په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو څېړنه پیل شوې
په بریتانیا کې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه د هغو لسګونو ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه څېړنه پيل شوه چې په افغانستان کې د شپې پر مهال عملیاتو کې پر برتانوي ځانګړو ځواکونو شوې ده. نیاز بي بي د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي ده. هغه ادعا کوي چې زوی یې د برتانوي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوی دی. دا وایي، خپله هم کونډه ده او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، ځکه د کور یوازېنی ډوډۍ ګټونکی زوی یې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. هغې وویل: "نهه کاله کېږي چې کونډه یم او دا یتیمان مې په خوارۍ او غریبۍ لوی کړل. Читать дальше...