په ایران کې حکومت د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور وېبسایټونه بند کړل
په ایران کې نن یکشنبه حکومت د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور وېبسایټونه بند کړل، څو اعتراض کوونکی ونهشي....
په ایران کې نن یکشنبه حکومت د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور وېبسایټونه بند کړل، څو اعتراض کوونکی ونهشي....
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو...
کابل ښاروالې تېره شپه د پل باغ عمومي غرفې له منځه یوړي، ددغه ځای غرفه لرونکی نن ددې اقدام پر وړاندې قهریدلی و او په اعتراض یي لاس پورې کړ. په دې اړه نور حال په دغه ویډیویي راپور کي وګورئ ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د روسيې د سنت پيټرزبورګ يوه محلي محکمه کې به نن یکشنبه هغه څوک محاکمه شي چې د همدې ښار په يوه مارکېټ کې د يوې چاودنې په شک نيول شوى دى. د چهارشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې تر ١٠ ډېر کسان ټپيان شوي وو. د روسيې رسنيو د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې رسنۍ نه شي کولاى دغې محاکمې ته ورشي. د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال ادارې پرون شنبه وويل، درې ورځې مخکې يې د هغې حملې په تړاو يو مشکوک کس نيولى، خو د هغه د هويت او په دې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغه کس ولې دغه حمله تنظيم کړې وه؟ افراطي... Читать дальше...
د ايران چارواکو د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې مظاهره چيانو هڅه وکړه د څلورمې ورځې لپاره هم په حکومت ضد مظاهرو کې سره راغونډ شي. دغه مظاهرې چې په بهير کې يې تر اوسه د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى، د ٢٠٠٩میلادي کال د ولسمشرۍ تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران رهبرۍ ته يو جدي چلنج ګڼل کېږي. د انسټاګرام او ټلګرام کاروونکي نن یکشنبه نه شي کولاى چې دغه ټولنيزې شبکې وکاروي. دغه دواړه اپلکېشنونه په ايرانيانو کې ډېر عام دي چې د مظاهرو د ځايونو په ټاکلو کې هم ورڅخه ګټه اخيستل کېږي. Читать дальше...
د جوزجان د شبرغان ښار په چیغچي سیمه کې د ترکمنستان د ۵۰۰ او ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د پایو د کانکریټ او د مزو لپاره د پایو د ځای معلومولو کار روان دی. د برېښنا دغه مزي به د فاریاب د اقینې، جوزجان، سمنګان او بغلان ولایتونو له لارې مرکزي ولایتونو سره وصل شي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډېټ: ابراهیم صافی
د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې د ورځې د عومي غونډې مشري یې کوله، له افغان...
د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه شپه ویس بروم له ارسنال سره د لوبې ډګر ته وځي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې نهه بجې پیلېږي. دغهشان د دغه لیګ د تېرې شپې په نورو لوبو کې سوانسي ۲ د ۱ واټ فورډ، برونموت ۲د ۱ ایبرټن، لیورپول ۲د ۱ لیسټر سیټي او چلسي ۵ د ۰ سټوک سیټي ته ماته ورکړه. خو بیا هادرس فیلډ او برنلي، نیوکاسل او برایټن، مانچسټر یوناټېډ او صوت همټن لوبه ۰/۰ مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، په فارياب ولايت کې يې ژمني پوځي عمليات په شدت روان دي. د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن نصرت الله جمشيدي ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې د مخدره موادو د کارو بار ځايونه هم له منځه وړل کېږي: "د دغو عملياتو عمده برخه دا ده هغه ځايونه په نښه کړو چې مخدره مواد په کې توليدېږي يا يې کارو بار کېږي. موږ په دې برخه کې ډېر جدي عمل کوو." تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغانستان په شمال کې د مخدره موادو د توليد او کاروبار زياتېدو په سيمه کې ناامني زياته کړې ده. Читать дальше...
د هلمند ولايت د بشري حقونو د دفتر مسؤلان وايي، په روان ميلادي کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده، په دې ولايت کې تقريباً ١٩٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې دفتر مسؤلې ازادي راډيو ته وويل چې په دې بهير کې ١٠٥ تنه ملکيان وژل شوي او ١٧٩٠ تنه نور ټپيان شوي دي. عفيفې معروف ازادي راډيو ته وويل، تېر ميلادي کال هم په هلمند کې ملکي تلفات زيات وو. د هلمند د بشري حقونو د ادارې مسؤلانو د ٢٠١٦میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ٢١ ملکيانو د وژل کېدو او ٣٠٠ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و. په هلمند کې د... Читать дальше...
په ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه دوه مظاهره چيان وژل شوي دي. د بيو د لوړېدو له کبله د خلکو اعتراضونه شديد او پلازمېنې تهران ته غځول شوي دي. حکومت خبردارى ورکړى چې په "وسپنيز سوک" به دغو مظاهرو ته ځواب ووايي. پرون په درېيمه ورځ هم دغو مظاهرو له زياتېدونکي تاوتريخوالي سره دوام درلود. دا په ٢٠٠٩میلادي کال کې د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران چارواکو ته تر ټولو جدي چلنج ګڼل شوى دى. په هغو انتخاباتو کې محمود احمدي نژاد يو وار بيا د ايران د ولسمشر په توګه وټاکل شو. Читать дальше...
د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې ٦ وسله وال طالبان په څو عملياتو کې نيولي دي. د ننګرهار د والي وياند وايي، په نيول شويو کې د رحمت الله په نوم يو تن هم شامل دى چې د وسله والو سرګروپ دى. عطا الله خوګياڼي يوه کنفرانس ته وويل: "نيول شويو کسانو اعتراف کړى چې په خوګياڼو، سره رود، بهسود او بټي-کوټ ولسواليو کې ورانکار فعاليتونه کول." نيول شويو کسانو ويلي چې په ننګرهار کې يې پر تعليمي ادارو او پوستو په حملو کې لاس درلود. وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د امریکا د متحدو ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د پروموټ یا "ښځې په حکومت کې " د پروګرام ...
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو...
د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د روان لمریز کال له پيل راهیسې افغان هوايي ځواکونو شااوخوا...
خلکو په لومړیو کې د نرخونو د لوړېدو او د حکومت پر یوشمیر کارونود انتقاد لپاره اعتراض پيل کړی و . د پنجشنبې ...
دغې ډلې چې د افغانستان د کانونو په اړه يې ۲۶ څېړنې کړي وايي، که د افغانستان کانونه په سم قانوني او مسلکي...
د کندز د امنيې قوماندانۍ د ولسي پولیسو مشر وايي چې دوی د بېلابېلو غونډو، مجلسونو او کنفرانسونو له ...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي توکو انتقالات پیلېږي. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د دواړو حکومتونو د سوداګرېزو پلاویو ترمنځ خبرې اترې هم شوي دي. ښاغلی پسرلی وایي، افغانستان د ازبکستان د ریلپټلۍ له لارې خپل سوداګرېز توکي چین او د منځني اسیا هېوادنو ته ټرانزیټ کوي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه هېواد سره په بېلابېلو برخو ۲۰ تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکو ومنله چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې یو لامل په یو شمېر دولتي ...
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د شفافیت په هدف د لومړي ځل لپاره د ۹۷۳ شویو تړونونو منځپانګه په انلاین ډول خپره کړه. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، خلک کولی شي د دغه وزارت د ویبپاڼې له لارې د شویو تړونونو د څرنګوالي، ډول، پانګونې او دا چې په کومو سیمو کې دي ځان خبر کړي. ښاغلی مطفی وایي، په دې سره به خلک وپوهېږي چې د دولت په خزانه کې څومره پیسې موجودې دي او دغهشان د خلکو او حکومت ترمنځ روڼتیا او ولسي مشارکت هم رامنځ کوي. نوموړی وايي، له دې وروسته د کانونو په... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، راتلونکې جمعه د جنورۍ ۵ مه فرانسې ته ځي چې د دغه هېواد له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړي. اردوغان پرون شنبه په یوه ټلوېزېوني وینا کې د خپل واکمن ګوند غړیو ته وویل، پاریس ته به لاړ شي چې د فرانسې او ترکیې ترمنځ پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړي. د فرانسې د ولسمشر د دفتر یوې سرچینې وویل، دواړه مشران به د سوریې پر کورنۍ جګړې او دغه راز د امریکا له لوري د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په اړه هم وغږېږي.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، امریکايي سناتورې جین شاهین ته یې د وېزې ورکړه په دې خاطر رد کړه چې نوموړې په هغه تور لېست کې ده چې د امریکا له لورې پر روسیې د بندیزونو په عکس العمل کې ترتیب شوی دی. د دې ډموکراټې سناتورې پر ضد د روسیې اقدام سبب شو چې جمهوریپال سناتوران ران جانسون او جان باروزو مسکو ته خپل سفر لغوه کړي. ټاکل شوې وه چې درې واړه په جنورۍ میاشت کې روسیې ته سفر وکړي. د کانګرس د سنا جرګې د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمېټې رئيس سناتور جانسون د روسیې اقدام د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره زیانمن وباله. Читать дальше...
د پاکستان دفاع وزیر وايي، نه شي کولی چې په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه وکړي. خرم دستګير پرون شنبه د پاکستان یوه خصوصي ټلوېزيون ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو شبکه له منځه وړل شوې او دا نظر سم نه دی چې په پاکستان کې لا هم د ترورېستانو ځالې شته. افغانستان او امریکا تور پورې کوي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو پناه ځایونه په پاکستان کې دي. د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر په وروستیو کې له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو پناه ځایونه له منځه یوسي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي جریانونو په ځانګړي ډول د بلخ ولایت...