Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 05.05.2019

Pa.azadiradio.com 

حامد کرزی: د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په نه ګډون خواشینی یم

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم خفه و چې ولې يې د سولې په لویه مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړ، خو ټینګار کوي چې د نه ګډون لپاره يې دلایل درلول. له ښاغلي کرزي سره د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي مرکه کړې. اېډېټ او ویډیو: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

زماني: ایران سرچینې منسجمې کړي چې خپل تېل په خړ بازار کې وپلوري

د ايران يو چارواکى وايي، هېواد يې خپلې ټولې سرچينې منسجمې کړي چې خپل تېل په "خړ بازار" کې وپلوري. د هغه په خبره، هېواد به يې پرته له دې چې د امريکا بنديزونه په پام کې ونيسي، دا کار کوي. د ايران د نفتو مرستيال وزير امير حسين زماني نيا دا خبره نن يکشنبه کړې ده. زماني نيا دا خبرې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې نور د تېلو واردوونکو ته پر تهران له بنديزونو معافيت نه تمديدوي. د دغه معافيت په مرسته ځينو هېوادونو کولاى شول چې پر ايران له لګول شويو بنديزونو سره سره له تهرانه تېل راونيسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر بلغاریا ته په سفر تللى

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس بلغاریا ته په سفر تللى دى. نوموړي دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د بلغاريا له چارواکو غوښتنه وکړه چې خپل زړونه او کورونه د پناه غوښتونکو په وړاندې پرانيزي. پاپ فرانسېس وويل، بلغاريا خپل اتباع د کډوالۍ په خاطر له لاسه ورکوي او هغه مجبوريتونه دې په ښه ډول درک کړي چې خلک له خپلو هېوادونو وتلو ته مجبوروي. پاپ فرانسېس به په بلغاريا کې د رومن عيسويانو د اقليت له مشرانو سره هم وګوري. بيا به له پلازمېنې صوفيه دباندې د پناه غوښتونکو يو مرکز هم وګوري.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د مینې او پخلاینې لومړی نندارتون

په کابل کې د مینې او پخلاینې لومړی نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د سولې او مینې په شعار د یوې ډلې ځوانانو له خوا جوړ شوی. د ازادي رادیو خبریال شفیع کریمي په دغه نندارتون کې له یو شمېر ننداره چیانو سره خبرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د سولې پروسې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د جمهوري رياست وياند هارون خچانسوري نن رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل، دغه ټيليفوني مکالمه نن شوې ده. ده زیاته کړه: "عمران خان د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان د ولسمشر د اقتصاد محوره او منطقوي اتصال د برنامو هرکلى یې وکړ او ويې ويل چې د پاکستان حکومت همنظره برنامې لري." ښاغلى خچانسوري وايي، عمران خان په دې مکالمه کې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د جګړې ښکېلې خواوې دې د روژې په مناسبت جګړه ودروي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د شخړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د روژې په مناسبت جګړه ودروي. د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې روژه افغانانو ته د عبادت او رياضت زمينه برابروي، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شويو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى. يوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند پېشنهاد نه دى منلى. جمهوري رياست پرون هم خپله خبره تکرار کړه، هغه دا چې حکومت اوربند ته تيار دى، خو په دې شرط چې دوه اړخيز وي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست ښار کې دوو بمي چادونو ۶ ملکیان ټپیان کړل

نن د یکشنبې د ورځې ماسپښين مهال د خوست ښار د بلند منزلونو په لین کې دوو چاودنو ۶ ملکیان ټپیان کړل. د خوست د امنیې قوماندان رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې اوله چاونه د سړک په ګلدان کې وشوه چې ځاني زیان يې نه درلود، خو کله چې خلک راټول شول، دوهمه چاونه وشو او ۶ ملکیان په کې ټپیان شول. یاده سرچینه وايي چې دوهم بم په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و. د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر دا هم وايي چې په دې ځای کې درېیم بم هم ځای پر ځای شوی و چې پولیسو کشف او شنډ کړ. بل لوري ته د زرمحمد متونوال په نوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تخار سناتور محمد افضل شامل په کابل کې ټپي او مېرمن يې وژل شوې

د تخار ولايت سناتور محمد افضل شامل په کابل کې ټپي او مېرمن يې وژل شوې ده. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه حمله نن سهار وختي په څلورمه حوزه کې د هغه په کور کې شوې ده. ښاغلى فرامرز وايي، د سناتور شامل کور ته څوک دننه نه دي ورغلي، بلکې ډزې په کور کې دننه شوي چې د هغه په خبره، ممکن کورنۍ قضيه وي. ويل شوي چې په پېښه کې د ښاغلي شامل يوه کوچنۍ لور ټپي شوې هم ده. د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د سناتور شامل ١٢ شخصي ساتونکي په کور کې حاضر وو.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کندهار کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي، تېره شپه په ميوند، سپين بولدک، شاه وليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کندهار د پوليسو ویاند وایي، ۵ وسله وال طالبان د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي. جمال ناصر بارکزي وويل، پاتې وسله وال په نورو ولسواليو کې وژل شوي دي. ده زیاته کړه: "د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشان سيمه کې وسله وال طالبان پر يوه کمين وربرابر شوي چې ١٥ طالبان پکې وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي، د سپين بولدک ولسوالۍ پر ناوې پوسته جګړه شوې چې ٣ طالبان هلته وژل شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د متشبیثینو بورډ: هټۍ والو دې په روژه کې نرخونه ثابت وساتي

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ له هټۍ والو غوښتي چې د روژې په مبارکه میاشت کې نرخونه ثابت وساتي. د دغه بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ له ټولو سوداګرو او دوکاندارانو غواړي چې د روژې د مبارکې میاشتې په راتلو سره د توکو بیې لوړې نه کړي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدلو سره ډېرې پلورونکي د توکو بیې لوړوي. عام خلک هم له دې امله انتقاد کوی او وايي، پکار ده چې هټۍ وال او پلورنکي په دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا پر اسرائيل د فلسطیني افراطي وسله والو راکټي حملې وغندلې

د امريکا متحدو ايالتونو د فلسطيني افراطي وسله والو له خوا پر اسرائيل راکټي حملې وغندلې. واشنګټن په عين حال کې د اسرائيل "د ځاني دفاع د حق" ملاتړ څرګند کړ. دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون کړې ده. افراطي وسله والو پر اسرائيل شااوخوا ٤٠٠ راکټونه وتوغول چې په ځواب کې يې اسرائيل د غزې پر څه باندې ٢٠٠ اهدافو بمباري وکړه چې په نتيجه کې يې ګڼ کسان ووژل شول. په وژل شويو کې يوه امېندواره ښځه او د هغې يوه کوچنۍ لور هم شامله ده. د اسرائيل پوليس او رسنۍ وايي، تېره شپه له غزې تړانګې پر اسرائيل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو رئيس وواژه

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمن همدرد وژلی دی. د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "همدرد تېره شپه د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه را ایستل شوی او وژل شوی چې مړی یې د سړک پر غاړه غورځولی دی." تر اوسه پورې چا د دغې پېښې مسؤليت نه دى منلى.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: افغان ځواکونو په پکتیا کې د طالبانو یوه ۴کسیزه ډله نیولې

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو یوه څلور کسیزه ډله له وسلو سره نیولې ده. د پکتیا مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه وویل چې د قاري بلال ګروپ غړي پرون د تندر په نوم په تصفیوي عملیاتو کې د ګردېز په څېړۍ سیمه کې نیول شوي دي. د پکتیا ولایتي اداره همداراز وايي چې له نیول شویو کسانو سره یې د وسلو او نقلیه وسایلو ترڅنګ د ښځو کالي هم موندلي دي. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

سعودي: سبا دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان دولتي رسنیو د دیني چارواکو په قول اعلان وکړ چې سبا دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. د سعودي عربستان العربیه ټلویزیون پرون شنبه د مذهبي مشرانو په قول وویل چې د شنبې په ورځ سپوږمۍ ونه لیدل شوه، نو د مې پنځمه به چې د دوشنبې ورځ ده، د شعبان د میاشتې وروستۍ ورځ وي. دې ته ورته اعلان د سعودي عربستان ګاونډیو هېوادونو کوېټ او عراق هم کړی دی. افغانستان هم له سعودي عربستان سره په یو وخت روژه پیلوي. په افغانستان کې حکومت او یو شمېر دیني عالمانو د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو په سرپل کې ۲ بیول شوي امنیتي مسؤلین ووژل

وسله والو طالبانو د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان او د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال له تښتولو وروسته وژلي دي. د سرپل د والي وياند وايي، وسله والو طالبانو پرون په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يو قوماندان او د دې ولسوالۍ د پوليسو اداري مرستيال له ځان سره بیولي وو. د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني نن یکشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د دواړو مړې تېر ماښام خپلو کورنیو ته وسپارل. وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


Ответил за базар

Собянин вдвое увеличил надбавку для обладателей статуса «московский врач»

От песен до инноваций: инженер – личность многогранная

СК РФ: в Москве за убийства 1990-х осужден участник "Коптевской" ОПГ Замараев



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Собянин вдвое увеличил надбавку для обладателей статуса «московский врач»

От песен до инноваций: инженер – личность многогранная

Назван победитель чемпионата РА по компьютерному многоборью среди пенсионеров

СК РФ: в Москве за убийства 1990-х осужден участник "Коптевской" ОПГ Замараев

Музыкальные новости

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»

Кинопродюсер.

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

Первый Международный фестиваль «Мир классического романса»

Новости России

“Фанагория” открыла выставку этикеток советского виноделия

СК РФ: в Москве за убийства 1990-х осужден участник "Коптевской" ОПГ Замараев

Белый халат — символ помощи людям, знак милосердия и чистоты!

Новую подстанцию скорой помощи построят в Мытищах в 2024 году

Экология в России и мире

Жена туриста, убитого электрическим током во время купания в джакузи на курорте, подала в суд прямо с больничной койки

Волосы не выпадают, они стали гуще, а на лице разгладились морщины. Затрачивать можно 5 минут на массаж затылка, лба и головы

Modest fashion day 2024

Smena SS-2024

Спорт в России и мире

Самсонова обыграла Александрову и вышла в финал турнира WTA в Хертогенбосхе

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Moscow.media

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Bluetooth-сканер штрих-кодов SAOTRON P04 на базе CMOS-матрицы

Прогулка по Москве 1962 года







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *