امریکا او بریتانیا د حماس پر افراطي ډلې د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړ
امریکا او بریتانیا پرون د حماس پر افراطي ډلې د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړ.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یو تروریستي ډلې په توګه پېژني.
د دې بندیزونو هدف چې پر اسراییلو د حماس ډلې د اوومې نېټې د برید له کبله لګېدلي دا دی چې د دې ډلې د تمویل لارې پرې کړي.
په دې بندیزونو کې د حماس مهم مشران او په لبنان کې دېره د نبیل چومان صرافي په نښه شوي دي.
دا شرکت د شوې ادعا له مخې حماس ته د دې ډلې له لوی ملاتړي ایران څخه د پیسو د تمویل په چاره کې مرسته کوي.
تېره میاشت متحدوایالاتو اعلان وکړ چې غواړي د حماس د مالي سیستم د له منځه وړلو لپاره یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي.