Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 04.04.2023

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد رضاکاران خواريکښو ته روژه ماتی برابروي

په اسلام اباد کې د "مهربانۍ کارونو یا ایکټس اف کاینډنېس" په نوم د رضاکارانو یو سازمان هره ورځ مزدورانو او خواریکښو ته روژه ماتی برابروي. د سازمان غړي او مشران وايي، د اسلام اباد او راولپېنډۍ په ځینو روغتونونو کې له ناروغانو سره ورغلیو خپلوانو ته د پیشلمي خواړه هم ورکوي. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د يو چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی

چارواکي د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه چینایي شرکت په کمپ کې د اورلګېدو خبر ورکوي. پولیسو ویلي چې، دغه اور نن سهار وختي د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه چینایي شرکت په کمپ کې لګېدلی چې په سیمه کې د داسو د اوبو برښنا بند د جوړولو چارې مخ ته وړي. پولیسو ویلي چې، دغه اور د دې شرکت یو ګودام له مینځه وړی دی. په دغه کمپ کې چینایي انجینران، سروې کوونکي او تخنیکران اوسېدل چې د پولیسو په وینا په دې پېښه کې چاته زیان نه‌دی رسېدلی. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، ګومان کېږي چې د برښنا شارټي د دغه د اور لګېدو سبب شوې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې پر لږکیو د زیاتو شویو بریدونو تر شا څه دي؟

په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت خراب شوی دی، په پېښوراو اړوند سیمو کې د لږکیو پر وګړو بریدونه زیات شوي دي. د یادونې وړ ده چې د پېښور په سپینه وړۍ او دیر کالونۍ کې تیره اوونۍ یو عیسايي او یو سیک په وسله والو بریدونو کې ووژل شو. د دې بریدونو تر شا څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

يوناما ننګرهار کې د ښځينه کارکوونکو د حاضرۍ ورکولو پر بنديز اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما په دې اړه چې په ننګرهار کې د ملګروملتونو د هغو ښځینه کارکونکو چې د کار لپاره یې حاضري ورکوله مخه نیول شوې، ژوره اندېښنه څرګنده کړې. یوناما نن په یوه ټویټ کې ویلي، موږ واکمنو چارواکو ته وایو دا په یاد ولرئ چې د ملګروملتونو ادارې د خپلو ښځینه کارکونکو پرته نه‌شي کولای چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه او د ژوند ژغورنې د مرستو چارې سرته ورسوي. د طالبانو چارواکو تر اوسه د یوناما د دغې اندېښنې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېره ډسمبر میاشت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر کابل ښاريان: طالبان خلک ځوروي او سپکاوی يې کوي

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبان په ښار کې خلک ځوروي او سپکاوی یې کوي. د بلال په نوم د کابل ښار يو اوسېدونکی ادعا کوي چې، طالبانو له کوم لامل پرته دى په یوه چک پاینټ کې په څپېړې وهلى او وروسته يې حوزې کې د څو ساعتونو لپاره بندي کړى دى. نوموړی وايي: "پرته له کوم دلیل او تلاشي یا دا چې له قانوني لارې مخته لاړ شي، زه یې په څپېړې ووهلم او بیا یې حوزې ته بوتلم. شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ساعتونه په حوزه کې وم تر څو کورنۍ مې راغله او له حوزې یې خوشې کړم." منیژه د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ پرېکړې ته د شهباز شريف غبرګون: "نن د عدل او انصاف قتل وشو"

شهباز شريف نن (د اپرېل پر څلورمه) د پارلېمان ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې نن د پاکستان پيپلز ګوند د بنسټګر او د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو تلين دی چې د ۱۹۷۹ز کال د اپرېل پر څلورمه د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې پانسۍ شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

فنلنډ نن رسماً د ناټو غړيتوب ترلاسه کړ

فنلنډ ته نن رسما د ناټو غړیتوب ورکړل شو او په دې توګه دا هېواد د نړۍ د تر ټولو لوی امنیتي تړون یو دېرشم غړی شو. د فنلنډ ابي او سپین بیرغ نن په بروکسل کې د ناټو د مقر مخې ته د دې هېواد د ولسمشر او د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون دځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټلوالې د نورو غړو د بیرغونو ترڅنګ اوچت شو. د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په دې مراسمو کې په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب سند د امریکا د بهرنیو  چارو وزیر انتوني بلېنکن ته وسپاره او د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو Sauli Niinisto په هلسنکي کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ام‌ډي‌سي: هره مياشت تر سلو ډېرې ښځې او ماشومان د ماينونو قرباني کېږي

د "ام‌ډي‌سي" د ماین پاکۍ مؤسسه وايي، اوس هم په افغانستان کې هره میاشت له ۱۲۰ تر ۱۲۵ تنه د ماینونو قرباني کېږي چې، ډېر یې ښځې او ماشومان دي. علي احمد د هغو دوو ماشومانو پلار دی چې د ماین په چاودنه کې یې یو ووژل شو او بل یې ټپي شو. نوموړى وايي، دا پېښه د روان کال د وري یا حمل میاشتې په درېیمه د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په شهیدکان کلي کې وشوه. نوموړی وايي: "دا چاودېدونکي توکي د ځمکې لاندې نه، بلکې په یوه میدان کې وو. د چاودنې له ځایه ښکاري چې یو څه یې پر تیږه ايښي، په څټک یې وهلي او چاودنه یې کړې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړ

د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړې چې په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې یې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول. د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ دا پرېکړه نن د اپرېل پر څلورمه واورول او زياته يې کړه چې په پنجاب کې دې د مې پر ۱۴مه صوبايي انتخابات وشي.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: له بشري حقونو د سرغړونې له امله بايد طالبانو سره حساب وشي

د طالبانو له لوري په بدخشان کې د صدای بانوان په نوم د ښځو د یوې راډیو د تړلو په غبرګون کې د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل ویلي چې: "دا د طالبانو له لوري په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو ځپل دي." دغه سازمان پر خپل ټویټر په یو بیان کې ویلي دي، له بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو د تیري له امله باید له طالبانو سره حساب کتاب وشي. د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د ښځو حقونه د بشر حقونه دي. د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بدخشان کې د صدای بانوان په نوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابلوف: مزارشريف کې مو خپله قونسلګري بېرته پرانيستله

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې څانګې مشر ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې ټاس خبرې اژانس ته ویلي، د بلخ ولايت په مزار شریف ښار کې دوى خپله قونسلګري بېرته پرانیستې ده. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تايیدوي چې روسیې په مزارشریف کې خپل قونسلي خدمات پیل کړي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه‌شنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوې ويډيو کې ویلي چې، څو میاشتې وړاندې د دې قونسلګرۍ د پرانیستلو لپاره هڅې پیل شوې وې. نوموړي ويلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د ښي لاس موټرو ته د اسنادو ورکولو لړۍ پيل شوې

کندهار کې یوه کیلې یا ښي لاس موټرو ته د اسنادو د ورکړې لړۍ راونه ده، خو د دغه نقيله وسايطو لرونکي د محصول د زیاتوالي شکایت کوي. دوی وايي، د خلکو اقتصاد ټیټ دی او نه‌شي کولای دومره لوړ محصول ورکړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

جماعت اسلامي د مولانا هدايت الرحمان د راخوشې کولو لپاره "ګڼ ګونديزه" غونډه کړې

مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې قحطي؛ ايا نړيوالې مرستې به د لوږې ګواښ کابو کړی شي؟

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام " WFP" وايي، په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د سبا لپاره به خواړه له کومه کوي. د کندهار يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، خو وايي، د بې‌وزلۍ او د خوړو د کمي له امله یې دوه لوڼي په خوارځواکۍ اخته شوي دي. نوموړې وايي: "دغه د څلورو کلونو نجلۍ ده، خو لوږې دا ډول کړې ده. دا بله لور مې د لس میاشتو ده، فکر کوئ د لسو میاشتو دا ډول وي، له لوږې داسې خوار و زار ده. پیسې او نور شیان نه‌لرو." دا په افغانستان کې د میلیونونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې فنلنډ نن رسما د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

ټاکل شوې چې، د فنلنډ ابي او سپین بیرغ به نن په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د دې ټلوالې د نورو دېرشو متحدانو ترڅنګ اوچت شي. ګاونډۍ روسیې خبرداری ورکړی، که ناټو فنلنډ ته اضافي سرتېري یا تجهیزات واستوي، نو ګډ سرحد ته نږدې به خپل دفاعي تدابیر پیاوړي کړي. په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب د دې ټلوالې د تاسیس له ۷۴ کلیزې سره هم‌مهاله دی. د ناټو د تاسیس موافقه د ۱۹۴۹ کال د اپرېل په څلورمه په واشنګټن کې لاس‌لیک شوه.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو مزارشريف کې د روسيې قونسلګرۍ بيا فعالېدل تاييد کړل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې، په مزارشریف کې د روسیې قونسلګرۍ بیا فعالیت پیل کړی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابولوف پرون تاس خبري اژانس ته ویلي و، په مزارشریف کې د روسیې د قونسلګرۍ مخکې کار پیل کړی دی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن په یو غږیز پیغام کې دا خبر تایید کړ. نوموړي ويلي: "د روسیې تخنیکي ډلې څو میاشتې مخکې قونسلګرۍ ته رسېدلې وې، د دې لپاره چې هلته قونسلي خدماتو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او هغه تخنیکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان له بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبانو سره د حساب غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د ښځو د یوې راډیو پر خپرونو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې، له طالبانو سره د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر باید حساب کتاب وشي. طالبانو تېره اوونۍ په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان په نوم یوه سیمه‌يیزه راډیو په دې پلمه بنده کړه چې موسیقي یې خپروله. د بښنې نړیوال سازمان پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې، له طالبانو سره د ښځو د بشري حقونو د سرغړونو او له ښځو او نجونو سره د ناوړه چلند په خاطر باید حساب کتاب وشي. له دې مخکې نورو نړیوالو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د روژه ماتي ارزان خواړه چېرې خرڅېږي؟

په پاکستان کې زیاتېدونکې ګرانۍ ته په پام د کراچۍ يوه خبرياله د ويډيوګانو له لارې خلکو ته د ارزانه شیانو رانيولو او په روژه کې د صحت د ښه ساتلو لارښوونې کوي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت د صوبې اوسېدونکو ته "صحت کارډ" ورکوي‌

نور محمد دومړ دا و نه ویل چې د څومره وخت لپاره ورته څومره پیسې بېلې شوې دي خو تر دې وړاندې یوشمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو چې وار له مخه ورته څه باندې پینځه اربه روپۍ بېلې شوې دي چې د صوبې ۱۸ لکه کورنیو ته د صحت کارډ له لارې د مفت علاج زمینه برابره کړای شي.

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردک کې د اوبو لسګونه ډنډونه او استنادي دېوالونه جوړېږي

د میدان وردک په چک کي د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت د يو لک او اته دېرش زره ډالرو په ارزښت د اوبو مدیریت برخه کې د یو شمېر پروژو د تطبیق چارې پیل شوي دي. د دې ولایت د سیندیزې حوزې رییس وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې پر مټ به یې د اوبو مدیریت برخه کې ۲۰۶ کوچني ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه جوړ شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

هالنډ کې یو ریلګاډی له لیکې وتلی؛ شاوخوا ۳۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

د هالند هاګ ښار ته نږدې یو مسافر وړونکی ریلګاډی له لیکې وتلی چې یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا دېرش نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې د ډېرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. فرانس پرېس اژانس ویلي، تراوسه د پیښې لامل چې نن سه شنبه سهار وختي شوې، معلوم نه دی. د هالند رسنیو ویلي چې د ریلګاډي مخې ته د ساختماني چارو یو وړونکی کرین موجود و، خو چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي. ویل شوي چې د پېښې پر مهال ریلګاډي کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش یو لوړپوړی مشر وژلی

د امریکا پوځ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي مشر د وژلو خبر ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې د داعش دغه مشر خالد اید احمد الجبوری یاد کړی دی. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس په اروپا کې حملې پلانولې او د داعش ډلې د مشرتابه د جوړښت چارې یې مخته وړې وې. معلومه نه ده چې د داعش دغه کس په مشخص ډول د سوریې په کوم ځای کې وژل شوی دی.

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې لا هم ګڼ ماينونه پراته دي

په نړۍ کې هر کال د اپرېل پر څلورمه د ماینونو یا ځمکلاندې بمونو په اړه د پوهاوي زیاتولو او د ماینونو د پاکوالي ورځ لمانځل کېږي. خو د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.

Pa.azadiradio.com 

اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د هغو پیسو، چې دوی د روان ۲۰۲۳م کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره غوښتي، یوازې ۵ سلنه یې ترلاسه کړې ده. اوچا ویلي چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ دی. دې ادارې خبرداری ورکړ چې که فوري مالي مرسته ورسره ونه شي، خطر شته چې په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته حیاتي بشري مرستې ودرېږي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو هر کال د افغانستان لپاره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه لوړه شوه

د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په بانکونو کې له خپلو حسابونو څخه د پیسو اخیستو اندازه په اوونۍ کې تر ۵۰ زره افغانۍ یا ۶۰۰ ډالرو پورې لوړه کړه. د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه خلک د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته ورمات شول، خو طالبانو د دې لپاره چې بانکونه له پیسو تش نه شي، له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره حدود وټاکل. په پیل کې هیچا له خپل حسابه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې نه شوای ایستلی، وروسته یې دا اندازه په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړه. Читать дальше...


Администрация Лобни встретилась с жителями улицы Колычева

В Музеях Московского Кремля пройдет концерт «Пасхальная радость»

Андрей Разин: «У меня большие амбиции»

Россия, Культура, Театр и Дети: цирковая Аригма Цыремпилова - девочка-каучук



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Погребенные заживо. Кукуевская железнодорожная катастрофа 1882 года

В Музее Победы состоится концерт клуба авторской песни «Ветер Победы»

Андрей Разин: «У меня большие амбиции»

Премьера спектакля о блокадном Ленинграде состоится в Музее Победы

Музыкальные новости

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.

Волейбол: «Локомотив» из Калининграда завершил сезон на втором месте в Pari Суперлиге

Выпускники БРХК вновь выступят на одной сцене

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.

Новости России

Администрация Лобни встретилась с жителями улицы Колычева

Эксперт: снижение арендных ставок на жилье не стоит ждать раньше осени

Россия, Культура, Театр и Дети: цирковая Аригма Цыремпилова - девочка-каучук

Продолжается приём заявок на участие в конкурсе "Мама и дети в национальных костюмах"

Экология в России и мире

«Популярные» мифы об ИППП

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга

Российская империя в фото 40

Бурятия, Россия, Дети, Концерт: Театр кукол Ульгэр в Улан-Удэ представит "Вальс Победы" к празднику

Спорт в России и мире

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 

"Я играю и зарабатываю хорошие деньги, но...". Рыбакина назвала главную проблему в женском теннисе

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000

Moscow.media

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.

Стильный дизайн и гибридное шумоподавление: беспроводная гарнитура-вкладыши W260NC от Edifier

Героическое участие армян в СВО. Часть третья

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Пётр Алексеевич Спичев







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *