کرېکټ؛ د افغانستان کمعمره ځوانان نن له سريلانکا سره شل اوريزه لوبه کوي
د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا په وړاندې شل اووره مسابقه کوي.
کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده، چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي.
د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګلهدېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، پهکې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي."
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.