عظیمي: نشهيي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی
له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشهيي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومت یې د جدي مبارزې هوډ لري. سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ یې په بامیانو ولایت کې د نشهیي موادو وزارت د ځینو پروژو د پرانېستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشهیي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخېزه مبارزه وشي. نوموړې وايي: "نشهيي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدرو موادو د تولید قرباني دي. Читать дальше...