د ملګرو ملتونو یو کمېشنر په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر بد وضعیت کې وبلل
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر خراب وضعیت کې دي او د میلیونونو ښځو، نارینهوو، نجونو او هلکانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی. ټرک دغه څرګندونې نن په جینوا کې د بشري حقونو د شورا ۵۴مې غونډې ته په وینا کې وکړي او ویې ویل چې د لسیزو جګړو په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. هغه زیاته کړه، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو سیستماتیک بریدونه کړي دي. Читать дальше...