رستمي: افغان زعفران په نړیوال بازار کې د غوړېدو په حال کې دي
د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت وايي چې د دې هېواد د تولید شويو زعفرانو بازار په نړۍ کې د غوړېدو په حال کې دی. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې تازه د کرنیزو محصولاتو یو امریکايي شرکت لېوالتیا ښودلې چې د افغانستان زعفران وپېري او په امریکا کې يې په خپلو دوکانونو کې نندارې ته وړاندې کړي. د هغه په خبره د سعودي، هند او اروپا سرمایه ګزارانو تر دې دمه د افغانستان د زعفرانو د پلور په برخه کې اقدام کړی دی. ښاغلی رستمي وايي چې د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه لومړی مقام لري. Читать дальше...