مراکش کې مرګونې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۶۲ ته پورته شوی
په مراکش کې د تېرې شنبې شپې زلزلې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۶۲ ته پورته شوی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د دغه هېواد په زلزله ځپلې سیمه کې ځایي اوسېدونکو څلورمه پرلهپسې شپه هم په خلاصه فضا کې تېره کړه.
د مراکش په تاریخي ښار مراکش کې د ژغورنې ټیمونه لا هم تر خاورو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د ایستلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ژغورنې له دغو ټیمونو سره د بریتانیا، اسپانیا او قطر د ژغورنې ډلې هم ملګرې شوي دي.
زلزله کې د ټپیانو شمېر هم ۲۵۶۲ ښودل شوی او ویل شوي چې چارواکو ته دا څرک نه لګېږي چې څومره کسان به لا هم تر خاورو لاندې وي.