طالبانو په خپلو پروژو کې زرګونه کسانو ته د دندو د ورکولو ادعا کړې
د طالبانو د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویلي چې په خپلو پروژو کې یې تر ۸۰۰۰ ډېرو کسانو ته په مستقیم او ۲۲۰ زره نورو ته په غیر مستقیم ډول دندې ورکړي.
دغه وزارت دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې زرګونه خلکو ته دا دندې د کابل د نوي ښار د لومړي فاز په پروژه، قطري ښارګوټي پروژه او د کابل پيروزي ښارګوټي په پروژه کې پیدا شوي.
معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت دا پروژې له کومې بودیجې تمویلوي.
د طالبانو ښار جوړونې وزارت همداراز ویلي چې په پخوانیو نیمګړو پروژو یې هم کار پيل کړی دی.