودنه پرون سې شنبه د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو د راکټ په ناچاوده مرمۍ لوبې کولې. د نوموړي په وینا دغه څلور واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي. په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله پاتې ناچاوده مهمات او ماینونه لاهم د خلکو ژوند ګواښي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیویي مجله؛ د نجونو د زده کړو په اړه د سندرغاړې نغمې خبرې

پېښور کې د انځورونو په ژبه له افغان نجونو ملاتړ، اکبر کرګر د خپل نوي ناول په اړه خبرې راته کوي او د جلال اباد د سراج العمارت ماڼۍ حال درکوو. ازادي راډيویي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي په کې ادبي، هنري، کلتوري او ټولنیز مطالب راخیستل کېږي. دا خپرونه د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو خوشال کاکړ مشر وټاکه

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو د کنګرې په رابللو سره خوشال خان کاکړ د مشر او مختيار خان یوسفزی د شريک مشر په توګه ټاکلي. دې ګوند دا کنګره يا عمومي غونډه د دیسمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د کوټې په ايوب سټيديم کې رابللې وه. په دې غونډه کې په زرګونو خلکو ګډون درلود. رضامحمد رضا د مرستيال مشر، خورشيد کاکاجي د حنرل سيکريټري،‌ عیسی روښان د وياند،‌ عبيدالله بابت د مرکزي سيکريټري او نصرالله زیری د بلوچستان صوبايي مشر ټاکل شوي دي. دې سیاستوالو چې لا هم ځانونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي‌بولي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فليپين کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی

فیلپین کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی. چارواکو نن دا شمېرې اعلان کړې دي. د چارواکو په وینا توپان لا دوام لري او د فلیپین سویلي او مرکزي برخي چې ډېرې زیانمنې شوې دي د شدیدو وروښتونو شاهدې به و اوسي. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ؛ په زرګونه تنه د کرسمس په ورځ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. ویل شوي چې، نهه تنه ټپیان شوی او ۲۶ تنه نور نادرکه دي.

Pa.azadiradio.com 

هندي پولیسو د څلورو جنګيالو د وژنې خبر ورکړی

هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پولیسو ویلي دي چې حکومتي سرتېرو نن څلور جنګیالي د یوې نښتې په ترڅ کې وژلي دي. د اسوشیتد پریس د راپور پر بنسټ، د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي موکش سینګ ویلي دي، کله چې سرتېرو د جمو ښار په څنډو کې یوه لارۍ د پلټنې لپاره ودروله او پلټنه يې پیل کړه د لارۍ له دننه څخه ډزې وشوې. د پولیسو په وینا دوی په ځوابي ډوز کې څلور جنګیالي وژلي دي او له موټر څخه اته میله اتومات وسلې او یو څه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي. ويل شوي دي، د لارۍ چلونکی تښتیدلی دی او د نیولو لپاره يې عملیات روان دي.

Mashaalradio.com 

رانا ثناالله: د اسلام اباد په ځانمرګي برید کې ښکېل کسان مو نيولي

د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله ادعا کړې چې په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې ککړ کسان نيول شوي دي. نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، پر ټويټر ادعا کړې: "په دې حمله کې ښکېل ترهګر نيول شوي دي. ترهګر له قبايلي ضلعې کورمې څخه راغلي وو او په راولپينډۍ کې مېشت وو. يو ټيکسي ډرايور هم نيول شوي وو خو هغه بې ګناه و. موږ څلور، پينځه کسان نيولي دي." په اسلام اباد کې د دیسمبر پر ۲۳مه په ځانمرګې بريد کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه څلور ژوبل شوي ول. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوي وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو وروستیو پرېکړو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي غبرګون به پر طالبانو کوم اغېز ولري؟

د طالبانو د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تحصیل او کار د بندیز په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو دغه محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه او د نه توجیه وړ بللي دي. د طالبانو له حکومته د ملګرو ملتونو سرمنشي د تازه غوښتنې په اړه مرسلین ارسلا، په تېر جمهوري نظام کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون له کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور سره مرکه کړې. او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي دا غوښتنه به د طالبانو په پرېکړو کې څه بدلون راولي؟... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې پر ښځو لګولي بندیزونه لیرې کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه وغندل او د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه. رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو د دیسمبر پر ۲۷مه، په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او انسانانو د بنيادي ازديو ضد دي. د ملګرو ملتونو انتونيو ګوتېرېش هم له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او کار د بندیز پرېکړې لغوه کړي. هغه د دیسمبر پر ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي‌چې دا بندیزونه د نه توجیه وړ بشري سرغړونې دي. هغه زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر نږدې وخت کې د دغه هېواد پارلمان ته کلنۍ وینا وکړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، ډېر ژر به د خپل هېواد د کورني او بهرني وضعیت په اړه پارلمان ته کلنۍ وینا وکړي. زلنسکي په خپله بېګانۍ وینا کې وویل چې، د دغې اونۍ پېښې به یې له سیاسي پلوه هېواد ته مهمې وي. هغه ویلي، د نوي کال له پيل سره سم اوکراینیان باید د خپلو ملي اهدافو لپاره ګډ درک ولري. له روسي پوځیانو د سیمو بېرته نیول، د اوکراین بیا رغونه او هېواد ته د اوکراینیانو بېرته ستنول د دغو ملي اهدافو له ډلې یاد شوي دي. له پرون راهیسې د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا پر دغه هېواد د روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د یوې چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي

د تخار په مرکز تالقان کې چاودنې لږ تر لږه ۴ تنه ټپیان کړي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، ټپیان ټول ملکي وګړي دي. چاودنه په تالقانو کې د قطغن کلینیک مخکې ته د مقناطیسي ماین وه. تر اوسه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی. وړمه ورځ د تخار په څنګلوري ولایت بدخشان کې یوې چاودنې چې مسولیت یې داعش ومانه، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د امنیه قومندان وواژه.

Mashaalradio.com 

د مصر خاورین لوښي زرګونه کاله زوړ تاریخ لري

په مصر کې د خاورینو لوښو جوړول اوږد تاریخ لري. هلته ځینو کورنیو ته دغه هنر له نیکونو پاته شوی دی. مصري کولالان وایي ډېرو خلکو د اقتصادي ستونزو له کبله دا روزګار پرېښی دی. فرخنده اسد په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

ګوتېرش: پر افغان مېرمنو د تحصيل او کار بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

د طالبانو د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تحصیل او کار د بندیز په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو دغه محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه او د نه توجیه وړ بللي دي. ښاغلي ګوتېرش تېره شپه په خپل ټویټر په یو پیغام کې له طالبانو غوښتي چې باید خپل دغه محدودیتونه لغوه کړي. نوموړي ويلي: "پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشري حقونو سرغړونه ده باید لغوه شي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محرومولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايا په مؤسسو کې د ښځينه‌و پر کار بنديز به اقتصاد ته زيان واړوي؟

د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشر ولکر تورک وایي چې، د طالبانو دا امر چې ښځینه کار کوونکې دې په غیردولتي موسسو کې کار نه‌کوي، افغانستان ته ډېر سخت اقتصادي زیان واړوي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له مخکني استاد نصر اله ستانکزي څخه به واورو چې د ښاغلي تورک له دې اټکل سره همنظره دی که څرنګه؟ د ښاغلي ستانکزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امنيت شورا پر نجونو او مېرمنو د طالبانو وروستي محدوديتونه وغندل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت له‌خوا د محدودیت پرېکړې غندلي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او اساسي ازادیو په ضد دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او کار د بندیز پرېکړې لغوه کړي. انتونیو ګوتېرش نن پر خپله ټویټرپاڼه دا بندیزونه د نه توجیه وړ بشري سرغړونې یادې کړي دي. ګوتېرش ویلي، د ښځو او نجونو د ګوښې یا غلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انګلنډ فوټبال لیګ؛ چلسي او مانچسټریونایټيډ خپلې لوبې وګټلې

د انګلستان فوټبال غوره لیګ په سیالیو کې تېره شپه چلسي او مانچسټر یونایټيډ خپل سیالان مات کړل. لومړۍ لوبه د چلسي او بورن ماوت ترمنځ وه چې ۲ـ۰ چلسي وګټله. په دویمه سيالۍ کې بیا مانچسټر یونايټيډ او ناټینګهم فورېسټ سره مخ شول چې ۳ـ۰ د مانچسټریونایټيډ په بریا سره پای ته ورسېده. تر دې دمه د لوبو په درجه بندۍ کې مانچسټریونایټیډ په ۵ او چلسي په ۸ مقام کې ځای لري او د لومړي او دویم مقام ځایونه بیا له ارسنال او نیوکاسل سره دي. ټاکل شوې ده چې نن د کابل پر وخت د شپې ۱۲:۳۰ بجې مانچسټر سيټي او لیډز یونایټيډ سره سيالي ترسره کړي. Читать дальше...


Песков, Авербух, Хазанов и другие: с Анастасией Заворотнюк приехали попрощаться первые лица страны и звезды эстрады

Собянин поздравил россиян с Международным днем защиты детей

Три человека пострадали в результате аварии на 56-м километре МКАД

Худой и измученный: Петр Чернышев еле стоял у гроба Анастасии Заворотнюк



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Подмосковный НИКИ детства провел онлайн-марафон «Бегом за здоровьем» 1 июня

Песков, Авербух, Хазанов и другие: с Анастасией Заворотнюк приехали попрощаться первые лица страны и звезды эстрады

Путин пообещал поддержку фонда "Круг добра"

Заворотнюк похоронили на Троекуровском кладбище рядом с Ниной Руслановой

Музыкальные новости

Сергей Собянин поздравил москвичей с Международным днем защиты детей

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей

Почему уйдут все, кроме поляков: скрытый смысл слов Путина, посеявших панику в Варшаве

Фигуристка Навка: актриса Заворотнюк дарила окружающим радость и счастье

Новости России

Прощание с Анастасией Заворотнюк: толпа желающих собирается в Покровском монастыре в Москве – первые фото

3 самых странных случая, как в СССР использовали церкви

Жизнь в России безопаснее, чем в Европе, — экс-глава МИД Австрии

Навка — об ушедшей из жизни Заворотнюк: нам очень её не хватает

Экология в России и мире

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

В РУМЦ МГППУ действует правовой просветительский лекторий для студентов с инвалидностью и сотрудников вузов-партнеров

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

ONYX отправляется в Большой тур по России

Спорт в России и мире

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"

Парижские сюжеты: Медведев играл в кошки-мышки, Котов творил историю, Калинская заставляла нервничать Синнера

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Moscow.media

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

ТСД промышленного класса Saotron RT-T60

Портативный ТСД корпоративного класса Saotron RT-T70







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *