Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017

Новости за 26.12.2017

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د جنايي جرمونو په تور یوه ۶کسیزه ډله نیول شوې

د خوست امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د مرکز اړوند د لکڼو په سیمه کې یوه وسله واله شپږ کسیزه ډله نیولې چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وژنو، وسله والو غلاوو او سړي تښتونو په جرم د پولیسو تر تعقیب لاندې و. نن د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۵» د خوست نوي ټاکل شوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال داوود امین ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي ۶ کسان یوه خطرناکه ډله وه چې په خوست کې د وژنو، سړي تښتونو او وسله والو غلاوو ډېرې پېښې دوی ترسره کولې. ښاغلی امین زیاتوي، یاده ډله د لکڼو په سیمه کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل معتادین د درملنې مرکز ته وړل کیږي

د دغه کمپاین په ترڅ کې تر دې دمه۵۵۰ تنه په مخدره موادو روږدي راټول شوي دي. په دې اړه نور معلومات په دغه ویډیویي راپور کې کتلای شئ ویډیو: عبادالله حنانزی ایډیټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان کې د سکرو د کان ۵ کیندونکي وژل شوي

په سمنګان ولایت کې د سکرو په کان کې د ميتان ګازو د چاودنې په نتيجه کې پنځه تنه وژل شوي دي. د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه په دره صوف سيمه کې شوې ده. د ښاغلي غزيزي په وينا، په چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي او يو کان کيندونکی ورک دی. د سمنګان چارواکي پر زورواکو او ځايي اوسېدونکو تور پورې کوي چې په خپل سر د سکرو کانونه کيندي.

Pa.azadiradio.com 

ځایي چارواکي: په کرمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژل شوی

د پاکستان د کرمې ایجنسۍ چارواکي وايي، د حقاني شبکې يو قوماندان د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی. د امریکا بې پیلوټه الوتکو په کرمه ایجنسۍ کې پر یوه موټر برید کړی دی. ځايي چارواکو او استخبارتي ادارو دا برید تأييد کړی او وايي چې بې پیلوته الوتکو ډیورند کرښې ته څېرمه د غوزګړۍ په متا سنګر کې د دوشنبې په ماسپښین بريد کړی چې پکې د حقاني شبکې یو قوماندان جمیل الدین وژل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د داعش او ولسي پاڅون کوونکو په ډزو کې ۲ تنه ټپیان شوي

په کنړ کې د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ په ډزو کې دوه ملکيان ټپیان شول. د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته د سې شنبې په ماسپښین وویل، نن له غرمې مخکې د داعش وسله والې ډلې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل د پاڅون کوونکو په پوستو برید کړی چې د دواړو لورو په ډزو کې دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. ډاکترانو د ټپیانو روغتیايی وضعیت ښه ښودلی دی. تر اوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیلېږي

ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شي. د فوټبال فدارسیون د نشراتو رئیس شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې ۱۲ ټیمونه ګډون کوي. ښاغلي شاداب وویل چې د فوټبال په دغه لیګ کې د چارو اداره، د خزاینو ریاست، د بودجې ریاست، ګمرکونه، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ وزارت، له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، مشرانو جرګه، کابل ښاروالي، د ښار جوړونې وزارت او د MTN مخابراتي شرکت لوبډلې ګډون لري.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان د شطرنج منتخبې لوبډلې ته ۱۲ لوبغاړي غوره شول

د بغلان ولایت د شطرنج منتخبې لوبډلې ته ۱۲ لوبغاړي غوره شول. د افغانستان د شطرنج فدراسیون د ولایاتو مسؤل عبدالخالق ویس نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغاړي د شطرنج په ملي لوبو کې ګډون کوي او که چېرې ښې وړتیاوې وښيي، نو د افغانستان د شطرنج ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي. ښاغلي ویس وویل چې د شطرنج سیالۍ د روان لمرېز کال د جدي میاشتې په لومړۍ نېټه د بغلان په مرکز پلخمري کې پیل شوې چې په کې ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و . په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو میاشتو په کابل کې د شطرنج ملي لوبې پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې په ټرافیکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي

په مسکو کې د يوه بس د ټکر کېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او نهه ټپيان شوي دي. دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې يو ښاري بس له سړکه واووښت او د لار رويانو پر ګڼه ګوڼه ور ړنګ شو. پېښه د دوشنبې په ماښام وشوه. په وږل شويو کې يوه دوولس کلنه نجلۍ هم شامله ده. د بس چلوونکی د پلټنو لپاره نیول شوی دی خو روسي چارواکو ويلي چې دا یوه تروريستي پېښه نه وه.

Pa.azadiradio.com 

د سرينګر پولیس: د پاکستان مېشتې سخت دريځې ډلې قوماندان وژل شوی

د سرينګر پولیس وايي، حکومتي ځواکونو د پاکستان مېشتې سخت دريځې ډلې قوماندان وژلی دی. دا ډله د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمير کې فعاله ده. پولیسو نن د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۵ ۰» وويل چې په کشمير کې د جېش محمد سخت دريځې ډلې مشر نور محمد تانترې مړی تر يوه نړېدلي کور لاندې وموندل شو. تانترې په دې کور کې له خپلو ملګرو سره وو. چارواکو د دې کور ګاونډ د شپې له خوا محاصره کړ او له سخت دريځو سره يې جګړه وکړه.  پولیس دا يوه مهمه پېښه بولي، خو وايي د تانترې دوه ملګري په تېښته بريالي شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د کرکټ یوه اکاډمي پرانېستل شوه

د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د ابدالي کرکټ «انډور» اکاډمي پرانېستل شوه. دغه اکاډمي د کرکټ د یوه ځوان افغان لوبغاړي نثار احمد صافي له خوا د څه باندې درې لکو ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده . ښاغلی صافی وايي، د کرکټ دغه د انډور اکاډمي ۵۰ متره اوږدوالی، ۳۲ متره بر او درې نیم متره جګوالی لري. نوموړی وايي چې په دغه اکاډمۍ کې د کرکټ مېنه وال او لوبغاړي کولای شي چې خپل تمرینات وکړي.

Pa.azadiradio.com 

سوري پوځ د اسرائیل او لبنان پولې ته نېږدې ځینې سیمې نیولي

د سوريې حکومتي ځواکونو له اسرائیل او لبنان سره پولې ته نېږدې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سیمې ونیولې. بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې حکومتي ځواکونو د بيت جين ښار او شا او خوا سیمې تر پراخو عملیاتو وروسته محاصره کړې. د دې ادارې په وینا، له ادلیب ولايته د مخالفو جنګيالیو د تخليې په اړه مذاکرات پيل شوي وو. د سوريې ځواکونه او ائتلافي ډلې يې له سلګونو سني جنګيالیو او خپلواک سوري ځواک په نوم ياغيانو سره جګړه کوي. د حکومت مخالفينو خپلواک سوري ځواک او متحدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه به د سوريې په اډو کې دايمي حضور لري

روسیه به له دې وروسته د سوريې په اډو کې دايمي حضور لري.  د روسیې دفاع وزیر سرګئی شویګو وايي، روسيه په سوریه کې په خپلو دوو پوځي اډو کې پر دايمي حضور کار کوي. شويګو نن د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۵ ۰» وويل چې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين تېره اوونۍ د دغو اډو د کارکوونکو تشکيل او چوکاټ تائید کړی دی. په همدې حال کې د روسیې فدراسيون شورا نن هغه قانون تصويب کړ چې له مخې يې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد او مسکو تر منځ د موافقې پر اساس په طرطوس اډه کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو اقدام تائيدوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پیکېنګ کې د افغانستان،پاکستان او چین غونډه پیل شوه

د افغانستان، پاکستان او چين د لوړپوړو ډیپلوماټانو تر منځ خبرې نن په پيکېنګ کې دوام لري. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر سیمه ییزو او اقتصادي همکاريو خبرې کوي. د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ د بهرنیو چارو وزيرانو پر کچه مذاکرات نن پیل شول او اوس هم دوام لري. او ټاکل شوې ده د دې غونډې په پای کې مشترکه اعلاميه اعلان شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت الله احمدي نن ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيران: طالبان دې د سولې د بهير برخه شي

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې له طالب وسله والو غوښتي چې د سولې د مذاکراتو برخه شي. دا وروسته له هغه چې چين د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو نورمال کولو په هدف يوه غونډه جوړه کړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن په پيکنګ کې سره ولیدل. درې واړو حکومتونو د سولې او پخلاینې د پراخې پروسې غوښتنه وکړه. دوی وويل چې له افغان طالبانو غواړي چې د سولې د بهير برخه شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرخط: پاکستان به څومره بدل شي؟

د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په چین کې د افغانستان پاکستان او چین په درې اړخېزې غونډې...


В Волгоградской области парашютист разбился из-за сильного порыва ветра

Подросток случайно убил пристававшего к нему незнакомца в центре Москвы

Красногорский филиал Музея Победы подготовил специальную программу ко Дню России

Подросток случайно убил пристававшего к нему незнакомца в Москве



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Атаки на Гагаузию со стороны официального Кишинева усиливаются

Фонтан спроса. Российские туристы готовы ездить на реки и озера вместо моря

Названа стоимость суточной аренды самого дешевого дома в Подмосковье

Красногорский филиал Музея Победы подготовил специальную программу ко Дню России

Музыкальные новости

Клиники «Будь Здоров» — в лидерах рейтинга лучших клиник 2ГИС

Новости и Культура, Дети и Россия: Театр Ульгэр выступил в Этнографическом музее народов Забайкалья в Улан-Удэ

Сменившая образ Ивлеева появилась на презентации своего азиатского ресторана

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Новости России

ЦКАД ведет в колонию // Экс-главу «Автодора» хотят посадить на 14 лет за злоупотребления при строительстве Центральной кольцевой автодороги

Красногорский филиал Музея Победы подготовил специальную программу ко Дню России

Фонтан спроса. Российские туристы готовы ездить на реки и озера вместо моря

В Волгоградской области парашютист разбился из-за сильного порыва ветра

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Moscow.media

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Остров Огой.

Одной Лунной ночью







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *