ځيني استازي: دولت د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جنجال د هواري هڅې پیل کړي
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، دولت د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر د رامنځته شوي جنجال د هوارولو...
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، دولت د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر د رامنځته شوي جنجال د هوارولو...
که څه هم دا تمريناتي يو ورځنۍ مسابقه وه، خو دغه بريا په زیته کچه له هرکلي سره مخام...
د غور ولایت اوسېدونکي د یوه ارزښتمند لرغوني اثر (منار جام) چې د غوریانو د دورې یو یادګار دی، د له...
د لوېدیځ نورستان په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو له خوا تړل شوي ۱۷ روغتیايي مرکزونه د قومي مشرانو په...
د بغلان پولیسو د یوه صراف د وژل کېدو په تړاو پنځه کسان نیولي دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د پېښې اصلي عامل په خپل جرم اعتراف کړی دی. ده وویل: "د بغلان د ده وصلاح ولسوالۍ پولیسو پنځه تنه چې یو صراف ېې تېره شپه وژلی و، نیولي دي، په دې کې اصلي عامل په خپل جرم اعتراف کړی او څلور تنه نور یې جرمي شریکان دي." تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه څنګه او ولې شوې ده. د ښاغلي بشارت په خبره، د پېښي په اړه پلټنې روانې دي.
د کابل پولیسو د تېرې شپې د خپل سرو هوایي ډزو په تړاو ۴۳ تنه نیولي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو او رسنیو مسؤل سمونیار بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان چې د پولیسو له خبرداري سره سره یې هوایي ډزې کولې، د کابل له بېلابېلو سیمو ونیول شول. ښاغلي مجاهد وویل: "د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ هدایت راکړ چې دغه کسان باید ژر تر ژره ونیول شي، زموږ پرسونل د کابل په بېلابېلو سیمو کې توظیف شول، ۴۳ کسان له وسلو سره ونیول شول او امنیې قومندانۍ ته انتقال شول، دوی به له قانون سره سم خپله سزا وویني."... Читать дальше...
محمد اصف فروتن غوښتل چې په دري ادبیاتو کې ډاکتري وکړي ۴۰ کلن محمد اصف فروتن د پاملرنې موسسې کارکوونکی و چې د روان کال د روژې په څلورمه پر کاونټر پارټ مؤسسه په برید کې ووژل شو.
د شنبې په ورځ د کندهار امنیتي چارواکو ۳۰ تنه هغه وسله وال خبريالانو ته وښودل چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو ...
د کابل ښار په ختیځ کې التقوا جومات چې د پرونۍ چاودنې مخکې به په کې زرګونه لمونځ کوونکي راټولېدل، اوس ورته...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوايي ډزو کې په...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوايي ډزو کې په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پېښې سره په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي. دی وایي: "په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوايي ډزو له امله لس کسان ټپیان شوي، د امنیتي ځواکونو له هدایت سره سم، په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي شوي دي." تېره شپه د نړیوال... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ منځني ختیځ ته د یو زر پنځه سوه پوځیانو د لېږلو امر وکړ، ترڅو په...
دغه خلک وايي چې د پولیو د واکسین مخه نیول د دوی له ماشومانو سر په ښکاره د دوښمني ده چې وسله وال طالبان...
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، تمه کېږي چې د جمهوري ریاست کاندیدان دې دا ځل د ستونزې د حل لپاره په ډېرې هوښیارۍ...
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، روانه اوونۍ به له دغه ولایته د هوایي دهلېزونو له لارې هند ته ۲۲ ټنه وچه مېوه صادره شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د همدې ورځو په لړ کې به د هرات له هوایي ډګره په مستقیم ډول هند ته ۲۲ ټنه وچه مېوه د هوایي دهلېزونو له لارې انتقال شي." د ښاغلي یارمند په خبره، په دغه وچه مېوه کې ډېره برخه پسته او بادام دي چې په هند کې ورته ښه بازار موجود دی. نوموړی وايي، تر دې وړاندې هم له هرات... Читать дальше...
د فراه ولایت اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خلکو اقتصاد ښه نه دی او په ډېره لوړه بیه ورته د اړینو توکو رانیول ګران شوي دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم دا مني چې د روژې په میاشت کې په فراه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د دغې خونې مشر حشمت نورزي نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان یو وارداتي هېواد دی او ډېری توکي یې له بهره راورادېږي او د بهرنیو اسعار نرخ د افغانۍ په وړاندې لوړ شوی،... Читать дальше...
ځينو نړيوالو رسنیو په کابل کې په بمي چاودنه کې د مولوي سمېع الله ریحان په ګډون د یو شمېر کسانو وژل...
سیګار د روان میلادي کال په لومړیو کې په افغانستان کې د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو د ناټو او امریکايي...
اندونیزیا د نړۍ درېيمه لویه ډموکراسي بلل کېږي، دغلته د اپرېل په ۱۷مه نېټه ولسمشر جوکو ویدودو د پخواني...
د نویو رپوټونو پر اساس، په التقوا جومات کې په پرونۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د کابل د نهمې ناحیې یوه پولیس جان اغا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې چاودېدونکي مواد ښايي په هغه مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو چې د جومات ملا به ازان کاوه او خطبه به یې ویله. د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو له مخې ویلی شي چې حمله وسله والو طالبانو کړې وه. په پرونۍ حمله کې د التقوا جومات امام مولوي سمېع الله ریحان هم ووژل شو. Читать дальше...
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د جام د څلي د ژغورلو لپاره هڅې کوي. په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي. د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلابونو لاندې کړې ده. د ازادي راډیو خبریال د سیمه یېزو چارواکو په حواله وايي چې د سېلاب اوبه د جام تر څلي رسېدلې او دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی. د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ولسمشر هم لارښوونه کړې چې له هر امکانه کار واخیستل شي او دا منار له ړنګېډو وژغورل... Читать дальше...
په افغانستان کې پرون د مې په ۲۴مه پنځه رومانیايي عسکر د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي. د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې عسکرو یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ګزمه کوله. چاودنه د غرمې په دولس نیمو بجو شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی. ټپیان په هليکوپټرو کې په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي او ښه دي. د رومانیا عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي. دا په یوه میاشت کې دوهم وار دی چې د رومانیا پر عسکرو داسې خونړۍ حمله کېږي. د مې میاشتې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات به منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ عسکر واستوي. متحده ایالات غواړي چې له ایران سره په روان کړکېچ کې په منځني ختيځ کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د مې په ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اضافي ځواکونه به تر ډېره حده په ټوله سیمه کې د ساتندویانو رول لوبوي. ټرمپ وویل: "موږ غواړو چې منځنۍ ختيځ مصؤن وي." هغه دا وینا په داسې وخت کې چې جاپان ته روان و، کړې ده. ډونالد ټرمپ وویل: "زموږ ډېر تکړه وګړي منځني ختيځ ته روان دي، نور به ګورو چې څه کېږي."
په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د هلمند د والي له دفتره په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغې هلیکوپټر الوتکې په نوزاد ولسوالۍ کې عاجله ناسته کړې ده او عمله يې ژغورل شوې ده، خو الوتکې ته يې په سیمه کې اور اچولی دی. په خبرپاڼه کې په دې اړه چې الوتکې د افغان او که د بهرنیو ځواکونو ده، څه نه دي ویل شوي. د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هلیکوپټر د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتېرو ده چې د تخنیکي ستونزې له امله يې د نوزاد ولسوالۍ په یوه لېرې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د هاکي د نړیوال جام سیالۍ د روسیې په سنټ پټرزبورګ ښار کې وشي. دا سیالۍ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې کېږي. له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې دا لومړی وار دی چې د یخ پرمخ د هاکي نړیوالې سیالۍ په روسیه کې کېږي. په بدل کې ېې د روسیې حکومت ژمنه کړې چې د سنټ پټرزبورګ په مرکز کې به د دې سیالۍ لپاره داسې سټډیوم جوړ کړي چې ۲۳ زره کسان به په کې ځاېږي. د سنټ پټرزبورګ ښار په بل لوبغالي اېس پلېس کې به هم لوبې کېږي. پر یخ د هاکي نړیوال فدراسیون پرون د مې په ۲۴مه وویل چې د ۲۰۲۴ د اتلولۍ د سیالیو لپاره یې... Читать дальше...