Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Март
2023

Новости за 22.03.2023

Pa.azadiradio.com 

امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سه‌شنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي. د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي. په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی. امریکايي دفاعي چارواکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مک‌کال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي. ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو پر زده‌کړو د بنديز د دوام په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

یو شمېر خبري رسنیو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل ته پام اړولی، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نه ځي. ډجیټل ژورنال: ډجیټل ژورنال د کال په لومړۍ ورځ او د تعلیمي کال په پیل کې دوې ستونزې یادوي. لومړی دا چې پخوا به د کال په لومړۍ نېټه د نوروز په خاطر ښوونځي تړلي وو او د وري په دوهمه ورځ به ښوونځي پرانیستل کېدل. دوهم دا چې د طالبانو د پوهنې وزارت د وري یا حمل په لومړۍ نېټه د ښوونځیو د پرانيستل کېدو په اړه پر وخت معلومات ور نه‌کړل او دا چې په دې ورځ ښوونځي پرانیستي وو خو بیا هم درس په‌کې نه و.

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان سبا پنجشنبه د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې

د سعودي عربستان حکومت وايي، پرون سه‌شنبه میاشت ونه لیدل شوه او پنجشنبه به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي. حرمین شریفین په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له سبا به د عربستان په دوو سپېڅلو جوماتونو مسجد نبوي او مسجد حرام کې د تراويح لمونځونه کېږي. د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې د اعلان په اړه څه نه‌دي ويلي، خو د افغانستان حکومت د سعودي عربستان د محکمې له اعلان وروسته هم روژه نيسي او هم اختر کوي.

Pa.azadiradio.com 

د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هند د ټروریزم ضد افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي. هندي چارواکو پرون سه‌شنبه وویل، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و. د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر د دوشنبې په ورځ په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې پرون نوموړی توقیف کړ. تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې له‌خوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی دی، خو بېرته خوشې شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: پنټاګون اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو بهير تېزوي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري، چې اوکراین ته د ابرامزـ۲ په نوم د ټانکونو د ورکولو بهیر چټک کړي. پنټاګون دا مهال پر دې غور کوي، چې د دغو ټانکونو زړې بڼې تر جوړولو وروسته اوکراین ته ورکړي، چې دا کار تر نویو ټانکونو لږ وخت نیسي. امریکايي چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته پرون ویلي، هدف دا دې چې له اتو تر لسو میاشتو پورې د اوکراین جنګي ساحې ته دغه جنګي ټانکونه ورسول شي. اصلي پلان دا و چې اوکراین ته ۳۱ عرادې ابرامزـM1A2 ډوله ټانکونه ورکړل شي، چې جوړول او اوکراین ته رسول یې تر یوه یا دوو کلونو وخت نیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د لوېدیځ په ګڼو کردمېشتو سیمو کې د حکومت پر خلاف تازه اعتراضونه شوي

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو په وړاندې په داسې حال کې له فشارونو کار واخیست چې په ایران کې پرون د نوروز جشنونه روان وو. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ښکاري، چې د اذربایجان غربي په مهاباد، اشنویه، بوکان، پیرانشهر او د کردستان په سقز، سنندرج او دهګلان کې پر لارو سړکونو اعتراضونه شوي دي. د بشري حقونو د یوې ډلې ههنګاو د ویبسایټ په ګډون ځینو سرچینو ویلي، په سقز ښار کې راټولو شویو کسانو د ۲۲ کلنې مهسا امیني پر مړینه ویر وکړ. دغه مېرمن چې په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ د افغانستان کم‌عمره ځوانان نن له سريلانکا سره شل اوريزه لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا په وړاندې شل اووره مسابقه کوي. کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده، چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي. د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، په‌کې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي." د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې د زلزلې له امله يوولس کسان مړه شوي

د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، قدرت د ریښترپه کچه ۶،۵ ثبت کړی دی. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي، په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبيلو‌اف‌پي: افغانستان د قحطۍ له تر ټولو جدي خطر سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) خبرداری ورکوي، افغانستان د روانۍ پېړۍ په لومړۍ ربع کې د قحطۍ له تر ټولو جدي بحران سره مخامخ دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی راروانه میاشت ۱۳ ملیون کسانو ته د خوړو د مرستې رسولو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي وويل: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې له کموالي سره مخامخ دی، چې له کبله یې اړ دی، په ټول افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستې کچه راټیټه کړي. WFP په پام کې لري، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د طالبانو هغه پرېکړه خواشینوونکې بللې چې، یو وار بیا یې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه‌ده ورکړې. یونېسف پرون له نیویارک نه په یوه اعلامیه کې بیا د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي. د یونېسف په وینا، د طالبانو دا ناروا پرېکړه د دې سبب شوې، چې څه باندې د یو ملیون نجونو خوبونه په اوبو لاهو شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له حضور پرته پیل شو. Читать дальше...


РФ призвала Францию воздержаться от насилия к протестующим в Новой Каледонии

Собянин поддержал проведение военно-спортивного фестиваля в «Лужниках»

Движение по Садовому кольцу открыли после велогонки и фестиваля

Названы города с самыми недорогими гостиничными номерами



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

2013 • Химик Воскресенск (г.Воскресенск, Московская область) объявляет просмотр полевых игроков и вратарей 2013 г.р.

Юные хоккеисты развернули 100-метровую георгиевскую ленту в Музее Победы

Квитанции по ЖКХ пустые: от этих выплат полностью освободили пожилых людей

Deckhouse Stronghold вошел в Реестр российского ПО

Музыкальные новости

ЦСКА в Петербурге обыграл "Зенит" и повел 1/2 финала Единой Лиги ВТБ

Чемпион России Георгий Джикия покинет "Спартак" по окончании сезона

Обращение Аршака Карапетяна к соотечественникам

RPG Battle of Souls доступна в Google Play 2 стран

Новости России

С 18 по 31 мая в «Москвариуме» пройдут открытые тренировки дельфинов и белухи

Надежность благотворительности: специалисты поделились рекомендациями по выбору фондов

Сделку по переводу денег IKEA из России за рубеж признали безнравственной

Автоматический перерасчет за ЖКХ: правозащитники предлагают упрощение

Экология в России и мире

Страдания юного Аюша Булчун

Каскадная лестница из мрамора

Кладезь полезных свойств: Кутушов рассказал о пользе шлемника байкальского

В Санкт-Петербурге открылся первый магазин китайского бренда Balabala

Спорт в России и мире

Первая ракетка Казахстана вышла в финал турнира WTA в Италии

Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»

Теннисист Медведев может потерять свое место в рейтинге ATP

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме

Moscow.media

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

15 мая в системе Следственного комитета Российской Федерации отмечается 157-я годовщина со Дня образования военных следственных органов

Под зеленым куполом

Большой Тхач







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *