د اذربایجان یوې محکمې یو خبریال په ۶کاله بند محکوم کړ
په اذربایجان کې یوې محکمې پرون یو خبریال د قاچاق او نورو جرمونو په تور چې ویل کېږې سیاسي انګېزه لري، په ۶ کال بند محکوم کړ. د بالاکان سیمې محکمې افقان مختار لې وروسته تر هغې مجرم وپېژنده چې هغه وویل ولسمشر الهام علی یف موږ نشي غلي کولی. د بشري حقونو ډلو او لوېدیځو حکومتونو د محکمې پرېکړه غندلې ده او هغه يې د اذربایجان د حکومت لخوا د هغو کسانو د غلي کولو او ځپلو د لړۍ برخه بللې ده چې په دې هېواد کې د اختلاس او فساد پر ضد غږ پورته کوي. افقان مختار لې په ۲۰۱۵ کال کې له خپلې مېرمن سره ګورجستان... Читать дальше...