د هرات په زندهجان کلي کې نږدې سل کورونه ویجاړ شوي
په هرات کې د زلزلې له کبله په زندهجان کلي کې نږدې سل کورونه ویجاړ شوي دي. د دغې زلزلې له کبله ځينې خلک لا هم تر خاورو لاندې دي. نور په ویډیو کې:
په هرات کې د زلزلې له کبله په زندهجان کلي کې نږدې سل کورونه ویجاړ شوي دي. د دغې زلزلې له کبله ځينې خلک لا هم تر خاورو لاندې دي. نور په ویډیو کې:
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري. د دغه سازمان افغانستان څانګې یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې دوی تر دې دمه د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۴ سیار روغتیايي ټيمونه موظف کړي چې عاجلې مرستې ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا سیار ټیمونه صحي خدمات وړاندې کوي او تر څنګ یې زیانمن خلک مرکزونو ته انتقالوي او د خلکو د اړتیاوو ارزونې کوي. په بیان کې زیاته شوې چې تر دې دمه د هرات په مرکزي روغتون کې لږ تر لږه د ۵۰۰ ټپيانو درملنه شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته درې پر دوه ماتې ورکړه. د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠۲٤ کال د اسيا د فوټسال اتلولیزو سیالیو په غوراوي پړاو کې د عربستان په وړاندې دا بريا ترلاسه کړه. دا لوبه د یکشنبې په شپه د سعودي عربستان په دمام ښار کې وشوه او افغان ټیم داسې حال کې کوربه ته ماته ورکړه چې د سعودي عربستان حکومت افغان لوبغاړو ته له لوبې یواځې یوه ورځ مخکې ویزه ورکړې وه. په پام کې ده چې نن شپه د کابل پر وخت ۸:۳۰ بجې د افغانستان... Читать дальше...
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل-شانګهای هوايي دهلیز پرانیست. د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پرون یکشنبه اکټوبر ۸مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ملا برادر ددې دهلیز د پرانیستې په مراسمو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته له ژمنو هېوادونو مننه وکړه. هغه همداراز له افغان سوداګرو غوښتي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. د سوداګرۍ کارپوهان په دې باور دي چې سوداګریز-اقتصادي دهلیز د ځمکې له لارې په ځانګړې توګه پاکستان او له هغه... Читать дальше...
د طالبانو د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویلي چې په خپلو پروژو کې یې تر ۸۰۰۰ ډېرو کسانو ته په مستقیم او ۲۲۰ زره نورو ته په غیر مستقیم ډول دندې ورکړي. دغه وزارت دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې زرګونه خلکو ته دا دندې د کابل د نوي ښار د لومړي فاز په پروژه، قطري ښارګوټي پروژه او د کابل پيروزي ښارګوټي په پروژه کې پیدا شوي. معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت دا پروژې له کومې بودیجې تمویلوي. د طالبانو ښار جوړونې وزارت همداراز ویلي چې په پخوانیو نیمګړو پروژو یې هم کار پيل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په هرات کې د شنبې ورځې په زلزله کې څه باندې ۱۱زره کسان اغېزمن شوي دي. دغې ادارې تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنه یاد کړی، خو د طالبانو چارواکي بیا د مړو شمېر څه کم ۲۵۰۰ ښيي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري. د دغه سازمان افغانستان څانګې یکشنبه ناوخته په یوه بیان... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان په لوېدیځ کې د شوې زلزلې اغېزې په دقت سره څاري. انټوني بلېنکن تېره شپه په ایکس شبکه کې لیکلي، د امریکا بشرپال همکاران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په عاجلو مرستو سره اقدام کوي. بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړوندې نړیوالې ادارې د شنبې ورځې د زلزلې د زیانونو په ارزونه بوخت دي او تر دې غمیزې وروسته عاجل لومړیتوب زلزله ځپلو ته د فوري مرستو وېش دی. دغې استازولۍ... Читать дальше...
د ترکیې دفاع وزارت وايي، پوځ یې د سوریې په شمال کې پرون هوايي حملې کړي او د کرد افراطي وسله والو ۶ اهداف یې ویجاړ کړي دي. دغه وزارت ویلي چې په دې حملو کې ګڼ وسلهوال له منځه وړل شوي دي. د ترکیې پوځ وايي، په دغو اهدافو کې د تېلو هغه تاسیسات هم شامل دي چې د کردانو افراطي وسلهوالو ورڅخه ګټه اخیسته. د دې تر څنګ داسې پناه ځایونه او زېرمې ویشتل شوي چې ګومان کېږي دغه وسلهوال په کې وو. د ترکیې دفاع وزارت نه دي ویلي چې دغه عملیات د سوریې د شمال په کومه ساحه کې شوې دي.
د ارمنستان روغتیا وزارت پرون ویلي، هغه پنځه تنکي ځوانان چې د سپټمبر پر ۲۹مه د لانجمنې سیمې نګورنو قرهباغ د تېلو په یوه زېرمه کې د چاودنې له کبله ټپیان شوي وو، د درملنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو او بلجیم ته ولېږدول شول. دغه وزارت وايي، تر دې مخکې لږ تر لږه ۱۲ نور کسان د درملنې لپاره فرانسې، بلغاریا او ایټالیا ته لېږل شوي وو. په نګورنو قرهباغ کې د بېلتونپالو چارواکي وايي، په هغه چاودنه کې لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه او ۲۹۰ نور ټپیان شوي وو.
په اسراییل او غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر تر یکشنبې ناوخته له ۱۱۰۰ اوښتی دی. خبري اژانسونو له هغې ډلې اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په غزې تړانګه کې د اسراییلو د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي. همداراز په اسراییلو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پرون ناوخته له اوه سوه اوښتی دی. زرګونه کسان دواړو خواو ته ټپیان شوي هم دي. پرون د دویمې ورځې په مخه په غزې تړانګه باندې د اسراییلو بمبارۍ روانې وې. اخوا امریکا متحده ایالتونو له اسراییلي ځواکونو سره د مهماتو او تجهیزاتو د مرستې تر څنګ ویلي چې خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته استوي.
د چين په هانګژو ښار کې د اسيايي جام نولسم پړاو پرون يکشنبه د اکټوبر ۸مه په شاندارو مراسمو سره پای ته ورسېد. د سیالیو تنظیموونکو دا یو له غوره جامونو وباله. په دغو سیالیو کې د افغانستان شاوخوا ۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه. د چين صدراعظم لي که چيانګ په دغه مراسمو کې له نندارچيانو او ورزشکارانو څخه ډک حضور درلود. د ٤٥ هېوادونو څه د پاسه دولس نيم زره لوبغاړو په ٤٠ سپورتي لوبو کې ګډون وکړ. کوربه چین د مډالونو په ګټلو په ټوله اسیا کې لومړی مقام وګاټه. په دې کې یواځې ۲۰۰ د سرو زرو مډالونه شامل دي. Читать дальше...
امریکا متحده ایالتونو ویلي چې پر اسراییل د حماس د بریدونو په غبرګون د مدیترانې ختیځ ته جنګي بېړۍ استوي. د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات به د فلسطیني وسله والې ډلې حماس له خوا د بریدونو په ځواب کې اسراییل ته مهمات او تجهیزات ورکړي او په منځني ختیځ کې به امریکایي ځواکونه لا پسې غښتلي کړي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین په یوه بیان کې وویل: "د متحده ایالاتو حکومت به سمدستي د اسراییلو دفاعي ځواکونو ته د مهماتو په ګډون اضافي تجهیزات او اکمالات چمتو کړي." د... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان بېلابېلو مرستندویو ادارو ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې خپلې مرستې پيل کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي چې مرستندویان یې په هرات کې زلزله ځپلو سیمو ته ورغلي او عملاً يې د خوراکي توکو د بستو وېش پیل کړی دی. د دې ادارې د افغانستان څانګې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ یې سلګونو کسانو ته خوراکي توکي په تېره بیا بیسکویټ ویشلي. هغه وايي: "زموږ ټیمونه په ساحه کې دي. د زیانمنو شویو خلکو، کورنیو ارزونه او د هغوی تشخیص جریان لري. Читать дальше...
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي د افغانستان په لوېدیځ کې د مرګونې زلزلې پر موضوع لیکنه خپره کړې چې د مړو او ټپیانو شمېر په کې تر ۲۰۰۰ زیات راپور شوی دی. طالبانو په لومړیو کې یوازې د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات ښودلی و، خو وروسته یې وویل چې په دې شمېر کې ټپیان هم شامل دي. د ورځپاڼې په لیکنه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت د وزارت د ویاند ملا جانان سایق خبرې رااخیستل شوي، چې پرون یکشنبه یې ویلي، ګڼ کسان لا هم تر نړېدلو کورونو لاندې دي او ګڼ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. Читать дальше...