Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Ноябрь
2023

Новости за 15.11.2023

Pa.azadiradio.com 

امریکا او بریتانیا د حماس پر افراطي ډلې د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړ

امریکا او بریتانیا پرون د حماس پر افراطي ډلې د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړ. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یو تروریستي ډلې په توګه پېژني. د دې بندیزونو هدف چې پر اسراییلو د حماس ډلې د اوومې نېټې د برید له کبله لګېدلي دا دی چې د دې ډلې د تمویل لارې پرې کړي. په دې بندیزونو کې د حماس مهم مشران او په لبنان کې دېره د نبیل چومان صرافي په نښه شوي دي. دا شرکت د شوې ادعا له مخې حماس ته د دې ډلې له لوی ملاتړي ایران څخه د پیسو د تمویل په چاره کې مرسته کوي. تېره میاشت متحدوایالاتو اعلان وکړ چې غواړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې سیاسي مخالف حشمت‌الله طبرزدي د حبس په یوه بله دوره هم محکوم شوی

د ایران د حکومت سیاسي مخالف حشمت‌الله طبرزدي چې مخکې له یو دښمن هېواد سره د همکارۍ او د کفر ویلو په تور د ۴۵ کاله بند دوره تېروي د حبس په یوه بله دوره محکوم شوی دی. نوموړي ته دا ځل د محکمې له خوا د واکمن سیستم پر ضد د تبلیغ او د ایران کورني او نړیوال امنیت ته د ګواښ په تور د ۴ کلونو او ۳ میاشتې حبس حکم اورول شوی. طبرزدي چې له ۴۰۰ ورځو راهیسې په بند کې دی په یوه لیک کې چې آزادۍ راډیو ترلاسه کړی ویلي چې دی د تهران د انقلابي محکمې له خوا د حبس په بله دوره محکوم شوی دی. طبرزدي ایرانی ژورنالیست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ هندیان د دیوالي کلتوري جشن څرنګه نمانځي

هندیان د دیوالي کلتوري جشن څرنګه نمانځي. په دې خپرونه کې د کیسو نقد درته وړاندې کېږي او شعر هم اورېدلی شئ. د یوه انځور په اړه به واورئ چې په لسګونو میلیونه ډالر پلورل شوی او د نه تسلمېږم په نوم پښتو ناول بولۍ ته وړاندې شوی، ولې؟ دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

مسوولان: په کندهار کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

په کندهار کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي. د دغه ولایت د میروس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د هوا له سړېدو سره سم کندهار کې سلګونه ماشومان په سینه بغل، ټوخي او زکام اخته شوي او ورځ تر بلي یې شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. دا په داسي حال کې ده چې د هوا له سړېدو سره له پاکستان څخه تر ۳۰۰زره زیات افغات کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او د غربت له امله خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمه کې زلزله شوې

د افغانستان له شمال ختیځ څخه د یوې نسبتاً درنې زلزلې خبرونه رارسېدلي. د جرمني د جیولوژیکي علومو د مرکز د خبر له مخې دا زلزله د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد کې شوې او قدرت یې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې و، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی. د 'جي ایف زیټ' د معلوماتو له مخې د دې زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰۹ کیلومتره ژور تل کې و. د زلزلې د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. د یکشنبې په ورځ هم له همدې سیمې څخه د ۴،۷ درجې زلزلې خبر راورسېد چې انساني تلفات یې نه درلودل.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په هرات کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي

طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي دي. سیمه ییزو سرچینو دا خبره د ازادي راډیو خبریال ته تایید کړې ده. اخوا ګڼو رسنیو او خبریالانو هم لیکلي چې د طالبانو وسله وال د سه شنبې په ورځ د هرات یو شمېر ښوونیزو مرکزونو ته ورغلي او دغو مرکزونو ته یې د نجونو د ورتګ مخه نیولې ده. په خواله رسنیو هم د څو ښوونیزو مرکزونو په دروازو د طالبانو د سند د لګېدو عکسونه خپاره شوي. په دې مکتوب کې لیکل شوي چې تر بل امر پورې دې د هرات ټول ښوونیز مرکزونه تړلي پاتې وي. د راپورونو له مخې د هرات ګڼو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مککال: تر خپله وسه د طالبانو له بنده د کوربېټ د خوشې کولو هڅې کوم

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون هغه امریکايي مېرمن ورغوښتې وه چې خاوند یې له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په خپله ایکسپاڼه د انا کوربېټ وینا هم خپره کړې او لیکلي یې دي چې د بهرنیو اړیکو کمېټه او دی هر څه چې په وس کې لري په کار اچوي څو د دې مېرمن خاوند بېرته خپل هېواد ته راولي. مککال د انا کوربېټ او د هغې د کورنۍ د درد او خپګان یادونه کړې ده. د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې طالبانو د انا کوربېټ خاوند راین کوربېټ او د هغه یو جرمن همکار په شبرغان ښار کې ونیول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: طالبان بشري مرستې بل خوا وړي یا یې ترې د ځان په ګټه کار اخیستی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش وايي، طالبانو د امریکا بشري مرستې بل لور ته وړي یا یې له یوې زیاتې اندازې د ځان په ګټه کار اخیستی دی. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم امریکا د افغانانو تر ټولو ستره مرستندویه پاتې شوې. هغه ویلي، افغانان له یوه غیرمترقبه یا نااټکل شوي بشري ناورین سره مخ دي. جان سوپکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: افغانستان په کراچۍ بندر کې د زرګونه کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې

مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼه لیکي، افغانستان له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ له بندره په زرګونو کانټینرونه آزاد کړي. د فرانس‌پرېس اژانس په راپور کې چې دې ورځپاڼې پرون سې شنبې خپور کړی ویل شوي چې افغانستان له پاکستانه د مالونو د وارداتو د هغو په زرګونو کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې چې پر نړیوالو کارګوګانو د اسلام آباد له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي. د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وایي، دوی د دغو وارداتي مالونو له پلوه چې له ګمرکې تعرفو او مالیو پرته افغانستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې له اوکراین سره د ۱۱۰ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ

اروپايي ټولنې له اوکراین سره د ۱۱۰ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ. د اروپايي کمېسیون یوه ویاند بالاس اوژواري د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په داسې حال کې چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه دوام لري، له بده مرغه په هغه هېواد کې بشري وضعیت له ناورین سره مخ دی، له همدې امله اروپايي کمېسیون ۱۱۰ میلیونه یورو اوکراین ته ځانګړي کړي چې ۱۰۰ میلیونه یورو یې په اوکراین کې د عملیاتو او ۱۰ میلیونه یې په مالدوا کې د اوکراین د کډوالو او د هغوی د ملاتړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییز اتصال د غښتلتیا لپاره یو مهم اقدام دی. هغه زیاته کړې چې د درې واړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اړیکو روښانه لرلید موجود دی. په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ بندر کې د افغانستان د زرګونو کانټینرونو ایسارېدل؛ طالب چارواکو یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا درې زره کانټینرونه بند پاتې دي. د راپورونو له مخې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې کانټينرونو د خوشې کېدو په هدف له پاکستاني چارواکو په تېره بیا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبري کړي دي. د فرانس‌پرېس په یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري

د کرکټ په نړیوال جام کې نن کوربه هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري. د دوی لوبه د ممبۍ په ونکډې سټډیوم کې ترسره کېږي. د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د ګروپي دور ټولې نهې لوبې ګټلي او تر دې دمه د جدول په سر کې ده. نیوزیلنډ بیا له نهو لوبو پنځه ګټلي او د څلورم ټیم په توګه یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې وه. بله نیمه پایلوبه پنجشنبه د اسټرالیا او جنوبي افریقا تر منځ پلان شوې.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د داعش د یوه لوړپوړي غړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی

په ایران کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي غړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی. د ایران پوځ ته نږدې نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې دا کس د ایران په اهواز ښار کې نیول شوی دی. تسنیم د دغه کس د نیول کېدو د وخت له یادولو پرته ادعا کړې چې نوموړی د خوزستان د ولایت په کچه د اسلامي دولت ډلې له مشرانو څخه و او د داعش لپاره یې د ځواکونو په استخدام او روزنې بوخت و. په راپور کې نیول شوی کس په ایران کې له اسلامي دولت ډلې سره په تماس کې یو له هغو جګپوړو کسانو څخه بلل شوی چې په عراق کې یې له داعش سره د یوځای کېدو نیت درلود. Читать дальше...


Задержан вице-губернатор Алтайского края: Обыски прошли в правительстве

Интервалы движения поездов на МЦК временно увеличатся утром и вечером

Зампред правительства Алтайского края Кибардин задержан в Москве

Синоптик Шувалов предсказал солнечные выходные в Москве



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Рязанской области нашли мертвым пропавшего охотника

Путин осмотрел российско-китайское ЭКСПО в Харбине

ТЦ полностью заместили площади покинувших страну брендов

Игру тульского "Арсенала" с "Акроном" будет судить Егор Егоров

Музыкальные новости

Страдания юного Аюша Булчун

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»

Следком России ищет приезжего из Азербайджана из-за его желания убивать в ЯНАО

Азербайджанский мигрант возмутился из-за того, что в Калининграде суд назначил 4,5 года лишения свободы за убийство в ДТП школьницы. Видео

Новости России

Кто такая чеченка Лия Заурбекова и почему за ее судьбой сейчас следит вся Россия?

Путин осмотрел российско-китайское ЭКСПО в Харбине

Эндокринолог Балашова назвала болезни, которые может вызвать резкое похудение

Игумении орловского монастыря присвоили звание «Заслуженный писатель»

Экология в России и мире

Звуковая зубная щетка Revyline RL060 White и зубная паста Revyline Smart заказать в Назрани

Стало известно, куда неожиданно и массово устремились российские туристы на майские: это оказался вовсе не обычный курорт, а работающий по специальному закону

Студенты городских образовательных учреждений проходят практику в Marins Park Hotel Новосибирск

Участники Всероссийской олимпиады школьников по математике выбрали Marins Park Hotel Нижний Новгород

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев не смог выйти в четвертьфинал турнира серии «Мастерс» в Риме

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Первая ракетка Казахстана вышла в финал турнира WTA в Италии

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Moscow.media

Завершен очередной этап строительства моста в Мнёвниках

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»

Завершена надвижка моста в Нагатинском затоне

АвтоВАЗ запустит производство доступного семиместного автомобиля "Лада"







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *