د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري
د کرکټ په نړیوال جام کې نن کوربه هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري.
د دوی لوبه د ممبۍ په ونکډې سټډیوم کې ترسره کېږي.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د ګروپي دور ټولې نهې لوبې ګټلي او تر دې دمه د جدول په سر کې ده.
نیوزیلنډ بیا له نهو لوبو پنځه ګټلي او د څلورم ټیم په توګه یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې وه.
بله نیمه پایلوبه پنجشنبه د اسټرالیا او جنوبي افریقا تر منځ پلان شوې.