Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2022

Новости за 29.12.2022

Mashaalradio.com 

بهادر زيب وايي د خپل پلار په څېر د موسيقۍ له لارې پښتنو ته خدمت کوي

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی بهادر زيب دی. نوموړی د مشهور سندرغاړي استاد احمد ګل زوی دی. زيب وايي، دا وخت ۴۲ کلن دی او د اتو کالو وو چې سندره ويل یې پيل کړي دي. نوموړی له دې باوجود چې يو شمېر شاګردان هم روزي، د يوه هنرمند په توګه خپل ښه راتلونکې نه ويني. دی د خيبر پښتونخوا له حکومته غواړي چې د صوبې له اړمنو هنرمندانو سره مرستې وکړي. د بهادر زيب دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ساتنې سازمان: لسګونه زره افغان ماشومان او ښځې مو له خدماتو بې برخې شوې

د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the Children) چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي وایي، تر ۷۰ زره زیات خوارځواکي ماشومان او ۳۰ زره ښځې یې تر درملنې او پالنې لاندې وو. حفيظه چې په کابل کې يوه له بې‌وزلو ميندو څخه ده وايي، ماشوم يې په خوارځواکۍ اخته دى او د ماشومانو د ساتنې ادارې( save the children) به ورسره مرستې کولې. نوموړې وايي: "ماشوم مې کمزوری او خوارځواکی پاتې و. د ماشومانو ملاتړ موسسې به له موږ سره مرستې کولې، اوس هغه مرستې نه‌شته، موږ اندېښمن یو، د ماشوم صحت مې هم ښه نه‌دی، موږ له دې موسسې غواړو چې خپلې فعاليتونه بېرته پيل کړي.

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ساتنې اداره: افغان خوارځواکي ماشومان مري ځکه مرسته نه ور رسیږي

سیف د چلدرن/د ماشومانو د ساتنې موسسه وايي سږکال یې ۳ میلیونو کسانو سره مرستې وکړې خو د طالبانو د بندیز په خاطر نور اړمنو سره همکاري نه شي کولای. د دې ادارې عملیاتي مشر ډېوېډ رایټ له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې اندېښنه وښوده چې اړمن ماشومان ښايي د مرستو د نشتوالي په خاطر ومري.

Mashaalradio.com 

د افغان او پاکستاني وېلچېیر کرکټ لوبغاړو سیالي

په پېښور کې د افغان او پاکستاني وېلچېیر لوبغاړو کرکټ لوبه وشوه. د پاکستان لوبډلې په خیبر پښتونخوا کې مېشته د افغان کډوالو وېلچېير کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه خو منتظمين وايي چې مهمه خبره ګټه باي بایلات نه بلکې زړونه ګټل وو. د دې لوبې ويډيو د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

پښتون يار خان وايي د امنيت ټينګښت لپاره دې ولس له حکومت سره مرسته وکړي

په مشال مرکه کې په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی پښتون يار خان ميلمه دی. نوموړی په بنو کې يوې سياسي کورنۍ سره تعلق لري او پلار يې صوبايي وزير پاتي شوی وو. پښتون يار وايي، په بنو کې بدامنۍ پيښو يو علت دا دی چې د دې ضلعې پولې شمالي او جنوبي وزيرستان سره لګيدلي دي. هغه وويل چې د امنيت ذمه واري د رياست ده خو ولس پکې مهم رول لري. د نوموړي نورې خبرې په مشال مرکه کې واورئ چې ګل ایاز یې کوربه دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د کتابونو له خښولو د تحصيلي اسنادو تر سوځولو؛ د نجونو د تحصيل او کار پر ځنډولو د اعتراضونو ډېرېدل

د طالبانو له‌‌خوا د نجونو د تحصيل او د کار د بنديز په اړه د ډېرو اعتراضونو شاهدان وو. ځينو په واټونو کې لاريونونه ترسره کړل، يو شمېر د پوهنتون استادانو استعفا ورکړه، ځينو خپل کتابونه او تحصيلي اسناد خښ کړل او ځينو نورو په مختلفو لارو خپل مخالفت د طالبانو له دې پرېکړې سره ښکاره کړ.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: خوښ يو چې نجونې مو زده‌کړې کوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تر بلې په ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتيږي پاکستان ته یو شمېر تللې افغانې کورنۍ وايي، که څه په دې هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو د دوی په خبره په خپلو لوڼو او خویندو يې زده کړې پېل کړې دي او له دې امله خوښ دي. د درېیو لورګانو مور زینب چې اوس مهال د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، چې تازه يې خپلې درې لوڼې په ښوونځيو کې داخلې کړې دي. نوموړې وايي: "دلته افغان کډوال زیاتې ستونزې لري، د ویزې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

راشد خان د محمد نبي پر ځای د افغانستان ۲۰ اووریزه کرکټ لوبډلې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بوډ وايي نوموتی لوبغاړی، راشد خان یې د ملي لوبډلې شل اووریزو کرکټ سیاليوو نوی مشر ټاکلی دی.  د افغانستان کرکټ بورډ د دیسمبر پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې راشد خان د محمد نبي پر ځای لوبډلمشر مقرر شوی دی. نبي د سیپتمبر په میاشت کې شوي شل اووریز نړيوال کرکټ جام کې د افغان لوبډلې د ښې لوبې نه ترسره کولو وروسته، استعفا ورکړې وه.  افغان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې د راشد خان له خولې ويلي چې د لوبډلې مشري د وياړ خبره ده او هيله لري چې دا ذمه واري په سمه توګه ترسره کړي. "له شک پرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې لیکلي دي چې، راشدخان به تر دې وروسته په شل اوریزو سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر وي. په خبر پاڼه کې د کرېکټ بورډ د عمومي رئیس ښاغلي میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: "باید ووایم چې راشدخان د ملي لوبډلې حتی د کرېټ د نړۍ یو ځلانده او ستر اتل دی او زه باوري یم چې نوموړی به ورسپارل شوی مسوولیت په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي." دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې راشدخان د دې مسولیت هر کلی کړی دی او ویلي دي: "له شک پرته دا زما لپاره يو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونو افغانستان کې په لنډمهالي ډول خپل يو شمېر پروګرامونه ځنډولي

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه موسسو د فعالیتونو د ځنډولو په دوام په دغه هېواد کې د ځینو حساسو پروګرامونو د ځنډولو اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ ناوخته له ځینو بنسټونو سره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې د ښځو پر کار د بندیز له امله وړاندوینه کوي، چې په افغانستان کې به د دغه سازمان ډېر نور فعالیتونه هم ودرول شي. په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته ځینې مسلکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زابل کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي

په زابل کې د سپرلۍ د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي. د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، دغه پېښه نن سهار وختي د زابل مرکز قلات ته نژدې د سپینې غبرګي په سیمه کې رامنځته شوې. د نوموړي په وینا د پېښې ټول ټپیان د مرکز قلات روغتون ته انتقال شوي. د پېښې علت د موټر تېز سرعت بلل شوی. د کابل - کندهار لاره چې ډېری برخه يې ويجاړه ده ترافيکي پېښې په‌کې ډېرې رامنځته کېږي.

Pa.azadiradio.com 

غور کې د واورې ورېدو له امله ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي

د غور ولایت ټولې لارې د سختو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. د غور سیمه‌ییز ترانسپورتي چارواکي وايي، تېره شپه د غور- هرات، غور- کابل لویې لارې او له فېروزکوه ښار سره د غور ولایت د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او سلګونه مسافر د لویې لارې دواړو غاړو ته بند پاتې دي. د غور د والي وياند عبدالواحد حماس هم په دغه ولايت کې د لويو لارو او مواصلاتي لارو د بندېدو خبر تأييد کړ او ويې ويل، چې دا مهال هوا ښه نه‌ده، واوره ورېږي او کله چې هوا ښه شي؛ د ټولګټو چارو ټیمونه به هڅه وکړي چې سړکونه بیا پرانیزي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستاني پوځ نوی مشر وايي د ټولو وسله والو پر ضد به بې توپيره کارروايي کوي

د پاکستان پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير د لوړپوړو پوځي چارواکو په غونډه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هوډ ښودلی دی. د پوځ د عامه اړيکو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ديسمبر پر ۲۸مه شوې دې غونډه کې نوي پوځي مشر ژمنه وکړه چې د ټولو وسله والو پپه وړاندې به بې له توپيره مبارزه کوي. پوځي چارواکیو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د یسمبر پر ۲۸مه په شمالي وزیرستان کې یو بل ځانمرګی برید شوی دی. يو امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې يو ځانمرګي بريدګر په میرعلي کې له بارودو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر پانګه‌وال: د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړو او کار پر ادارو هم طالبانو بنديز لګولی

د یو شمېر تحصیلي او کاري موسسو پانګه‌وال وایي، دوی چې د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینه هم برابره کړې، د طالبانو حکومت یې تر بل امر پورې په فعالیت بندیز لګولی دی. کابل کې د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مؤسس او پانګه‌وال ډاکټر عزيزالله امير وايي: "هیڅ اسلامي نظام به داسې مرکز په اینده دېرش څلوېښت کاله کې جوړ نه‌شي کړای، چې ټول خدمات د ښځو له‌پاره ښځو ته وي، زه خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي." نوموړي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدلو په تړاو خواشیني څرګنده کړه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په ګوادر کې د "حق دو تحريک" مشر د پولیس د وژلو تور رد کړی، مظاهرې دوام لري

د بلوچستان په ګوادر کې د حق دو (حق راکړئ) تحريک د مظاهرو په وخت يو پولیس وژل شوی دی. د بلوچستان حکومت تور پورې کړی چې دا پولیس د "حق دو تحريک" غړيو وژلی دی. د وزيراعلی وياندې، فرح عظيم شاه د دیسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د یاسر سعيد په نوم پولیس افسر د مظاهره چيانو لخوا په ډزو وژل شوی دی. د هغې په وينا مقدمه د حق دو تحريک مشر، مولانا هدايت الرحمن بلوچ پر ضد درج شوې ده. خو د حقونو لپاره د راپورته شوي غورځنګ مشرانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ډزې د پوليسو او امنيتي ځواکونو لخوا شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي: اوکراين د روسيې د يرغل په وړاندې د زړورتيا له کبله نړۍ کې په رسميت پېژندل شوی

د اوکراین ولسمشر پارلمان ته د کال په وروستۍ وینا کې وویل، اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د یووالي او زړورتیا له کبله په ټوله نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی. ولودمیر زلنسکي د خپل بیرق اسماني او زیړ رنګ د ازادۍ سمبول وباله او له خپله پوځ یې مننه وکړه چې د روسیې په وړاندې جنګیږي. روسیې څه باندې لس میاشتې وړاندې پر اوکراین ناموجه یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري. د ملګرو ملتونو یوه راپور کې چې تازه خپور شوی راغلي، دې موده کې نژدې ۷ زره ملکي اوکراینیان وژل شوي او نژدې یولس زره نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني د ايران اټومي تړون په اړه د خبرو د پيل احتمال رد کړ

جرمني د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د تهران د اټومي تړون په اړه د خبرو د پيل احتمال رد کړ. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریستوفر برګر پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې لا هم په ایران کې په روانو اعتراضونو متمرکز دی. هغه ویلي، هیڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې د ایران د اټومي تړون په اړه دې درول شوې خبرې بیا پيل شي. د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټومي تړون ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو، خو امریکا ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووته. د تړون غړو هېوادونو څو ځله په ویانا کې خبرې سره وکړې چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پر لوړو زده کړو د طالبانو بندیز او د افغان نجونو اندېښنې

په افغانستان کې د طآلبانو حکومت د نجونو پر لوړو زده کړو تر بندیز لګولو وروسته، د ګڼو نجونو ارمانونه نيمګړي شول. په دوی د کابل مروه هم ده چې د خپلې کورنۍ لومړۍ جلۍ وه چې د لوړو زده کړو نيت یې کړی وو. د نوموړې زده کړې د مارچ په مياشت کې پيليدلې خو اوس خپل راتلونکې ته اندېښنه لری. هغه وايي که طالبانو د بندیز پرېکړه بیرته وانخلي نو د لوړو زده کړو ارمان به یې هېڅکله پوره نه شي. په دې اړه د اې اېف پي اژانس له ويډيو د انيسه اجمل راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امريکا او يو شمېر هېوادونه د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز پر پرېکړه اندېښمن دي

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکونکو په کار د بندیز په پرېکړه د نړیوالو غبرګونونو دوام. د متحده ایالاتو په ګډون ګڼو اروپايي او امریکايي هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او ویلي دي، چې دوی د طالبانو پر دې پرېکړه اندېښمن دي. د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویزرلنډ، هالنډ او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي پلاوي په دې ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دي، د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف کندهار کې ۱۵۸۸ محلي ټولګي بندوي

د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله یونېسف سر له نن پنجشنبې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د خپلو ۱۵۸۸ محلي ټولګیو فعالیت بندوي. د دغو محلي ټولګیو په بندېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره نجونې او هلکان د لومړنیو زده‌کړو محروم شي. ددې محلي ټولګیو ښوونکو او زده کوونکو له ازادي رادیو سره په خبرو کې دا یوه خواشينونکې پرېکړه بللې. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

روسيه کې يو محصل د ۶ تنو د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو

تیمور بکمانسوروف د روسیې په پرم پوهنتون کې د شپږ تنو د وژلو په تور په عمري حبس محکوم شو. دا پرېکړه پرون د پرم په سیمه کې محکمې اعلان کړه. پخوانی محصل بکمانسوروف د یوه نارینه او پنځو ښځو د وژلو او د نهه پنځوس نورو د وژلو د قصد په تور، همدا راز د دې کسانو شتمنۍ ته د زیان رسولو او د یوه پولیس د وژلو د هڅې په تور مجرم وپېژندل شو. بکمانسوروف پروسږکال د پرم په پوهنتون کې چې دی اتلس کلن و په دې خلکو ډزې وکړې. ده خپل تور منلی دی خو علت یې نه‌دی روښانه شوی.

Pa.azadiradio.com 

جرمني له طالبانو په مؤسسو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړې لغوه کېدو غوښتنه کړې

د جرمني حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دا پرېکړه بدله کړي چې په غیردولتي موسسو کې به مېرمنې کار نه‌کوي. د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کرسټوفر برګر پرون په برلین کې وویل، په موسسو کې د ښځو کار د بشري مرستو د رسولو لپاره ډېر مهم دی. نوموړي زیاته کړه چې له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول هم په هیڅ ډول د منلو نه‌دي. ښاغلي برګر بیا وویل چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خپلو نړیوالو متحدانو سره له ډېر نژدې په ارتباط کې دی چې د دې پرېکړو په اړه څه وکړي. طالبانو تېره اونۍ سې شنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کې جګړه پيل کړې

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر د راپور له‌مخې چې پرون خپور شو روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې پر اوکرایني ځواکونو د توپونو ډزې پیل کړې دي او ډېر تمرکز یې په دونیڅک کې پر بخموت او افدیفکا سیمو دی. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په فېسبوک کې لیکلي دي چې په بخموت کې پروسږکال اویا زره کسان اوسېدل او اوس د ګوتو په شمار ملکیان هلته پاتې دي. د اوکرایني چارواکو او سیمه‌ییزو سرچينو په وینا د اوکراین په جنوب کې بیا روسي ځواکونو د خرسون په ګډون په یو شمېر سیمو کې ملکي اهداف په نښه کړې دي. Читать дальше...


Шашлычников в лесах Подмосковья будут вычислять по телефонам

Игумении орловского монастыря присвоили звание «Заслуженный писатель»

Шувалов отметил увеличение взаимной торговли России и Китая

При министре энергетики РФ учрежден новый научно-технический совет по развитию ТЭК



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Шашлычников в лесах Подмосковья будут вычислять по телефонам

Игумении орловского монастыря присвоили звание «Заслуженный писатель»

В Нижний Новгород на 2 дня привезут главную святыню ополчения Минина и Пожарского

Непомнящий — о поражении в матче за шахматную корону: пустил скупую мужскую слезу

Музыкальные новости

Эвелина Блёданс: Солнечная сказка для солнечных детей

Юрист Лебедева: законы о работе онлайн-магазинов в России необходимы уже давно

Глава Центробанка РФ: "Я вижу в ЦФА большой потенциал"

В ЦСКА рассказали о тяжести травмы голкипера Владислава Торопа

Новости России

Рябков заявил об эмоциональном отторжении России к НАТО

Путешествие к звездам: «Швабе» знакомит юных исследователей с тайнами космоса и далекими галактиками

Российская актриса Настасья Самбурская снялась в полупрозрачном платье — показала фото

Ливия может подписать с Татнефтью соглашение о строительстве НПЗ в стране

Экология в России и мире

Страдания юного Аюша Булчун

Стой и не двигайся: доктор Кутушов рассказал, что делать при встрече со змеями

С чем носить джинсовое платье этой весной: примеры образов

Не чувствую руку: Доктор Кутушов рассказал к чему приводит частое онемение конечностей

Спорт в России и мире

Азаренко вышла в четвертьфинал турнира WTA-1000 в Риме

Теннисист Медведев может спуститься на пятое место в ATP после "Мастерса" в Риме

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме

Теннисист Медведев может потерять свое место в рейтинге ATP

Moscow.media

В Парке Горького вновь пройдет Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»

Завершена надвижка моста в Нагатинском затоне

Вышло обновление системы расширенной аналитики «Дельта BI»

Роботы-курьеры «Яндекса» будут доставлять заказы в ещё нескольких районах Москвы







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *