د نګورنو قرهباغ د پېښې پنځه ټپیان د درملنې لپاره امریکا او بلجیم ته لېږدول شوي
د ارمنستان روغتیا وزارت پرون ویلي، هغه پنځه تنکي ځوانان چې د سپټمبر پر ۲۹مه د لانجمنې سیمې نګورنو قرهباغ د تېلو په یوه زېرمه کې د چاودنې له کبله ټپیان شوي وو، د درملنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو او بلجیم ته ولېږدول شول.
دغه وزارت وايي، تر دې مخکې لږ تر لږه ۱۲ نور کسان د درملنې لپاره فرانسې، بلغاریا او ایټالیا ته لېږل شوي وو.
په نګورنو قرهباغ کې د بېلتونپالو چارواکي وايي، په هغه چاودنه کې لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه او ۲۹۰ نور ټپیان شوي وو.