افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې د زلزلې له امله يوولس کسان مړه شوي
د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، قدرت د ریښترپه کچه ۶،۵ ثبت کړی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي، په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګژوبلې وروستي ارقام نهدي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې، د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه زلزله ډېره شدیده وه خو تر اوسه د کومو ځاني زیانونو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
د پاکستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند بلال فیضي او یو شمېر نورو چارواکو ویلي، د پښتونخوا ایالت په مختلفو برخو کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.
فیضي همدارنګه ویلي چې، په سوات دره کې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا ایالت طبعي پېښو ته د رسېدو د چارو د ادارې ویاند تیمور خان ویلي، لږ تر لږه نولس خټین کورونه په لیرې پرتو سیمو کې ویجاړ شوي او هڅې پیل شوي چې د دغې زلزلې د اړول شویو زیانونو په اړه معلومات راټول شي.