د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې هم شل اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړه
د ښځو کرېکټ نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې کوربه سویلي افریقا د ۶ منډو په توپیر انګلستان ته ماتې ورکړه. سویلي افریقا چې لومړۍ توپوهنه یې کړې وه په ۲۰ اورونو کې یې د ۱۶۵ منډو هدف ټاکلی و. انګلستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې وکړې او د ۶ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د کوربه لوبډلې ویکټ کيپر لوبغاړې تظمین بریټز چې په دې لوبه کې ۶۸ منډې وکړې او ۴ کېچونه یې ونیول، د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دوی به په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ولوبیږي. د ویلو ده چې،... Читать дальше...