Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017

Новости за 20.12.2017

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

په سیمه ییزه کچه به په دې خبرې ټولګې کې تاسو له دې خبر کړو چې ایران وایي له حوثیانو سره مرسته نه کوي. د اقتصاد په ډګر کې مو په امریکا کې له یوه ستر بدلونه خبروو او دا به هم ووینئ چې هندیان په نوي ډیلي کې ولې هوا ته اوبه شیندي؟! دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغان امنیتي ځواکونو له کړنو انځوریز نندارتون

کابل د هغه نندارتون کوربه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې تصویرونه نندارې ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې نېږدې ۲۰۰ تصویرونه په بابر بڼ کې نندارې ته وړاندې شوي. سباوون کاکړ په دغه راپور کې تاسو تصویري دغه نندارتون ته بیایي.

Pa.azadiradio.com 

د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه

د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه. دا په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا د مالياتو له هغو قوانينو څخه ګڼل کېږي چې په پراخه پيمانه‌يې متن له سره ليکل شوى دى. دغه لايحه په لږ توپير يعنې په ٥١ موافقو او ٤٨ مخالفو رأيو سره تېره شپه ناوخته تصويب شوه. خو د مشرانو جرګې په عامه ګالرۍ کې ځينو اعتراض کوونکو مخکې تر دې چې بهر وايستل شي، نارې وهلې "دغه لايحه له‌منځه يوسئ." تر دې څو ساعته مخکې د امريکا استازو جرګې دغه لايحه په ٢٢٧ موافقو رأيو سره تصويب کړه، خو ٢٠٣ نورو استازو مخالفه رأيه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان پر وضعیت وغږېد

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ازبکستاني سيال شوکت ميرضيايف سره په ټیليفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعيت، د منځنۍ اسيا پر امنيت او د نږدې همکاريو پر لارو چارو خبرې وکړې. سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پرونيو خبرو يو هدف پر سيمه‎ييز امن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ښه کېدو پر لارو چارو بحث کول وو. د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي، ولسمشر ټرمپ او ميرضيايف په منځنۍ اسيا کې د ازبکستان پر نقش، د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ پر ملاتړ او په افغانستان کې د امريکا پر هڅو خبرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران سره جرګه کېږي

د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران نن په باکو کې سره جرګه کېږي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير ايلمار محمد ياروف، د هغه ايرانى سيال محمد جواد ظريف او ترکى سيال مولود چاووش اوغلو به د سيمه‎ييزې همکارۍ پر پراختيا خپل نظرونه تبادله کړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله، دغه مشران به د ټرانزيټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او ګمرکاتو په ګډون په اقتصادي ډګر کې هم پر ځينو مسايلو بحثونه سره وکړي. درې واړه وزيران به په خپلو کې تر بحثونو وروسته په يوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د "م.م" امنيت شورا کې به سبا پنجشنبه د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي

په پام کې ده د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي. ګوترش په دې راپور کې پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمه‎ييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى. تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې بندي احمد رضا جلالي: خپور شوی اعتراف مې په جبر اخیستل شوی

يو ايراني‌الاصله سويډنى څېړونکى چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم دى، وايي د ده هغه اعتراف چې د ايران پر ټلوېزیون خپور شوى په جبر ورڅخه اخیستل شوى او سم نه‌دى. احمد رضا جلالي چې د استکهلم د کارو‌لينسکه انسټټيوټ څېړونکى دى، په يوه صوتي پيغام کې ويلي، ايراني چارواکو مجبوره کړى چې د ازادۍ په بدل کې پر هغه جرم اعتراف وکړي چې اصلاً ده نه‌دی کړى. جلالي د يکشنبې په ورځ له دولتي ټلوېزیون څخه اعتراف کړى و چې د هغو ايراني اټمي ساينس‎پوهانو په اړه چې وروسته وژل شوي، يوې بهرنۍ استخباراتي ادارې ته‌یې معلومات راټولول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند سوداګريز کرکټ ليګ راتلونکی پړاو به په لوړ لګښت ترسره شي

د هندوستان کرکټ بورډ وايي چې د دې هېواد سوداګريز کرکټ لیګ "ای. پي. اېل" راتلونکي پړاو سیالۍ به تر بل هر کاله په لوړ لګښت ترسره شي. د هند کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ د نړیوالې شورا وېب‌پاڼې "کرک انفو" ته ویلي چې د راتلونکي "ای. پي. اېل" سياليو د لوبغاړو بودجه له ۶۶۰ ميليونه هندي کالدارو څخه ۸۰۰ ميليونه هندي کالدارو ته لوړېږي. د دې سياليو تنظيموونکو ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال سياليو هر لوبغاړی به د تېرو کلونو په پرتله په لوړه بيه واخیستل شي چې د بولۍ مراسم به‌يې د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د لوبو اتلولي خپله کړه

د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د انساني قاچاق څخه د مخنيوي د لوبو اتلولي خپله کړه. د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال ښځينه سيالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش رياست په جمنازيوم کې پیل شوې وې چې په پای‌لوبه کې يې د سرې مياشتې لوبډلې کابل ښاروالۍ ته ۳-۰ ماته ورکړه. د لوبو لومړی مقام سرې مېاشتې لوبډلې، دوهم مقام د کابل ښاروالۍ لوبډلې او درېیم مقام د سولې لوبډلې خپل کړ.

Pa.azadiradio.com 

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست په توګه وګومارل شول

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان نیرو د دغې کمېټې د سکرتر جنرال په توګه وګومارل شول. د المپیک د ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه تنه به د المپیک ملي کمېټې د انتخاباتو تر ترسره کېدو خپلو دندو ته دوام ورکړي. دغه پرېکړه د المپیک کمېټې د بورډ له لوري چې د تربیت بدني رئیس هم په‎کې حاضر وو شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې به ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې ۲۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده. د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همداراز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سیمنار جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سیمنار جوړ شو. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې له مرکز کابل څخه هم لوړ پوړو چارواکو برخه اخېستې ده. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سیمنار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخې ارزښت ګډون والو ته معلومات ورکړل شي. د ده په خبره د سیمنار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي. دا نندارتون د جلال اباد په ورزشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سمینار جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سمینار کې له مرکز کابل څخه هم لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې ده. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سمینار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخي ارزښت ګډون‌والو ته معلومات ورکړل شي. د ده په خبره د سمینار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي. دا نندارتون د جلال‌اباد په ورزشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې به ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې شل میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده. د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همدا راز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې له یوې سترې زېرمې زرګونه فیره د درنو وسلو مرمۍ ترلاسه شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په لړ کې د مهماتو له یوې سترې زېرمې څخه زرګونه فیره د درنو وسلو مرمۍ ترلاسه کړي دي. د خوست د ملي امنیت رئيس جنرال برکت الله څمکني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه زېرمه د کشفي الوتکو په واسطه موندل شوی. د ملي امنيت رئيس وويل، په نیول شویو مهماتو کې یو ډول ډېر خطرناک ماینونه هم شته چې استقامتي ماینونه بلل کېږي. د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د توپونو او درنو وسلو نیول شوې مرمۍ د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي: دشت ارچي ولسوالۍ کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۷ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي. د دې ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو مخالفانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ چې په پایله کې يې ۷ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي. ښاغلي رحماني زیاته کړه چې په دغې پېښه کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېري هم ټپیان شوي دي. د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وايي، په برید کې وسله‌والو مخالفینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز چارواکي: دښت ارچي ولسوالۍ کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، په دښت ارچي ولسوالۍ کې ۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفانو په دښت ارچې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ چې په پایله کې يې ۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي. ښاغلي رحماني زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېري هم ټپیان شوي دي. د دښت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وايي، په برید کې وسله والو مخالفینو... Читать дальше...


Спортсмены из Химок выиграли Первенство Подмосковья по автокроссу

Врач предупредила об опасности электроодеял

Организации и индивидуальных предпринимателей Верхневолжья приглашают к участию во Всероссийской премии «Экспортер года»

Детский фестиваль профессий прошел в парке «Экоберег» в Химках



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Заболеваемость коклюшем выросла в 10 раз в Свердловской области

Убитый горем Чернышев вышел из храма вслед за гробом с телом Заворотнюк

«Локомотив» бесплатно подписал Митрюшкина из «Химок». Контракт – на 3 года

НИКИ детства провел квест-марафон, посвященный здоровому образу жизни

Музыкальные новости

«Райский цветник» Бакиханова и азербайджанские фальсификации. ВИДЕО

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»

Новости России

Детский фестиваль профессий прошел в парке «Экоберег» в Химках

Юрист: Мигрантов из Средней Азии нужно заменить дисциплинированными бригадами из Северной Кореи

В Турции допустили вывод войск из Сирии в случае полной безопасности границ

Глава КамАЗа: проект «Москвича» показал, что китайские машины вообще не приспособлены к России

Экология в России и мире

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Спорт в России и мире

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

ALMI Partner и «Даком М» будут совместно развивать и продвигать отечественные ИТ-решения

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

В Петербурге суд оправдал владельца транспортных средств, который давал взятки сотруднику ГИБДД

С 1 июня изменится схема движения на участке трассы Р-280 Новороссия в Ростовской области







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *