مصر نن د غزې د وضعیت د حل لارې لپاره د یوې غونډې کوربه دی
ټاکل شوې ده چې نن په مصر کې یوه سرمشریزه جوړه شي.
دا غونډه د هغې وېرې لپاره جوړیږي چې د غزې جګړه د منځي ختیځ نورو سیمو ته خپره نه شي.
په دې غونډه کې د امریکا د متحد ایالتونو او یوشمېر نورو هېوادو د استازو نه شتون د دې سبب کیږي چې څوک ډېره تمه ترې ونه کړي.
د قاهرې په غونډه کې به د یوشمېر عربي او اروپایي هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران برخه واخلي.
چین ویلي دي چې د منځني ختیځ لپاره به خپل استازی ژي جن د قاهرې غونډې ته واستوي.
روسیې ویلي دي چې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.