انګلنډ د کرکټ نړیوال جام په پیل سیالۍ کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه
انګلنډ د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې بریالی سفر پیل کړ.
انګلنډ د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې بریالی سفر پیل کړ.
طالبانو او افغان سیاستوالو د مسکو وروستۍ خبرې موثرې او رغنده بللي. په هنګري کې د سیلانیانو یوه وړه بیړۍ پرون شپه ډوبه شوې او اوه کسان پکې وژل شوي. د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام نن د انګلستان او وېلز په کوربه توب پيل شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په مسکو کې د افغان او طالبانو پلاوي ترمنځ دوه ورځنیو بحثونو کومه نتیجه ورنه کړه.
د غزني چارواکي وايي، نن غرمه مهال په غزني ښار کې بمي چاودنې نهه تنه ټپیان کړل. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:"په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله نن غرمه دولس نیمې بجې د ښار په بزازي سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې نهه تنه یې ټپیان دي کړي دي، په ټپیانو کې درې ماشومان، دوه ښځې او څلور نور عام کسان دي، د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی." نوري زیاتوي چاودنه د ټرافیک پولیسو رینجر ته څيرمه شوې ده، شاید موخه یې هم هغوی وو، خو هغوی ته کوم زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...
چلسي د اروپا جام سیالۍ وګټلې. د اروپا د فوټبال جام وروستۍ سیالۍ تېره شپه د چلسي او ارسنال ټیمونو ترمنځ وشوه. د ورزشي وېبسایټونو د راپورونو له مخې پهدغه سیالۍ کې چلسي ټیم ارسنال ته څلور د یو په مقابل کې ماته ورکړه.
د کرکټ ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ چې په انګلستان کې پیل شوي په لومړي لوبه کې انګلستان او سویلي افریقا یو بل سره مخامخ دي. د سیالۍ پچه سویلي افریقا ګټلې او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده. سبا د دې سیالیو دوهمه ورځ ده چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ به لوبه ترسره کېږي. دا سیالۍ د روان میلادي کال د جولای په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي اوونۍ د شنبې په ورځ د دغه سیالیو اتلې لوبډلې استرالیا سره کوي.
د کرکټ اکثره شننونکي پهدې باور دي چې ښايي انګلستان د کرکټ دا جام وګټي. دوی وايي، انګلستان په خپل کور کې لوبېږي، لوبغاړي یې تر ټولو ښه له اب او هوا سره بلد دي او لوبډله یې هم غښتلې ده. بلخوا اسټرالیا او هند هم د دغه جام دوه احتمالي ګټونکي بلل کېږي. د اسټرالیا پخواني لوبغاړي بریټ لي د اسټرالیا د کرکټ وېبپاڼې ته ویلي چې استرالیا به یې ګټي. هغه وايي" اسټرالیا پنځه ځلي نړیوال جام ګټلی او پوهېږي چې څنګه نړیوال جام وګټي." د کرکټ بل نړیوال مبصر مارک والف وايي چې انګلستان بهیې ګتي. هغه وايي... Читать дальше...
طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو په یوه ګډه اعلامیه کې د مسکو وروستۍ خبرې مؤثرې او رغنده بللي دي. پهدې اعلامیه کې ویل شوي چې د مسکو په بینالافغاني کنفرانس کې د اوربند د ټينګښت او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث شوی دی. د طالبانو او افغان سیاستوالو په ګډه اعلامیه کې د مسکو خبرې دوستانه یادې شوي. په دوام کې راغلي له دې چې ځیني خبرې ډېر بحث ته اړتیا لري او موافقه وشوه چې راتلونکي کې به پرې بحث وشي، خو په ټوله کې کومه موافقه نهده شوې. د طالبانو مرستیال او په قطر کې د دوی د سیاسي... Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت د برښنا له درکه د یو شمېر پوروړو لېست خپور کړ. پهدې لېست کې تر ډېره د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او د ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې د وکیلانو نومونه راغلي دي. ابرار الله مراد. محمد نورخان اوریا خېل. علم خان ازادي. او غلام عباس اخلاقي د ملي شورا غړي، همدا شان: د پنجشیر پخوانی ښاروال اسدالله او حاجي یونس عرب د نیمروز اسرار الله مراد د ننګرهار د ولایتي شورا استازي هغه کسان دي چې د برښنا شرکت د پوروړو په لېست کې يې نومونه خپاره شوي دي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ نن د پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د ځانګړي امنیت له پخواني مشر جنرال حبیب احمدزي څخه د هغه تورونو په اړه پوښتنې وکړې چې نوموړي پهدې وروستیو کې پر ارګ ماڼۍ لګولي دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن رسنیو ته وویل چې جنرال احمدزی حاضر شو او څارنوالانو ترې د هغه د ادعاوو او تورونو د سپیناوي لپاره اسناد او شواهد وغوښتل. د ښاغلي رسولي په وینا جنرال احمدزي د خپلو تورونو د اثبات لپاره کوم ثبوت او سند وړاندې نهکړ، خو ویې ویل چې دی به تر راتلونکي اوونۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي. Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. د میدان وردګ والي او د پولیسو مشر نن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰ طالب وسلهوالو تېره شپه د چک ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه خو په وینا يې د امنیتي ځواکونو او هوايي قواو د ځوابي بریدونو په نتیجه کې پرشا وتمبول شول. د میدان ورګ د امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وویل، پهدې جګړه ۴۵ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. د هغه په وینا افغان ځواکونو ته پهدې جګړه کې مرګژوبله نهده اوښتې. Читать дальше...
په هنګري کې د سیلانیانو یوه کښتۍ تیره شپه ډوبه شوې او اووه کسان پهکې وژل شوي. پهدې وړه بیړۍ کې ۳۵ کسان ناست وو چې ۳۳ یې د جنوبي کوریا اتباع وو. د دنیوب د سیند په غاړه وړه توریستي بیړۍ ډوبه شوې. د هنګري چارواکو ویلي چې د جَنوبي کوریا له سیلانیانو ډکه کښتۍ له یوې غټې کښتۍ سره لګېدلې. د جَنوبي کوریا اووه سیلانیان وژل شوي او اووه تنه یې ژغورل شوي. لا هم د لټون عملیات دوام لري، څو ۲۱ لادرکه کسان پیدا شي. د هنګري حکومت ویلي دي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
په کونړ ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبته پیښه ثبت شوې ده. د عامې روغتیا د وزارت د پولیو د لهمنځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسؤل میرجان راسخ نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پولیو دا پېښه د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې ثبت شوې ده او په ویروس اخته یو درې کلن ماشوم دی. د نوموړي په وینا پهدې سره یوازې سږکال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر اتو لوړ شوی دی. تردې مخکې د افغانستان په جنوب کې ۷ پېښې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، د کونړ وټهپور... Читать дальше...
د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، د کابل د نن ورځې په ځانوژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف د روژې میاشت د قدر شپې په مناسبت په یوه فرمان سره ۷۶۴ زندانیان بخښلي دي. تردې مخکې د ترکمنستان پخواني مشر سفر مراد نیازوف هرکال د زندانیانو د خوشې کولو فرمانونه ورکول. اوسني ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف چې هرکال په دودیزو او مذهبي ورځو کې ورته ګامونه اخلي، د سږني کال په نوروز کې د ۲۰۰۰ زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.
د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ولایتي شوراګانو د کار دوام غیر قانوني او کارونه یې مشروعیت نهلري.
افغان امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه په زابل ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده او ۲۸ زندانیان يې خوشې کړي دي. دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو دا کسان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې بند ساتلي وو. د بیان له مخې په ۲۸ خوشې شویو کسانو کې ۱۶ يې ملکي وګړي دي. دفاع وزارت وايي، د چاپې پر مهال دوه وسلهوال هم وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال به په ۱۶ ولایتونو کې د مېوو بڼونه په ځانګړي توګه د انګورو تاکونه جوړ شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا بڼونه په عصري ډول جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۵ ممیز خونې هم جوړې شي چې د نوموړي په خبره د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو او د ممیزو د تولید د معیاري کېدو لامل وګرځي. د ښاغلي رستمي په خبره، پهدې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲ زره عصري ممیز خونې جوړې شوي دي.
د افغانستان د جلغوزیو او زعفرانو د پروسس په برخه کې د چینایي پانګهوالو لېوالتیا زیاته شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هڅه کوي چې چینایي شرکتونه پهدغه هېواد کې پانګونه وکړي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه شرکتونه غواړي په افغانستان کې جلغوزي پروسس کړي:"پهدې وروستیو کې چینایي سوداګر د افغانستان جلغوزیو او زعفرانو ته زیاته لېوالتیا وښوده، تېره ورځ هم یو چینایي پلاوی افغانستان ته راغلی و او له موږ سره یې خبرې وکړې موږ د دې وهڅول... Читать дальше...
یوه پاکستاني سړي خپله مېرمن چې په بدن کې يې «اېچ.ای.وي» ایډز ویروس يې کشف شوی و، وژلې ده. دا پېښه د پاکستان د سند ایالت په هغې سیمه کې شوې ده چېرته د «اېچ.ای.وي» شاوخوا ۷۰۰ مثبتې پېښې چې اکثره په ماشومانو کې دي، ثبت شوي دي. پاکستاني چارواکو وویل چې د دې ۳۲ کلنې مېرمن د وژلو پېښه د سند ایالات په شکار پور سیمه کې شوې ده. چارواکو ویلي، دا مېرمن د خپل مېړه لهخوا پهدې تور چې غیر مشروع جنسي اړیکې يې لرلې، وژل شوې ده. چارواکو ویلي پهدې سیمه کې «اېچ.ای.وي» ویروس وروسته له هغې خپور شو چې د مظفر... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله ګڼ افغان ماشومان له زدهکړو څخه محروم دي.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، ۴۵ وسلهوال طالبان د دې ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
په کونړ کې زدهکوونکي او ښوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي.
امریکا او په منځني ختیځ کې یې مهمو متحدانو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر ایران فشار زیات کړي. درې واړو هېوادونو د هر ډول بریدونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او په خپلو کې یې د تهران د سیمهییزو فعالیتونو پرضد د همکارۍ د پیاوړي کولو تدابیر زیات کړي دي. د چهارشنبې په ورځ پهدې اړه څرګندونې او اقدامات پهداسې حال کې کېږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ زیاتیدونکې ترینګلتیا د ممکنه پوځي کړکېچ د رامنځته کیدو اندېښنې زیاتې کړي دي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، دیني عالمان او د حج او اوقافو ریاست د سولې په برخه کې هېڅ اقدام نهکوي.