د ترکیې ولسمشر د کاتولیک مسیحیانو له مشر سره ګوري
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن دوشنبه په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري. دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت یو مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي. د اردغان دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړه لوري به د بیت المقدس پر موقف، د سوریې پر وضعیت، په نړۍ کې د مهاجرت پر بحران، د ترورېزم پر ضد پر مبارزه اود اسلاماو د بهرنیانو ضد احساساتو په اړه خبرې وکړي.