کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن شنبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۶ اورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې. په افغان لوبغاړو کې وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشیدخان ۵۷ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره مالشا تریپاټي ۴ افغان لوبغاړي وسوځول. که څه هم سریلانکا د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل کړی و، خو... Читать дальше...