Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 21.10.2023

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او د کمربند او لارې پروژه

په افغانستان کې طالبان غواړي چې هیواد د چین له کمربند او لارې پروژې سره یوځای کړي. ځیني په دې باور دي چې ممکن له دې سره افغانستان نور هم د پاکستان محتاجه شي، یوشمیر نور بیا له دې نظر سره مخالف دي، خو سوال دا دی چې له اصله به د چین دا ستره پروژه پلې شي؟ په دې اړه دلته بحث کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښمن یوو

اروپایي ټولنې په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښنه ښکاره کړه. د پاکستان حکومت تر یو میلیون او اووه لکه ډیرو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې که له پاکستانه ونه وځي، په زوره به یې وباسي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې ویاند پیټر ستانو ازادي راډیو ته د ایمیل له لارې په رالیږلي پيغام کې ویلي دي چې په اغېزمن کیدونکو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د خپل امنیت د تامینولو په هڅه کې دي. د ستانو په وینا، ښایي مېرمنې او نجونې افغانستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمېشن ویاند سهیل احمد وايي، خلک باید په ټولټاکنو کې برخه واخلي

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا صوبې وياند سهيل احمد ميلمه کړی دی. نوموړي په صحافت کې لوړې زده کړې کړي او له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن د وياند په توګه کار کوي. سهيل احمد وايي، له تېرو هغو پرتله راتلونکي عام انتخابات به په هر لحاظ په ښه طريقه ترسره شي او د دې لپاره په ټولو اړخونو باندې کار روان دی. د ده په خبره که چیرې په قبايلي ضلعو کې په حلقه بنديو باندې د خلکو اعتراضات وي نو د اکتوبر اخرۍ اوونۍ پوري خپل اعتراضات کمېشن سره جمع کولي شي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کمپاین؛ ترسره کوونکي یې څه غواړي؟

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د ښځینه فعالانو زندان کې د ساتلو دوام ته په غبرګون، په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کې د هغو دوو معترضو ښځو ژولیا پارسي او ندا پرواني د خلاصون غوښتنه شوې چې د طالبانو له خوا نیول شوې دي. په ورته وخت کې د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ هم د شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او ادعا یې کړې چې طالبانو د ژولیا پارسي او زرګونو نورو بندیانو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ یو شمېر مشران قاهرې ته د غزې په اړه غونډې ته رسیدلي

د مصر پلازمېنې قاهرې ته د نړۍ یو شمېر مشران نن سهار ورسیدل. په دوی کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بیربوک، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي او د عربي هېوادونو په مشرانو کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال-ثاني شامل دي. مصر غواړي چې د سیمې او نړۍ د لسګونو مشرانو په دې غونډه کې پر دې خبرې وشي چې څرنګه په غزه کې د روانې جګړې مخه نیولی شي. د مصري رسنیو په وینا، قاهره دا اندېښنه لري چې دا جګړه په سیمه کې پراخه نه شي. د قاهرې په ننۍ غونډه کې د ایټالیا،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رزمي لوبې؛ افغان لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه یوه امریکایي سره سیالي لري

افغان رزمي لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه په یو اف سي سازمان کې لوبه لري. جاوید بشارت به له امریکايي ویکتور هنري سره په ۶۱ کیلو وزني کټګورۍ یا بنټموېټ کې مخ شي. د دوی لوبه د یو اف سي سازمان په ۲۹۴ پړاو کې تنظیم شوې چې تمه ده نن ماښام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب وشي. بشارت ۱۴ لوبې ګټلي او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې. ویکتور هنري بیا ۲۳ لوبې ګټلي او ۶ یې بایللي دي. د یو اف سي د نن شپې په اصلي لوبه کې د نړۍ اتل اسلام مخاچف له اسټرالیايي الکساندر ولکونوسکي سره مخ کېږي. دوی یو وار مخکې هم لوبه کړې وه چې اسلام پکې بریالی شوی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رفح دروازه فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره پرانیستل شوه

د مصر او غزې ترمنځ د رفح په نوم سرحدي دروازه نن له محاصره شویو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره پرانیستل شوه. دا لاره وروسته تر هغې تړل شوې وه چې دوې اوونۍ مخکې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه. د القاهره په نوم د مصر دولتي اژانس وایي چې تر دوه سوه ډیرې لارۍ چې شاوخوا درې زره ټنه مواد پکې بار دي، له څو ورځو راهیسې رفح ته څېرمه ولاړې دي او نن یوازې شل لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې غزې ته داخلې شي. د غزې دوه میلیونه او درې لکه استوګن د خوړو او د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي. د روغتونونو مسوولین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویسټ: د خوړو نړیوالو بنسټونو سره مې د افغانستان د خوراکي موادو پر خوندیتوب خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان او د خوړو د نړیوال پروګرام له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. توماس ویسټ نن پرته له دې چې د دې غونډې نېټې ته اشاره وکړي، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ده د دې دوو ادارو له چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې او دا هغه موسسې دي چې له میلیونونو افغانانو سره حیاتي مرستې کوي. د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې د افغانستان د خوراکي موادو خوندیتوب د اندېښنې وړ ګڼل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان جنس بدلو طالبان د دوی خلاف په جنایت تورن کړل

د افغانستان جنس بدلو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتې دي چې د افغانستان د ( جي بي تي کیو) او ښځو په وړاندې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژني. جنس بدلو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ادعا وکړه چې طالبانو د دوی پرضد په افغانستان کې جنایت ترسره کړی دی. د دې لیک یوه لاسلیک کوونکي او د ( ال جي بي تي کیو) د حقونو فعال ارتمیس اکبري ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دوی د ټولنې له غړیو سره ډیر بد چلند شوی دی، دوی وهل شوې دي او شکنجه شوې دي. د برېتانیا ګارډین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران او پاکستان ته کډوال شوي یو شمېر مخکیني افغان پوځیان؛ هېواد ته جبري ستنول مو ژوند ګواښي

له پاکستان او ايران څخه په زوره د کډوالو د ايستلو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي چې د تېر جمهوري نظام په پوځي ليکو کې يې دندې درلودې. دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پناه اخيستلو په نيت يادو هېوادونو ته تللي دي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له امنيتي ګواښونو سره مخ کېږي. د تېر جمهوري نظام د ملي پوځ د ليکو يو سرتېری چې پاکستان کې کډوال دی او نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، افغانستان کې تر څارنې لاندې دی او که ستون شي نو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدلی شي: نوموړی زیاتوي: "زه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لارې د تړل کیدو دوام؛ یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي: پر بدیلو لارو تګ راتګ ډېر ستونزمن دی

په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کیدو تر څلوېښتو زیاتې ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې. دا لویه لار د بیارغونې په موخه تړل شوې ده. یو شمېر مسافر چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې پر بدیلو لارو تګ راتګ وخت ګېره، ستونزمن او ګران کار دی. مینه چې تازه له مزارشریف څخه کابل ته راغلې، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: " لاره ډيره خرابه ده، په ساعتونو منتظر پاتې شوو، کرایه هم لوړه شوې. په پخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ژمی او د هوا سړیدل؛ اوچا: د هرات زلزله ځپلي د سرپناه جوړولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمي له رارسیدو او د تودوخې  درجې له راټيټېدو سره، د هرات ولایت زلزله ځپلي د کورونو او سرپناوو د بیارغونې لپاره، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د اکتوبر په ۲۰ د هرات زلزله ځپلو ته د ځوابي بشري مرستو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې د اکتوبر له ٧مې نېټې څخه را په دې خوا، په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه تر ٦ درجې د زیاتې زلزلې او ټکانونو وروسته، په یاد ولایت کې د بشري ملاتړ لپاره یو شمېر فعالیتونه ترسره کیږي. اوچا زیاتوي، د بشردوستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مصر: غزې ته مو نن د بشري مرستو لارۍ ننوتې

د مصر د سرې میاشتې چارواکو او یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس اژانس ته وویل چې له مصر څخه د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته د بشري مرستو لارۍ نن داخلې شوې. د مصر دولتي تلویزیون د یو شمېر لاریو تصویر ښکاره کړ چې د رفح په دروازې ننوځي. دا مرستې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ غزې تړانګې ته، چې دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، رسیږي.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په نیت نهه اعشاریه نهه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړي چې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایي ښوونځيو د نژدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړي. د اروپایي ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې په مټ به د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) د نژدې نهه سوه زره هلکانو او څه باندې اته لکه پنځو زره نجونو لپاره د دوو کلونو په مخه یو وخت صحي خواړه چمتو کړي.

Pa.azadiradio.com 

نواز شریف له ۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته بیا پاکستان ته ستون شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف نن له دوبۍ څخه په ځانګړې الوتکه کې خپل هېواد ته ستون شو. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، په لندن کې له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته اوس غواړي چې د جنوري میاشتې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ډېر ملاتړي خپل کړي. ټاکل شوې ده چې نواز شریف به نن په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي. نواز شریف په داسې وخت کې پاکستان ته ستون شوی دی چې دغه هېواد له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی. نوازشریف په دوه زه نولسم کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۹ ورځې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو تر مهلت پوره کیدو؛ غوښتنې او اندېښنې څه دي؟

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هېواد کې مېشتو یو عشاریه ۷ میلیونه غیر قانوني افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ورکړل شوی یو میاشتني مهلت پای ته رسېدو ته یوازې نهه ورځې پاتې دي، په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستان دا پرېکړه غیر عادلانه بولي او وايي پاکستان دې په دې برخه کې انساني حقونو ته درناوی وکړي. دوی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کډوالو د حقونو پر بنسټ چلند وشي. د خیبر پښتنوخوا ایالت په پېښور ښار کې میشت یو افغان کډوال فرید کاموال ازادي راډيو ته وویل: "په وطن کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د نواز شریف سیاسي ژوند کله او څنګه پیل شوی وو؟

د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې قاید نواز شریف درې ځله د ملک وزیراعظم پاته شوی دی. د هغه ګوند هیله من دی چې که راتلونکي انتخابات وګټي نو نوموړی به پاکستان له روانو اقتصادي ستونزو وباسي. بوریوال کاکړ د رویټرز او فرانس پریس اژانس د ویډیوګانو پر اساس د نواز شریف سیاسي ژوند ته کتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

نتنیاهو: غزه کې تر بریالیتوب ګټلو جنګیږو

د اسراییل صدراعظم وایي، په غزه کې به د دوی تر بریالیتوب پورې جګړه روانه وي. بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه باندې د اسراییل بمباریو، همداراز د حماس له لوري د دوو امریکایي برمته و د خوشې کیدو مسالې ته په اشارې سره دا خبره وکړه. حماس ډلې پرون نهه پنځوس کلنه امریکایۍ جودیت تای رانان او د هغې اوولس کلنه لور ناتالي چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل له داخل څخه تښتولي وو، بیرته خوشې کړل. دوې اونۍ مخکې چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ، هلته یې یو زر څلور سوه کسان چې اکثر یې ملکیان دي ووژل او شاوخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر یو شمېر جنوبي سیمو د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه وهل شوي

د اوکراین په یوشمېر جنوبي او ختیځو سیمو کې نن سهار وختي د هوایي بریدونو په خاطر د خطر زنګونه وهل شوي دي. د راپورونو له مخې، په جنوب کې د کریوې ریه په ښار کې د چاودنو یو شمېر غږونه اوریدل شوي دي. په دې ښار کې د دفاعي شورا مشر اولکساندر ویکول په تیلګرام کې لیکلي دي چې پر ښار د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه شوې دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور دوی ته نه دی رسیدلی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر ۵۲ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

پاکستان وایي، تر دوه پنځوس زره ډېر افغانان د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر پرون پورې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستان د اکتوبر په پیل کې خبرداری ورکړ چې یومیلیون او څه باندې اووه لکه هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، که چېرته د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ونه وځي په زوره به یې وباسي. د پاکستان د دې پریکړې په تړاو پرون د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره د کتنې پرمهال وویل چې اسلام اباد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قوشپې کانال په اړه د ازبکستان اندېښنه، پلاوی یې کابل ته د خبرو لپاره ځي

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان یو حکومتي پلاوی د قوشتپې کانال د اوبو په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. د ازبکستان رسنیو د راپور له مخې، دا هیات به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي. د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې دوی د امو د سېند د اوبو په اړه د منځنۍ اسیا له درېیو ګاونډیو، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره خبرو ته چمتو دي. ازبکستان چې د امو سیند له اوبو د پنبې د کښت لپاره پراخه استفاده کوي، اندېښنه لري چې د قوشتپې د کانال له تکمیلیدو سره به یې اوبه کمې شي.

Mashaalradio.com 

د سیند او پنجاب حکومتونه وايي د نومبر له لومړۍ نېټې به له عدالتي کاروايي پرته ناقانونه کډوال باسي

د سیند د کورنیو چارو نګران وزیر حارث نواز د اکتوبر پر ۲۱مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له عدالتي کارروايي پرته ناقانونه افغان کډوال نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې لېږي.

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه وايي پاکستان باید کډوال په زوره ونه باسي

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي


Облачная погода и небольшой дождь ожидаются в Московском регионе на Пасху

Шестерых нарушителей режима особой охраны выявили в подмосковных ООПТ

В Королеве завершены монолитные работы по возведению здания музыкальной школы

Зампостпреда России при ОБСЕ Волгарев заявил, что Эстония оказывает давление на православную церковь



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Mash: рэпершу Hofmannita проверяет полиция после скандального концерта в Москве

В Черноголовке завершат благоустройство территории Южного озера в 2024 г

Работы пяти художников Самарского политеха будут опубликованы в межрегиональной арт-энциклопедии

Проект «Радио Победы» запустили в Солнечногорске

Музыкальные новости

Электрокроссовер Voyah Free получил новую версию для России. Ее представили в Москве

Российская империя в фото 40

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Новости России

Новую музыкальную школу достроят в Королеве к концу года

Специалисты восстанавливают жилой дом в Балашихе по графику

В московском дворе нашли похожий на мину предмет

В Москве провели репетицию воздушной части парада Победы // Видеофакт

Экология в России и мире

В четверг начинается арктическое вторжение на Москву: в субботу уже -3С, а вечером пойдут дожди

Оксана Федорова представит премьеру фильма «Петербург Шаляпина и Рахманинова» на выставке-форуме «Россия»

Несколько вопросов и ответов для подростков про Инфекции, Передающиеся Половым Путем

Российская империя в фото 40

Спорт в России и мире

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде

Свентек стала первой полуфиналисткой турнира WTA-1000 в Мадриде

Moscow.media

ИИ научился подбирать эффективное лечение для предотвращения инсульта

Росгвардейцы задержали мужчину, подозреваемого в незаконном обороте наркотиков в Москве

Коршун

Компания BelkaCar нарастила выручку до 5,3 млрд по результатам 2023 года







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *