اوچا: امریکا سږ کال تر هر هېواد له افغانستان سره زیاتې بشري مرستې کړې دي
د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي چې سږکال له افغانستان سره تر ټولو د امریکا متحد ایالتونو ډېره بشري مرسته کړې ده.
د ( اوچا) د راپور له مخې، روان میلادي کال له افغانستان سره دولس سوه میلیونه ډالر بشري مرسته شوې ده چې په دې کې تر څلور سوه میلیونه ډالرو ډېره برخه د امریکا د متحدو ایالتونو ده.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرین ډیکر په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي، متحد ایالتونه ویاړي چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو په سر کې ځای لري.