د لښکرګاه د لسمې حوزې پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی
د لښکرګاه د لسمې حوزې اړوند پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی دی. د پولیسو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د موټربم په واسطه شوې او په ترڅ کي دوه پولیس وژل شوي دي او پنځه نور ټپیان دي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته چاودنه تائید کړه ویې ویل چې څلور پولیس ټپیان دي او څوک وژل شوي نه دي. ویل کېږي چاودنه دخاصو پولیس پر قطعه شوې ده. تراوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. پخواني معلومات د لښکرګاه د لسمې حوزې اړوند پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی دی. Читать дальше...